نېټه: ١٣٩٤-٤-١١

کندهار، افغانستان- د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر وايي چي په تېري يوې اوونۍ کي يې  ١٢٧ تنو وسله والو دوژلو ترڅنګ   ١٥ تنه يې ژوندي نيولي دي

د کندهار د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي نن غرمه مهال د ولايت مقام د رسنيو سره داړيکو او معلوماتوپه مرکز کي مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. نوموړي وويل دتېري اوونۍ په جريان کي يې ١٢٧ وسله وال مخالفين وژلي يو تن يې زخمي کړى او١٥ تنه يې ژوندي نيولي .

 ښاغلي اطرافي وايي ملي پوليسو په تېره يوه اوونۍ کي د بېلابېلو عملياتو پر مهال  وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده  چي پر مهال يې ١٢٧ تنه وژل سوي او ١٥ تنه ژوندي نيول سوي  هغه وويل د وسله والو مخالفينودرې  عرادي موټرسايکلونه سوځولي، ١٤ کړۍ بېلابېل ماينونه، ، ۲ توپنچې،  پنځه عرادي موټرسايکلونه،درې عرادي زرنجان، يوه عراده رخشه نيولي .

د امنيت آمر په وينا د تېري اوونۍ په عملياتو کي (٨) تنه د جينايي پېښو په تور نيول سوي، چي يو تن دمجروحيت ، يو نفر دقتل ، دوه تنه دغفلت دوظيفي په تور،دوه تنه دغلا په تور ،او همدارنګه دوه تنه دتښتوني او خيانت په تور نيول سوي چې دوسيې يې څارنوالۍ ته دپښتنو او ګړويږنو لپاره ليږي سوي دي  .

نوموړي همدارنګه وويل چي په يادو عملياتو  کي يې د ښار له  مختلفو برخو او ولسواليو څخه يوه اندازه نشه يي توکي هم تر لاسه کړي لکه (٦)ګرامه هيروئين او ٥٠ کيلوګرامه چرس نيول سوي  چي له يادو توکو سره يو ځاى (٣) تورن کسان هم د پوليسو له خوا نيول سوي دي

د هغه په خبره چي ٧٠ تنه معتادين دروغتيايي مرکز څخه تر درملني ورورسته ټولني ته  وړاندي سوي دي  تر څو ديوه نورمال انسان په شان خپل ژوند ته دوام ورکړي او لس تنه ددرملني په موخه ياد مرکز ته معرفي سوي دي  هغه همدارنګه دعامو خلګو څخه غوښتنه وکړه تر څو دخپلو امنيتي ځواکونو سره دامنيت په راوستلو کي مرسته وکړي او دولس همکاري دامنيت په راوستلو کي لويه ونډه لرلاى سي .

د اطرافي په وينا چي تېره اوونۍ يې ١٩٥٥٤٠ افغانۍ خلکو ته  دپاسپورټونو دتوزيع په موخه  د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل سوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *