تاند- د امریکا د دیموکرات ګوند یوه سناتوره هیله لري چې د متحدو ایالتونو دفاعي بودجه به هغو افغانانو ته د وېزو له ورکړې سره مشروطه کړای شي چې په افغانستان کې یې له امریکایانو او او امریکايي پوځیانو سره کار کړی دی.

د امریکا د سنا جرګې غړې جین شهین د سې شنبې په ورځ /مارچ ۱۴/ وویل، هیله لري چې د امریکا د راتلونکي مالي کال د دفاع وزارت د لګښتونو په لایحه کې به د افغانانو د وېزو د کمښت ستونزه حل کړای شي.

شهین کانګریس ته وویل«په داسي حال کې چې د دفاعي لګښتونو د بودجې لایحه راروانه ده، زه هیله لرم چې د افغانانو د وېزو ستونزه به پکې حل شي. غواړم چې دا مسله په هر فرصت کې چې ترلاسه کوم یې، مطرح کړم.»

د امریکا د ۲۰۱۷ مالي کال د دفاعي لګښتونو لایحه تېره اوونۍ د استازو جرګې تصویب کړه او اوس د سنا جرګې تایید ته انتظار ده.

تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارووزارت تایید کړه چې په کابل کې د امریکا سفارت د مهاجرت د ځانګړو وېزو لپاره له تقاضا کوونکو سره مرکې د وېزو د نشتوالي له کبله درولي دي.

دغه وزارت همداراز وویل، ګومان نه کوي تر هغو چې کانګریس اقدام نه وی کړی د وېزو ورکړه پیل کړي.

د دغه پروګرام پر اساس هغو افغانانو ته وېزې ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې د امریکایانو ترجمانان ول یا یې په بل ډول کار کړی او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

د امریکا د ملي دفاعي بند په نوم په مقرره کې، چې په دسمبر کې تصویب شوه، پر ۳۵۰۰ وېزو ۱۵۰۰ نورې زیاتې شوې او افغانانو ته د وېزو د ورکولو پروګرام یې څلور کاله نور تمدید کړ.

د مارچ تر پنځمې پوري ۱۴۳۷ وېزې لا پاتې وې.

خو ۱۵۰۰۰ افغانان لا پاتې دي او د غوښتنلیکونو مراحل یې طي شوي نه دي.

مېرمن شهین د دغه پروګرام کلکه مدافع ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *