وایي، شیدې به راکړې، خو له پچو ډکې ـ ولسمشر به امنیتي، دفاعي قرارداد لاسلیک کړي، خو خوند به ونکړي. …
چې ځې، ځې، ځې ابازو له به راځې، امنیتي قرارداد د افغانستان او امریکا دواړو مجبوریت دی، خو ولسمشر کرزي د ځان مجبوریت ګرځولی، داچې څنګه یې د ځان مجبوریت ګرځولی د راز خبره، بلکې محرم، هغه هم اشد محرم راز دی، چې افشا کېدن یې ملي ګټې له زیان سره مخامخولی او د ملي خیانت پړه رامنځته کولای شي.
د زبر ځواکونو ډېری تړونونه پر ده یا هوا کې لاسلیک کېږي ـ متن او لاسلیک ته یې په دې کومه اړتیا نه لیدل کېږي، چې د تا ویل، زما منل، بلکې از یار یک اشاره از ما به سر دویدن خبره وي، خو ولسمشر امریکا زاره چاودې کړه ـ داچې پر امنیتي قرارداد له میاشتو رسنیو خولې خلاصې کړې، تر سپي، پشۍ یې په غوړنجولو لګیا دي، امریکایي چارواکي په تلو راتلو ستومانه ګرځي، ویې مه خورې ها غوړي، چې پرې و وځي مرغېړي. …
له تړونونو یې د متحده ایالتونو زړه تور کړ. که نه امریکا تړون ته څه اړتیا لري؛ چې د زورورو اوبه مخ په بره خېژي.
تاریخ ګواه دی چې زبرځواکونه تړون مړون ته نه ګوري، چې امنیتي قرارداد د امریکا په پرتله د افغانستان ضرورت ګرځېدلی او افغانستان کې د ځینو خاصانو اړتیا پېژندل شوې، مانا د تړون ګټه خاصه او زیان یې عام. … ځکه خو ولسمشر کرزی غواړي قرار داد زیان خاص او ګټه عامه وګرځوي، خو امریکا خپل زیان نشي ځانګړی کولای، لکه د خپلې ګټې عامولو ته یې ډډه نه لګېږي. …
خوند به یې هله کړی و، چې له مشورتي لویې جرګې او چون و چرا پرته یې په پټو سترګو قرارداد لاسلیک کړی وای، چې د امریکا غړېدلیو سترګو لاسلیک ته په زړه نشي اوارېدای او حضرت صاحب ته له استخارې او مراقبې پرته د لاسلیک الهام شوی وو، که نه؛ جناب حضرت له استخارې پرته هو او نه ته زړه نشوای ټینګولی. …
د ولسمشر کرزي په وینا امریکا، افغانستان کې رواني جګړه پیل کړې، خدای خبر امریکا کله افغانستان کې له جګړو لاس اخلي، لومړی هغه د کمونېزم او شوروي اتحاد پر خلاف وه، بیا یې د ترهګرۍ پرضد جګړې ته ودانګل او اوس لکه ولسمشر چې وایي، پر رواني جګړې بوخته ده، لکه د امریکا له جګړې پرته چا سره نشي رغېدای که څه بلا. …؟
ولسمشر کرزي د فرانسې لوموند ورځپاڼې سره مرکه کې امریکا ته د نیواکګر ځواک په سترګه کتلي ـ هله به خبر شې چې تارو جبې ((تالو ژبې له ورشي)) ـ امریکا چې ښکیلاکګر ونه اوسي بل داسې ځوان شته. …؟
متحده ایالتونه، شوروي اتحاد، د جهاد او اسلام په توره په ګونډو کړ، هغه چې اوس یې د ترهګرو په نامه چنې ته ملا تړلې. …
رسنیو جهانسبرګ کې د ولسمشر کرزي او بارک اوباما ترمنځ ایله د روغبړ خبر ورکړ ـ د ایله مانا دا چې رسنیو ګنې د دوی ترمنځ د خپړې لګولو او ګرېوان څېرلو هیله لرله ـ د جنازې مراسمو کې له ستړي مشي پرته بل څه کېدای شوای. …؟
د سید شکر الدین آغا په اند د امنیتي قرارداد لاسلیک کومه ګرانه خبره نه ده، دا د امریکا او ولسمشر کرزي ترمنځ یو ډول زرګري جنګ او د ګلو ګوزار دی. دیر آید، درست آید. …
د ډالر بازانو له سترګو هسې خوب تښتېدلی، د دوی وارخطایي او لالهاندي بېځایه ده. … د کونډې زوی ته چا کوڅه کې ویلي: ستا د مور نوم ….
ـ ماشوم په ژړا کور ته راغی.
ـ مور یې پوښتنه وکړه: ولې ژاړې. …؟
ـ پلاني راته کړه، ستا د مور نوم. …
ـ ژاړه مه، زویه، څه به زه ور پورته شم، څه به دی کوز شي، خبره جوړه ده. …