په دې شپو ورځو کې د کرزي په اړه ډول ډول نظريات وړاندې کيږيچې ځينې يې سخت انتقاد کوي وايي کرزی افغانستان ته په خدمت کولو کې پاتې راغلی او ولس يې در به کړ، خو برعکس ځينې بيا وايي ” چې په تلو شوې، په يادېدو شوې” يعني کرزي زيات خدمت کړی او افغانان به ورپسې ارمان وکړي ګواکي تر ده به ښه خادم د ملت لپاره پيدا نشي..
له بده مرغه زه په دې يوه کټګورۍ کې هم ځان نشم راوستلاي ځکه که يې صفت وکړم او پرې ووياړم نو زما د چاپېريال زيات خلک به راباندې وخاندي چې دې لېوني ته ګوره په څه وياړي اما که بل اړخ ته وګورو په غير پښتنو سيمو کې يو څه پرمختګ او خدمت شوي چې د افغانستان په سطحه هغه يو څه د وياړ او قدر وړ دی خو زما په چاپېرچل کې داسې نده ځکه د نيم افغانستان ولسمشر خو ندی، نو ځواب تاسو راکړي چې کومه خوا ونيسم؟
اوس راځم وردګو ولايت ته له کرزي مخکې او په وخت کې يې پرمختګونو او شاتګونو ته.
۱- سپين ږيري کيسې کوي چې د داخلي جنګونو په وخت کې عام ولس ته هيڅ ډول تهديد متوجه نه وو که به کوم ګروپ کومه ګډوډي رامنځته کوله نو ولسي مشرانو به يې مخنيوئ کاوه او وايي چې د لارېمسافرينو به وردګ قوم ته دعاوې کولې چې ډېر ښه وضعيت يې رامنځته کړی. وروسته بيا د تالبانو په وخت کې هم وضعه د نور افغانستان په سطحه په وردګو کې ښه وه او تالبان يې دومره سخت دريزه نه وو(ولله اعلم). اوس نو د کرزي په دوره کې هر څه تاسو ته له ما نه ښه معلوم دي چې وردګ د افغانستان په سطحه بې امنه ولايت دي او په لاره يې مسافرين تګ راتګ په ازاد ډول نشي کولاي. حتي ځينې خلک همحتي ځينې خلک همدا لار د پل صراط په نوم هم يادوي.
۲- د پوهنې په برخه کې مو هم د پام وړ پرمختګ کړي تقريبا په هر کلي کې يوه ليسه جوړه شوې اما بې معلمه،بې تعميره او بې کتابه (د نجونو هيڅ درک نشته). له کرزي مخکې د وردګو استعداد ټولو افغانانو ته معلوم دي چې د هر پوهنتون عالي پوهنځۍ به له دوی ډکې وې خو اوس يې زيات شمېر په نيمه عالي موسوسو کې زدکړې کوي او په ټېله ځان کاميابوي.
۳-د قانون او قضا په اړه خو د فساد په موجوديت کې ټول ښه پوهېږي خو زه به يوه وړه کيسه دلته ذکر کړم. د کرزي په اولو کلونو کې چې موږ ماشومان وو زموږ په مالت کې يو نفر شپږ که اووه نفره ووژل چې بيا ونيول شو او د اعدام حکم پرې وشو خو هغه سړی تر ننه په اړتون (بنديخانه) کې ژوند کوي. پيسې نلري چې ځان پاک خلاص کړي او قاضيانو يې په جيب کې سترګې خښې کړي دي خو کمې کمې ور له پيدا کوي او تر ننه ها دي له داره کوز پاته شوي دي. د وحشي تالب په وخت کې فکر کړم داسې نه وو شوي.
۴-د بيا رغونې په برخه کې زموږ غټ پرمختګ او د حکومت خدمت عمومي سړک دیچې پوخ شوی اما اوس له هغه وخته ډېر کنډ کپر دي خو خير مننه يې کوو.
۵- لکه څنګه چې پوهېږئ زياتره افغانانو خپله غله دانه له خپلې زراعتي ځمکې څخه تر لاسه کوله، چې له بده مرغه وردګ د زياتې بې امنۍ له امله لدې نعمته هم بې برخې شوي دي. زياتره زراعتي حاصلخيزه ځمکه او تفرېحي ښکلي ځايونه يې له منځه تللي دي.
۶- راغله د ادب، کلتور او فرهنګ خبره. پدې برخه کې مو نړيوال ريکارډ مات کړی ځکه چې نه افغاني دود او عنعنې ته احترام کيږي، نه د اسلام خاطر کېږي او نه د پښتونولۍ درک لګېږي. د حکومتي غلو د ډلو چې څه خوښه او په وس پوره وي په فخر سره يي کوي.
۷- د روغتيا په برخه کې ښه دي د ولسواليو په مراکزو کې خو يو يو ووړ کلينيک جوړ شوي چې نظر نور برخو ته د پام وړ کار دي.
۸-زموږ خلک ډېر غريب مګر زحمت کش خلک دي. وايي نور خلک ګټې کا وردګ خټې کا لدې څخه د وردګو زيار او هڅې معلومېږي. بريښي چې وردګو په خپل زحمت باندې ځاني اقتصاد يو څه ته رسولي وو چې د کرزي په وخت کې يې دا هم له لاسه وتلي او ټول له خپل ملکه ايران او يا بل مملکت ته د خپل ژوند د اړتیاوو د رفع کولو لپاره تللي دي. د مسافرۍ سختې شيبې شمېري او هيڅ کوم کمک صورت ندي نيولی.
بلاخره بعضې خلک وايي کرزي ښه خادم سړي دي خو غلطي يې دا ده چې تش په نامه د قوم مشران(غله) يې په ځان ور ټول کړي دي. زه نه پوهېږم چې دا يې مشکل وو او که همداسې يې کول؟
فرید مهرووال
Karzai shared his power with Northern alliance and Shorai Nizar, although he was living in the palace but he did not have absolute power. He was expecting and advising Mr. Ahmadzai to do the same think. Mr. Ahmadzai have been noticing the failed outcome of shared government and that is why he ignored Karzai.
وروره تنها د وردګ مسله نده، که ستاسی لاړ شی کندهار ته او د کندهار ولسوالیو ته نو قسم په خدای چه تر سترګو د اوښکی و بهیژی،هلته دا د اربکی مسله ده او خلک په زوره د حکومت لخوا اړ کیژی چه اربکی شی او دا اربکی هیڅ د رحم په نامه ځه نه پیژنی او په داسی حال که چه طالبانو هم په خپل وخت که دا خپل کندهاریان په زوره په شمال که جنګول او هیڅ داسی کور نشته چه یو څوک یی د لاسه نه وی ورکړی زه خو وایم چه په لحا ظ د خدای دا نور خدامات خو بیخی پریـژده خو دا خلک په قط ژوندی پریژدی ـ او که ته ولاړ شی هلمند ته پکتیکا خوست او نورو پشتنو سیمو ته نو په خپل ولایت په شکر وباسی ،زه خپله د کندهار نه یم خو زه په کندهار که وظیفه لرم او هر څه راته معلومیژي، کرزی چه خپل کندهارته خدمت خو څه کوی چه داسی د بدبختی تخم یی کرلی چه د والله که یی کندهاریان په لسیزو هم د حل لاره پیدا کړی هلته په کندهار که اوس کور په کور قوم په قوم د اربکی او طالب د لاسه بدی ده او کوم وحشت چه د قومندان رازق ملګری کوی زه خو وایم چه ان د تمدن نهایت پری شرمیژی. زه یو شی قوماندان رازق او توریالی ویسا ته وایم چه هیڅ به هم نور ونه کړی خو خپل د غه سردار قوم به تبا کړی په دوی رحم وکړی، او زه والی ویساته وایم چه ته یو اکاډمیک سړی یاست ستاسره دومره بی پروایی نه شایی ـ قسم په خدای چه دغه ستا چوکی همدا اوس ماته ځوک راکوی که یی زه وکړم ..
مهرو وال صاحب! زما په اند د دې ناخوالو لاملونه به ډېروي خو زه یې یوڅو مهم بولم: ۱- یو دا چې که څوک خپه کیږي او که خوشاله له سره ترپایه موږ پخپله په بیځایه تربګنیو او یو بل نه منلو کې غرق یو. بل څوک منو، چاپلوسي ورته کوو خو خپل کس په خپل ولایت او یا بل ځای کې په کوم مهم پست کې او د رسوخ څښتن نشو زغملئ او دا ستونزه زموږ په خټه کې اخښل شوې ده باید ویې منو. ۲- بله دا چې کرزي صاحب هم زموږ په ولایت کې ډېر وخت زموږ سره عقده پالونکي خلک امنیتی مشران مقرر کړيدي او کله کله که کوم سم کس راپیدا شوئ دئ خو بیرته ایسته شوئ او یا کار ته نه دئ پریښودئ شوئ خو زما په نظر تر دوهمې ستونزې لمړۍ ژوره ده او مهم لامل همدا دئ ځکه که موږ سم وئ نو په کرزي او نورو چارواکو مو پوره زور راوړلئ شوئ چې نور دا نه منو!!!. زما په اند ترڅوپه موږ کې دا خاصیت په تولنیزه توګه ورک نشي او دې ته سیي ټولنیز کار ونشي ترڅو زموږ په دې حالت کې یو سیي بدلون رانشي نو د کوم مثبت بدلون تمه له چا مه کوئ