دیموکراسي او اقتصادي پرمختګ؟\

آصف بهاند                                              

ویل کېږي چې نن د دیموکراسي نړیواله ورځ ده. ما نه غوښتل چې څه ورته ولیکم، خو د یوې اړتیا له مخې مې نن د خپلو خپرو شوو او نا خپروو شو لیکنو آرشیف ته سر ورښکاره کړ. د لټون په ترڅ کې مې پر خپلې یوې مقالې سترگې ولگېدلې چې د دیموکراسۍ په باب مې لیکلې وه. دا مقاله ما د دوه زره دولسم کال د دسمبر پر دیارلسمه (۱۳/۱۲/۲۰۱۲) نېټه خپره کړې وه چې یوازې مې د «روهي» ویبپاڼې لینک پیدا کړای شو. په بیا کتنه کې مې یو څو نور توري مې هم ور سرباری کړل. دا دی بیا یې د دیموکراسۍ د ورځې په پار خپروم. 

زموږ نیکونو کیسه کوله چې: ونه و، یو کلی و. دې کلي لرغونی نوم او اوږد تاریخ درلود. په دې کلي کې هرڅه سم و او د ورځې په نرخ چلیدل؛ خو ناڅاپه یوه ورځ یوه ښایسته ښځه را پیدا شوه چې هرچا ته به يې له مینې ډکه خندا کوله.

ځینو ښوونځیوالو او پوهنځیوالو به ویل چې د دې بي بي نیکونه ډیر پخوا په یونان کې تیر شوي دي. تر ټولو غورنیکونه یې دراکون (Drakon)، سولون ((Solon او کلیستن(Cleistheines) په یونان کې، تامس جفرسون (Toms Jefferson) په امریکا کې وو. دا ډیره ښه ښځه ده، نیک نوم لري، هرچا سره ښه کوي، هیڅ چا ته ضررنه رسوي، ټولې نړۍ کې یې د ښو کارنامو صفتونه کیږي او…

یوه بوډا وویل:

دا خو ډیره ښه ښځه راته ښکاري، له هغې ورځې چې دا راغلې ده، موږ یې وینو چې ټولوسره ډیره ښه چلن کوي، ماشومانو باندې ډیره مهربانه ده، لکه مهربانه نیا «نینې» او خواږه ورکوي، مشرانو ته احترام او سلام کوي، دا بي بي له کومه راغله؟ څه نومیږي؟

کوم زلمکي ورته وویل:

نیکه ګله! دا «بي بي دیموکراسي» نومیږي، زموږ کلي، غرونه رغونه یې ډیر خوښیږي، وایي چې د دې له پاره دلته راغلې ده چې له خلکو سره مرسته وکړي، ښځو ته «سنۍ کول» ورزده کړي، نارینووته کار کول، د ژوند طریقه وروښيي او…

سپین ږیري وویل:

زویکه!

د دې دې د پلار او نیکه کور ودان وي. دا خو ډیره ښه خبره ده، هر کله دې راشي او په خیر دې راشي، خو زه په دې ډاریږم چې بدل آدرس ته نه وي راغلې، خیر وبه ګورو، دا دې هم ځان وآزمیي.

کلونه تیر شول، خلک دې ته په تمه وو چې یو څه بدلون او ښیګڼه به راشي، خو د بي بي دیموکراسي خوله هماغسې له خندا ډکه وه. خلکو داسې انګیرلې وه چې دا بي بی زموږ کلي ته یوازې راغلې ده، خبر نه وو چې بي بي ګکې له ځانه سره د ملۍ، شلغم ګازرې او… په نومونو څه برکټیان هم راوستي وو، د همدې په وجه خو زموږ د کلیوالو له خولې خندا ورځ تر بلې مروریده، خلکو لیدل چې بي بي دیموکراسۍ د مهربانئ په څنګ کې څه نورهم درلودل، چې هغه د خلکو په ګټه نه، بلکې د خلکو پر ضد وو. هغه اړخ یې زړه زورونکی، زړه بوګنونکی، آزارونکی، وژونکی او… و. د همدې له امله د کلي د خلکو ژوند ورځ په ورځ مخ په بره نه، بلکې مخ په ځوړروان و.

دې بي بي په خپل بل اړخ کې له ټولو سره یو ډول نه وه، په ټولو یو شان مهربانه، نه وه.

دې ښکلې زړه وړونکې بي بي د خپلې خندا تر څنګ، تر خپلې اوږدې تورې لمنې لاندې څه نور هم له ځانه سره درلودل، پر ځینو باندې یې داسې مهربانیانې کولې چې هر څه نا څاپي، په یو وار بدلیدای  او رابدلیدلای شي:

ګدا له خاوروراجګوي، شته من له خاورو سره خاورې کوي،

با عزت په یوه شیبه کې بې عزته کوي او ناپیژانده بې عزته، د سترګو په رپ کې منصبونو او پلازونو ته رسووي،

دا ټوړۍ دومره مهربانه ده چې د زدکړي او نازدکړي ځایونه د سترګو په رپ کې سره بدلوي،

د دې بي بی زړه له داسې مهربانیو ډک دی چې په یوه شیبه کې بې جماله او بې کماله خلک تر داسې  بې مثاله بریدونو پورې رسوي چې د هغو په خیال او خاطرکې به هم نه وي ګرځیدلي،

دا ترورۍ داسې مهربانه ده چې لیوان تررومو پورې، قاتلین تر واکدارۍ او غله د بانک تر خزانې پورې لاس نیولي رسوي او داسې یې په کارونو مصروفوي چې د جامو بدلولو ته هم وخت ونه لري، له هماغه یو جوړه جامو سره کار هم کوي، خوب هم کوي، د باندې او دننه هم ورسره ګرځي.

