تسلا ـ افغان : د کندهار ښاروالۍ مسولين وايي، چې د مراجعينو د آسانتيا لپاره يې د يوه معلوماتي مرکز د جوړولو چارې پيل کړي، چې په نژدې ورځو کې به بشپړې شي.
د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر وايي، چې دغه مرکز د شپږ ميليونو او درې سوه زره افغانيو په لګښت جوړېږي، چې ټول مصارف يې د ښاروالي د عوايدو څخه ورکول کېږي.
دده په وينا، چې په دغه مرکز کې باندې يوه مياشت مخکې کار پيل شوى او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به يې چارې پشپړې شي.
د ښاروال په وينا، چې په دغه مرکز کې به د ټولو مديريتونو استازې ناست وو او سلسله يې توګه به ښاروالي ته د ورغلو مراجعينو کار ترسره کوي.
هغه وايي، چې په دې سره نه يوازې داچې د خلکو کارونه د ځنډ څخه ساتل سوي وي، بلکې د فساد او درغلي مخه هم پرې نيول کېږي.
کندهار ښاروالي په دغه ولايت کې د نورو دولتي ادارو برخلاف ډېر مراجعين لري، چې وخت ناوخت يې کارونه ځنډول کېږي او ياهم مامورين ورڅخه د کار په بدل کې د پيسو غوښتنه کوي.
که څه هم دمګړی د ښاروالی مراجعین ددې څانګي دفعالیت پر څرنګوالي خبر نه دي، خو ډيری کسانواوسمهال دکارونو دځنډ څخه دشکایت ترڅنګ د یوشمير مامورینو دناوخته راتګ مسله یادول .
ددوي په وینا ددارنګه یوه معلوماتي مرکز چي دکارونو دخلاصولو صلاحیت هم ولري ترډیره اوسنۍ ستونزې له منځه وړلاى سي.