مهربانه دیموکراسي بي بي ــ  خدای دې په آخرت کې د بیبیانو په کتار کې ودروي ــ د خپلې اوږدې لمنې په تیارو کې داسې عدالت برقراره کړی دی چې، د هرچا زړه چې هر څه وغواړي، هغه کولای شي، هغه دا دي چې د بي بي دیموکراسي د خندا په دایره کې د دې د برکټیانو حکم چلیږي او دا حکمونه که څوک ونه مني، بیا نو بي بي دیموکراسي خپه کیږي او هغه په هره بیه چې کیږي، باید خپه نه شي.

دا چې خلک څه او څه وايي، وايي دې، د بي بي دیموکراسۍ برکټیان وايي چې دلته هرڅه سم دي، دیموکراسي او د کلي ملک چې وي، نور هرڅه ښه درواخله.

دا چې پرون په «ډیوې» څه وشول، آغه ښه شوي دي، هغه ځوانه ده، سیا سره ده، عاجزه ده، عقل یې خام دی تر اوسه په خپل ښه او بد نه پوهیږي، باید دغسې شوي وای.

آغه بله ورځ هم د کلي سپین ږیرو او مکتبیانو شکایت کړی وو چې د بي بي دیموکراسۍ برکټیانو او لمسیانو د کلي نجونو او پیغلو ته په بده سترګه کتلي دي او یو اوږد لیست یې جوړ کړی و، چې دغه څو تنه یې موږ په کې پیژندلې:

ــ «عایشه»، چې ټوکه کې کوم چا پزه ورنه غوڅه کړې ده،

ــ «سحرګله»، چې د خپلې کورنۍ غړو یې په مینې سره نوکان ایستلي او ویښتان ورنه شکولي دي،

ــ «لال بي بي»، چې کوم چا په خندا، خندا جنسي تیری ورباندې کړی دی،

ــ «شبانه»، چې له چا نه يې د جنسي تیري په لړ کې سهوآ سرغوڅ شوی دی،

ــ «نګینه»، خپله یې ژبه کوله، چا فکر کړی چې خپلې ژبې سره په عذاب ده.نو په مهربانۍ سره یې ژبه ورنه غوڅه کړه چې ترې بېغمه شي،

ــ «فرخنده» ساړه یې کېدل د جهادیانو د دریم نسل خدمتگارو ځوانانو د تودېدو په پار اور پرې بل کړ،

ــ په سل ګونه ځان سوځونې، چې هغه یې په موږ څه؟

ــ او په زرګونه ځان وژنې او زهر خوړنې، چې هغه د دوی خپل کاردی.

داسې دې نه ویل کیږي چې دلته پرسان نه شته، دلته د ټولو شیانو پوښتنه کیږي. ودې لیدل چې ملک صاحب د هرې پیښې د پلټنې له پاره په جلا ـ جلا ډول څو کسان د څیړنې په خاطر وګومارل. ملک صاحب خو ډیر مهربانه او په هرڅه باندې خبر سړی دی.

که څوک وايي چې د ملک صاحب عدالت او د دیموکراسي بي بي مهرباني هسې درواغ دي، آغه ده وګورئ لرې نه، دغه پرون د همدې عدالت او دیموکراسۍ په دایره کې یو بیچاره پنځه شپیته (۶۵) کلن مهربانه قاضي، سره له دې چې سپینه ږیره، ښځه او یوټولی ماشومان یې درلودل، بیا هم د عدالت د اجرا له پاره په خپله خوښه حاضرشوی چې له شل (۲۰) کلنې بې کسه بې کویه «ډیوې» سره د هغې د ستونزو د حل په خاطر او په دې خاطر چې د ظالمانو له منګولو نه یې خلاصه کړي وي او د هغې عفت خوندي وي، دې قربانۍ ته حاضردی چې واده ورسره وکړي.

او بیا دې هم ملک صاحب خدای ژوندي لري، سره له دې چې ډیر مصروف دی، خو بیا یې هم د خپلو مهربانیو په لړ کې، له لرې واټن څخه غږ کړی دی چې باید حق حقدار ته ورسیږي، کور دې یې ودان بچیان دې یې …  

One thought on “دیموکراسي بي بي او د ملک صاحب کلی   ”
  1. سلام
    رښتیا ! دا دمبوکراسۍ وه او لال بی بی او که هسې رسۍ مسۍ وه وایی چې زاغ زنده با د خو کارغا ن به دمبو نه پېژني دا به بل شی وی موږ به ور سره بلد نه یو . بهاند صاحب دا به ډیر مهم شی وی کیدای شی سترګې او غوږونه ولری . ډوډۍ موډی خوری ؟ یو من رایت به حتماهم ورسره خپلوی لری که نه ملګری ملتونه خو یی په مړه ګېډه بالی
    کراسۍ مراسۍبه چیرته نښتې وی یاره ددمبو له افغانستان سره څه؟ دااغلې به توغندی په ارزانه بیه پلوری کا شکې مو دبن غونډي ته رابللی وای . هلته خوراغلی وه زه پوه نشوم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *