لیکوال: محمد محق

ژباړن: ډاکتر ولي الله آزاد

ممکن ځینې لوستونکي دې عنوان ته حیران شي خصوصاً په دې چې داسې صریح او قاطع حکم شوی دی. حیران به ځکه شي چې د دین (دلته منظور اسلام دی) او دیموکراسي تر منځ د رابطې په اړه خبرې ډېرې شوې دي او ګوندې مناقشې او بحثونه به یې داسې ژر ختم نه شي.

وجه یې دا ده چې د ټولو دیني مسایلو په باره کې واحده او متفقه پوهه نشته. ورسره هم مهاله د دیموکراسي په تعریف باندې هم اتفاق او د نظر وحدت نه لیدل کېږي. هر کله چې د دین او دیموکراسي تر منځ د رابطې خبره کېږي، هرڅوک دا مسأله د خپل دیني درک او د دیموکراسۍ په اړه د خپلې انګېرنې پر اساس تحلیلوي. څرنګه چې نه له دین څخه د درکونو لړۍ ختمېدا لري او نه د دیموکراسۍ واحده نمونه شته؛ نو د دغو دواړو تر منځ د رابطې پر سر اختلاف او د نظرونو ګڼوالی به هم پای نه لري. البته دغه امکان شته چې د سیاسي تجربو د تکامل په وجه او د دې ډګر د صاحب نظرانو تر منځ د نظرونو د تبادلې په سبب، کرار کرار د دیموکراسي په اړه د نظر یووالی رامنځته شي یا اقلاً د هغې پر کلیاتو او حد اقلونو باندې به نظري توافق پیدا شي. خو دغه د نظر اتفاق به د دیني درک په اړه پیدا نه شي او دلیل یې هم دا دی چې دین د سیاست په شان ساده نه دی، دین خاصې ستونزې او پېچلتیاوې لري چې باید په بل ځای کې ورباندې بحث وشي.

دویم دلیل یې دا دی چې په دې اړه نظري بحثونه عمدتاً د سیاسي شخړو او د قدرت پر سر د کشمکشونو تر سیوري لاندې شوي دي. په دې مباحثو کې د فکر او معرفت عامل د قدرت د عامل په چوپړ کې راغلي دي او خپله علمي بڼه یې له لاسه ورکړې ده او ایدیالوژیک رنګ یې پر اپیستیمولوژیک رنګ غالب شوی دی. تر هغې پورې چې علمي بحثونه په نګه خالصه علمي فضا کې نه وي مطرح شوي، دا ناممکنه ده چې څوک دې اختلافونه ختم کړي او د نظر اتفاق ته دې ورسېږي. که دغه بحثونه له سیاسي تقابل او د قدرت پر سر له منازعې څخه لرې او د علمي خبرو اترو لپاره په مناسبه ارامه فضا کې، ترسره شي، بیا دا تمه لرلای شو چې د نظر اختلافونه به راکم شي او یا لږ تر لږه له دې اوسني شدت او حدت څخه به پاتې شي.

درېیم دلیل یې دا دی چې د دې بحثونو عمده برخه په سطحي او تیت و پرک ډول لیکل شوي دي، قضیې ته تخصصي کتنه نه ده شوې او هغه ژور تحلیل او شننه یې نه دي لرلي چې د اکاډیمیکو چارو لپاره په کار وي. طبیعي ده چې د داسې مباحثو له بابېدو سره به د اختلافونو د کمېدو پر ځای د زیاتېدو شاهدان به یې اوسو. اغلب هغه کسان چې د دین او دیموکراسي پر رابطه یې جدي بحث کړی دی، یا یې تخصص په دین او سیاست دواړو کې پوره نه و یا یې په یوه کې. حال دا چې پر یوې موضوع جدي بحث رانه غواړي چې په کې ژور معرفت ولرو. دلته که څوک د دین او سیاست پر رابطه باندې نظر ورکوي باید چې هم پر دیني منابعو، فقهي قواعدو او د کلام پر اساساتو پوره تسلط ولري او هم د سیاست له مډرنو مقولو، د سیاست د علم له نظري مباحثو او د معاصر وخت له سیاسي فلسفې سره پوره بلدتیا ولري. اوسنۍ مقاله دغه دعوا نه لري چې د دین او دیموکراسي تر منځ د رابطې په اړه به وروستۍ خبره وکړي او د یوه معاصر لیکوال په تعبیر، د دې بحث دوسیه به ختمه شوې اعلان کاندي. د دې قلم خاوند پوهېږي چې دا کار که ناممکن نه وي – چې احتمالاً دی – نو بې له شکه ساده او اسانه خو بیخي نه دی. دا مقاله غواړي پر دې موضوع د نورو بحثونو په ادامه، موضوع له یوې بلې زاویې چې غالباً لږ ورته پام شوی دی، مطرح کړي.

پخوا به بحثونه تر ډېره له دغو درېو محورونو یوه ته تمایل درلود: افراط، تفریط، منځنۍ حل لاره. معنا دا چې ځینو مسلمانو صاحب نظرانو دیموکراسي (ولسواکي) یوه پردۍ او په نامسلمانانو پورې اړونده مقوله او هغه له اسلامي تعلیماتو سره په ټکر کې ګڼلې ده او مخالفت یې ورسره کړی دی. د دوی پر وړاندې ځینو نورو په اسلام کې د شورا پر مسألې تکیه کړې او د راشدینو خلیفو کارونه یې یاد کړي او په دې ډول یې اسلام د دیموکراسۍ بنسټ اېښودونکی معرفي کړی دی او ان اسلامي دیموکراسي یې تر غربي دیموکراسي غني او وړاندې ګڼلې ده. درېیمې ډلې له اسلام سره د دیموکراسي موافق او مخالف اړخونه سره بېل کړي دي او هڅه یې کړې ده چې منځنۍ لاره ولټوي.

موږ به دلته یادې مختلفې نظريې او لیدلوري نه یادوو؛ ځکه له یوې خوا لمن یې اوږده ده او د مقالې له حوصلې وتلې ده او له بلې خوا د دې مقالې هدف دا دی چې موضوع ته له بېل او متفاوت لیدلوري وګوري.

په کلاسیکو متنونو کې د مډرنو مفاهیمو لټون

لیکوال په دې باور دی چې دیموکراسي په هغه معنا چې نن سبا په سیاسي علومو کې مطرح کېږي او په نننۍ نړۍ په تېره بیا په دیموکراتیکو هېوادونو کې استعمالېږي، بیخي نوی مفهوم دی چې په نوې نړۍ پورې اړه لري او په تاریخي لحاظ زوکړه یې د رنسانس تر دورې هاخوا ته نه اوړي. دغه دیموکراسي ان له هغه دیموکراسي څخه جوهري توپير لري چې په لرغوني یونان کې مطرح وه او د هغې دورې د فیلسوفانو په لیکنو کې یاده شوې ده. نو زه دا نه منم چې ګوندې اسلام د دیموکراسي موسسس دی، نه یوازې دا بلکې دا به هم ووایم چې په نننۍ معنا باندې د دولت مفهوم هم د بشر په پخواني فرهنګ کې مطرح نه و او دا د مډرنې زمانې شی دی. د دین او سیاست تر منځ د رابطې په باره کې هره نظري هڅه چې دغه حقیقت له پامه وغورځوي، نتیجې ته به ونه رسېږي. که څوک هڅه کوي چې د مډرنو مقولو لپاره پخوانۍ نسخې ومومي، یا خو د انسانانو په ژوند کې پر راغلو لویو او عجیبو تحولاتو سترګې پټوي او یا به له دې تغییراتو او بدلونونو ناخبره وي. په هر صورت، دغسې هڅې له ژورو تیوریکي کمزوریو ځورېږي او نه شي کولای په علمي مجامعو کې ځای ومومي.

خو د دې اصل د قبلولو معنا دا نه ده چې د ځینو نننیو او پرونیو فکري قضیو تر منځ د مشابهتونو د موندلو لپاره به هېڅ ډول مطالعه نه کوو. خصوصاً که دا ټکی په پام کې ونیسو چې هر فرهنګ او تمدن خپله سابقه لري، که د نویو پدیدو سابقه په پام کې ونیسو او پر ګټورو او معقولو اړخونو یې تمرکز وکړو او ورته مناسبه فرهنګي زمینه (context) ولټوو، دا کارونه نه یوازې دا چې زیان نه لري بلکې ضروري هم دي ځکه که داسې وشي، نوې مقولې به پردۍ ونه لګي او د ټولنو له دروني شرایطو سره د دې مقولو تطبیق به اسانه شي. له نویو مفاهیمو سره د تعامل په برخه کې شرقي هېوادونه ښې تجربې او د زده کړې ډېرې خبرې لري.

دا مقاله غواړي دغه مفهوم په ډاګه کړي چې دیموکراسي یا ولسواکي سره له دې چې مډرنه او په نوې نړۍ پورې تړلې پدیده ده؛ خو که ښه پرې وپوهېږو د اسلام له هدفونو او مقصدونو سره تضاد نه لري. بلکې دا یوه ګټوره لاره ده چې د انسان د جمعي ژوندانه لپاره د اسلام هیلې به په کې ورژېږي.

د توحید محراقي موضوع

ټول مسلمانان په دې باندې اتفاق لري چې د اسلام په ارشاداتو کې تر توحید مهم شی نشته. په اسلامي مفاهیمو کې تر ټولو مهم مفهوم د وحدانیت دی. توحید په عامیانه او ساده معنا د ډبرینو بوتانو او د انسان په لاس د جوړو شویو مجسمو له پرستش څخه ډډه کول دي؛ خو توحید چې دومره مهم شوی دی، د خپلې ژورې معنا په خاطر شوی دی چې دوه نور مفهومونه رانغاړي: یو یې په ماورا الطبیعه حوزې پورې اړوند مفهوم دی او بل یې د انسانانو په ټولنیزو روابطو پورې تړلی مفهوم. په ماورا الطبیعه حوزه کې د توحید مفهوم دا دی چې ټول اعمال او ټول فاعلیتونه یوه ذات او یوې حکیمانه ارادې ته راجع کېږي او هېڅ بل قدرت او بل ځواک د هستۍ په مدیریت کې مداخله نه شي کولای. البته د اکثرو اسلامي فرقو او مذهبونو په نظر دا د نورو عواملو د خنثاتوب یا شنډوالي معنا نه لري؛ بلکې د هغوی فعالیت او فاعلیت د واحد خدای د ارادې په دایره کې او د هغه ذات د قوانینو او سنتونو په چوکاټ کې دننه تعریفېږي، نه د هغه په څنګ کې چې وشي کولای له دې قوانینو سره په تعارض او تقابل کې واقع شي. د دې موضوع فلسفي توضیح خاصې ستونزې لري او د مسلمانانو په فلسفي او کلامي ژوند کې د اساسي موضوع په توګه پاتې شوې ده.

 د اسلام له نظره دا د شرک عقیده ده چې ګوندې په کایناتو کې ځینې نور قدرتونه شته چې کولای شي د خدای د ارادې خلاف او په مستقل ډول عمل وکړي او وشي کولای خپلې غوښتنې پر خدای ومني او یا د خدای اراده باطله کړي. دا عقیده له توحید سره د جمع کېدو نه ده. خو دا چې د خدای تر ارادې لاندې نور قدرتونه یا عوامل مطرح شي، د اسلامي فرقو تر منځ یې په تفصیلاتو کې اختلاف شته. د دې اختلاف په یوه سر کې د سلفي– اورتودوکسي مفکورې والا واقع دي چې هر ډول نور ماورا الطبیعي عوامل نفي کوي او په بل سر کې یې ځینې متصوفان، فیلسوفان او شیعه مسلمانان دي چې په دې اړه له لومړۍ ډلې سره د نظر اختلاف لري. د لومړۍ ډلې په نظر د بل هر موجود مهم ګڼل، د خدای د فاعلیت او نقش د کمرنګه کولو معنا لري او په یو ډول سره په شرک کې حسابېږي حال دا چې دا خبره د نورو له نظره له توحید سره تضاد نه لري. په هره توګه دغه دعوې پر داسې مسایلو باندې دي چې کاملاً په میتافیزیک پورې اړه لري او نه شو کولای په علمي لارو چارو یې ختمې کړو. د دې مطلب تفصیل به بل ځای وګورو.

د انساني روابطو په حوزه کې د توحید معنا دا ده چې اجازه ورنه کړو چې په انسانانو کې دې څوک داسې لوړ مقام خپل کاندي چې نور خپل مرییان او د قران مجید په تعبیر خپل بنده ګان یې کړي. په اسلام کې د توحید دغه مفهوم هم هماغومره اهمیت لري چې لومړی مفهوم یې لري.

د دې مفهوم پر اساس کله چې ځینې انسانان تر متعارف او معمول مقام داسې پورته مقام ته ورسېږي چې وشي کولای خپله اراده پر نورو تحمیل کړي او هغوی خپل خدمت ته وګوماري او په قراني تعبیر سره ځینې انسانان د ځینو نورو په ولکه کې راشي، دا د ځینو انسانانو له خوا د ربوبیت له ګټلو سره یو شی دی چې دا بیا له توحید سره اړخ نه لګوي او حتی په عملي لحاظ دا ډول شرک لا خطرناک دی او د انسانانو پر ژوند باندې یې اغېزې تر هغه بل ډول شرک لا مضرې دي. دا په دې چې په لومړي ډول شرک کې انسانان په ځینو سېمبولیکو چارو باندې اکتفا کوي او په عمل کې یو ډول ازادي لري او برخلیک یې بل څوک نه ورټاکي او د ژوند په مهمو چارو کې یې بل څوک مداخله نه کوي. خو په دویم ډول شرک کې د ګڼ شمېر انسانانو برخلیک د ځینو نورو د هوسونو او غوښتنو ښکار کېږي، هغه هم داسې غوښتنې چې ختمېدا یې نشته او څومره چې د هغوی د واک او اختیار لمن پراخېږي، هماغومره د نورو په چارو کې یې مداخلې زیاتېږي او بیا خپلو همنوعانو ته څو ځله زیات مزاحمتونه کوي. په دې حالت کې نور چې څومره خواري وکړي چې ځان د دوی له ازاره لرې وساتي، امکان به یې نه وي؛ ځکه په دې وضعیت کې په منظم ډول خورا لوی سیستم رامنځته کېږي چې نوم یې قدرت دی او دا پر نورو باندې میدان تنګوي او نور خپل حال ته نه پرېږدي.

د قدرت ضروري غوښتنې

د قدرت داستان د بشر په تاریخ کې له پېچومو او کږلېچونو ډک داستان دی. له هماغه وخته چې انسانانو ډله ییز ژوند پیل کړی دی، د دوی تر منځ ځینې مناسبتونه او روابط رامنځته شوي دي چې د قدرت په نامه پدیده یې زېږولې ده. قدرت له هماغې شېبې چې راپیدا کېږي، د یوه مستقل عامل په توګه عمل پیلوي او سره له دې چې ظاهراً چلول يې د داسې کسانو په لاس کې وي چې قدرتمند او واکمن بلل کېږي؛ خو په عمل کې دا قدرت دی چې پر نورو واک چلوي او که واکمنان د هغه له منطقه سرغړونه وکړي، وار له واره به طرد شي او خپل ځای به له لاسه ورکړي ان که د قدرت د هرم په سر کې هم وي. قدرت په خپل ذات کې یوه وحشي او سرکشه پدیده ده چې بل منطق نه شي زغملای، نه د اخلاقو منطق، د نه علم او د دین منطق… قدرت ځان ته خاص منطق لري او هېڅ بل منطق ته غاړه نه ږدي. د قدرت منطق د بل هر منطق په نظر بې منطقي ښکاري او قدرت یوه بې منطقه پدیده پېژندل کېږي… خو قدرت خپل منطق ته اصالت قایل دی او هېڅ بل منطق په رسمیت نه پېژني.

د قدرت هڅه یوازې دا نه وي چې د نورو برخلیک په خپل لاس کې ونیسي؛ بلکې هڅه کوي د هغوی ذهنیت هم تر خپل اغېز لاندې راولي او د هغوی باورونه هم د خپلې غوښتنې او خپلو مصالحو پر اساس بدل کاندي چې خلک نه یوازې په ظاهره کې ورته تسلیم شي بلکې په باطن کې هم ورته ګونډه ووهي. په همدې وجه قدرت هڅه کوي علم او هنر او ان دیني مفاهیم خپل خدمت ته وګوماري او د هغوی په وسیله ځان په یوه داسې مستحکمه کلا کې خوندې کړي چې څو محافظتي قشرونه ولري او له هېڅ لوري ورته ګواښ پېښ نه شي. هره شېبه چې قدرت احساس کړي چې بل سیال ځواک یې رامیدان ته شوی دی او کولای شي ده ته خطر جوړ کړي، دا د لېونیانو په شان غبرګون ښيي او په دې وخت کې یې حقیقي څېره راڅرګندېږي. هغه پرېمانې وینې چې په تاریخ کې بهول شوې دي او هغه وحشتناک جنایتونه چې ترسره شوي دي، موږ ته د قدرت په اړه ګڼ شمېر غمجن داستانونه بیانوي.

البته په تاریخ کې ځینې استثناګانې شته چې ځینې انسانان واک ته رسېدلي او بیا یې هڅه کړې ده چې د قدرت منطق ته تسلیم نه شي او د اخلاقي وجدان، ایماني او خالصو دیني ژمنو پر اساس چلند وکړي؛ خو دوی ځکه ډېره موده پر واک نه دي پاتې شوي چې چال چلند یې د قدرت له منطق سره اړخ نه دی لګولی. دغه وګړي یا وژل شوي او یا یې ماتې کړې ده او یا زهر ورکړل شوي دي، دا په دې چې د قدرت د عمومي او تل پاتې قاعدې خلاف یې عمل کړی دی. څه چې د خلفای راشدین او عمر بن عبدالعزیز په اړه اورو همدې ټکي ته اشاره کوي.

زموږ په فکري تاریخ کې چا د قدرت پر مقولې په علمي او فلسفي توګه بحث نه دی کړی، په دې باره کې تحلیلونه خورا سطحي پاتې دي ان تر دې چې قاعده د استثنا پر ځای واقع شوې او استثنا ته د قاعدې په سترګه کتل شوي دي.

دا یوه لویه تېروتنه ده چې زموږ دیني – سیاسي تفکر په پېړیو پېړیو ورباندې اخته و. ډېرو خلکو فکر کاوه چې که خلکو ته دیني او ایماني روزنه ورکړل شي، کولای شو دغه ستونزه حل کاندو او که چېرې صالح انسان واک ته ورسېږي نو بیا به وشو کولای له دې توپاني او جبار ځواک څخه د اخلاقي هدفونو د پوره کولو لپاره کار واخلو. په همدې وجه یې هر وخت خلکو ته د صالحانو د حکومت زیری ورکړی دی او څوک چې له دې لارې سره بلد وو، ځانونه یې صالحان معرفي کړي دي او توانېدلي دي چې د خلکو پر برخلیک واکمن شي؛ خو په اخر کې هماغه فجایع بیا تکرار شوې دي.

په دې تفکر کې دې دوامدار او لوی واقعیت ته پام نه دی شوی چې موږ په خپل یو زر او څلور سوه کلن تاریخ کې خورا کم داسې کلونه موندلای شو چې په هغو کې دې اخلاق پر قدرت حکم چلولی وي او انسان دې توانېدلی وي چې پر خپل ایمان او وجدان باندې په تکیې سره د قدرت له معمولو مقتضیاتو څخه ډډه کړې وي او د حکومتولۍ متفاوته بڼه یې ښکاره کړې وي. د حکومتولۍ داسې بڼه هېڅکله د اصلي حکومتولۍ د سرمشق بڼه نه ده غوره کړې، یوازې له ځانه یې ځینې خوږې خاطرې پرې ایښې چې په ویناوو کې نقل کېږي او د ویناوالو په درد لګېږي، خو دې استثنايي حکومتونو زموږ په تاریخ کې د واکمنۍ پر چلند هېڅ اثر نه دی کړی. البته د داسې ایدیالو حکومتونو موجودیت هله منلای شو چې د دې استثنايي دورې په اړه ټول مثبت حکایتونه بې له شکه ومنو؛ خو که مخالف روایتونه او متضاد تعبیرونه یې هم په پام کې ونیسو؛ د دغو استثنايي دورو ځلا به هم تته شي. د مسلمانانو په تاریخ کې پر دې دورو باندې هم بحثونه او مناقشې وې او شته؛ خو له بده مرغه دغه مناقشې د ایدیالوژۍ په ولکې کې وې او ایدیالوژۍ پخپله د قدرت وسیلې او اوزار دي؛ نو موږ په دې مورد کې هېڅ داسې څېړنې نه دي لیدلې چې علمي امانت دې په کې مراعات شوی وي او حقیقتونه دې د ایدیالوژیو قرباني شوي نه وي.

کله چې د قدرت ماهیت په پام کې نه نیول کېږي او د هغه له خونړي تاریخ څخه لازم عبرت نه اخیستل کېږي نو دا خوږ تصور په اسانۍ سره منل کېږي چې که وګړي اصلاح شي، د قدرت د نظام ستونزه به پخپله حل شي او بیا به داسې نظام ولرو چې د قدرت او ځواک په اوج کې به هم کولای شي او هڅه به کوي چې کاملاً پاک او اخلاقي عمل وکړي.

د دې خلکو په باور ټوله ستونزه د انسانانو په فردي وضعیت کې ده او نور غټ او واړه عاملونه یې لکه فرهنګ، قانون، محیطي شرایط او نور له پامه غورځول کېږي او یا ورته لږ اهمیت ورکول کېږي.

د دې نظر خاوندان په دې فکر نه کوي چې له یوې خوا د وګړو باطني ښېګڼه یو پټ شی دی او د هغې د ارزولو لپاره کومه روښانه او بې ابهامه وسیله نشته، له بلې خوا ان که وګړی پخپله په لومړي سر کې صالح هم واوسي، څوک یې ضمانت کولای شي چې هغه به دغسې پاتې شي او کله چې شرایط نور وي او دی په واک کې وي، بدلېږي به نه. که فرضاً دغسې تغییر په کې راغی بیا به څه کوو؟

جالبه خو دا ده چې تاریخ مو له داسې مثالونو ډک دی چې ډېرو له ښو، منلو بې عیبو شعارونو څخه قدرت ته راغلي دي؛ خو چې څنګه یې واک خپل کړی، سړی یو مخ بدل شوی او هماغه د پخوانو لاره یې خپله کړې ده، هماغه پخواني چې دوی یې پر ضد راپاڅېدلي دي او د هغوی د راپرځولو لپاره یې وینې بهولې او ورانۍ یې کړې دي.

خو د نړۍ په هاغه بله څنډه کې، په غربي نړۍ کې، تر ترخو تجربو او خونړیو تباه کوونکو جګړو وروسته، ځینو فیلسوفانو او مفکرانو دې مسألې ته پام کړی دی چې اساسي ستونزه په قدرت کې ده نو باید قدرت په جدي توګه مطالعه کړو او په جزیاتو یې ځان خبر کړو، غوښتنې یې په پام کې ونیسو او مستقیمې او نا مستقیمې تابع ګانې یې وڅېړو.

پس له ډېرو کلونو او تر اوږدو بحثونو وروسته یوه عمده او اساسي نتیجه تر لاسه شوه: «قدرت فاسد کوونکی دی» او که مهار یې نه کړو د مفسادو د مخنیوي هېڅ لاره یې نشته. دغه نتیجه د ازادي غوښتنې په عصر کې په داسې شعار بدله شوه چې په هغو هېوادونو کې یې د خلکو تر منځ د نظر اتفاق رامنځته کړ، ټولو وویل چې اجازه به نه ورکوو چې قدرت د یوه شخص، یوې کورنۍ، یوې ډلې، یوه ګوند او خاصې طبقې په انحصار کې راشي… او باید په یوه خاصه نقطه کې د قدرت د تراکم مخه ونیسو.

زموږ د سیاسي تفکر په تاریخ کې دا عیب و چې د قدرت ماهیت او طبیعت په علمي توګه نه دي پیژندل شوي، دې ضرورت ته پام نه دی شوی چې قدرت او لارې یې باید مهار شي او خلک تل دې ته په تمه پاتې شوي دي چې حاکمان او د واک خاوندان به له دننه بدلېږي، خدای ته به مخ اړوي، له خدای او اخرته به وېرېږي او بیا به پر خلکو زړه سوځوي او پر سمه لاره به روانېږي. د (نصیحة الملوک) له کتابونو رانیولې تر سیاستنامو او نورو پورې ګڼ کتابونه د دې مدعا شاهدان دي. ګواکي دوی نه پوهېدل چې حاکمان هم د نورو غوندې انساني غریزې لري او دغه غریزې په دوی کې دومره ژورې ریښې لري چې له ځینو استثنايي موردونو پرته نور نو د هغوی د بدلېدو تمه بې ځایه او له عقله لرې ده.

د قدرت څو اړخیز مفهوم

هېره دې نه وي چې سره له دې چې سیاسي سلطه د قدرت تر ټولو جوت اړخ دی؛ خو په نوې نړۍ کې د قدرت مفهوم سلطې ته نه رالنډېږي. قدرت پراخ مفهوم لري چې سیاسي قدرت یې له ګڼو ډولونو څخه یو دی او اقتصادي یې بل. خو که د قدرت ژور مفهوم ته پام وکړو، قدرت یعنې پر انسانانو د اغېز شېندلو توان او هغوی خپل منظور کار ته محبورول. په دې صورت کې بیا قدرت د ژوندي موجود په بدن کې د وینې په څېر د بني ادمانو په ټولنیز ژوند کې روان دی.

دا سمه ده چې سیاسي واک د قدرت ښکاره او بربنډه تجلي ده، خو داسې به نه ګنو چې ګوندې معرفت، اطلاعات او هنر او نورې لارې به قدرت ته نه رسېږي؛ بلکې که د ننني ژوند پېچلتیاوو ته ځیر شو، کله کله به ووینو چې ځینې له نورو لارو په لا پراخ او ژور ډول د قدرت خاوندان کېږي او خپل قدرت تحمیلوي.

نو له یوې خوا له داسې پدیدې سره مخ یو چې ګڼ پېچلي او یو په بل کې ننوتلي اړخونه لري چې مطالعه او پېژندل یې سختوي او له بلې خوا داسې لارې مو مخې ته ږدي چې کولای شو له یوې لارې یې د نورو لارو لپاره د خنډ کار واخلو.

دا ټکی د غربي نړۍ په مشهورو کشفونو کې حسابولی شو. تر دې مخکې د قدرت په اړه یو ساده نظر موجود و او له قدرت سره علمي او میتودیک چلند یې سختاوه. خو نن سبا د قدرت رغوونکي عناصر او په عمومي حوزه کې یې مختلف تجلیات پېژندل شوي، قدرت ته د رسېدو لارې چارې او د قدرت د تحکیم او پراختیا لارې مطالعه شوې دي او دغسې نورې موضوعګانې؛ نو انسان ته د قدرت د مهارولو لارې هم هوارې شوې دي.

د دیموکراسي (ولسواکي) په پوهېدلو کې تېروتنه

هغه څه چې نن سبا ولسواکي نومول کېږي او پر سر یې زیات بحثونه روان دي، پخپله بل څه نه دی، یوازې د قدرت د مهارولو سیستم دی. هغه تخنیک دی چې وحشي او سرکشه قدرت په اهلي او اېل شوي قدرت بدلوي. له دې پرته نور نو د دیموکراسي په باره کې چې هر څه ویل کېږي، د موضوع حاشیې دي نه اصل یې. دا چې ځینې ګومان کوي دیموکراسي (ولسواکي) له اسلام سره نه جوړېږي، د هغوی بې خبري ښيي. دا کسان فکر کوي چې دیموکراسي یعنې شرابخوري، همجنس بازي، الحاد او نور؛ په همدې وجه له هغې سره جنګ اعلانوي او له دیني ارزښتونو سره یې په ټکر کې ویني؛ خو دا شیان اصلاً له دیموکراسي سره تړاو نه لري او یا د هغې په عرضي تبعاتو کې حسابېږي، نه یې په ذاتیاتو کې.

ځینې نور بیا د دیموکراسي د راپیدا کېدو تاریخي بهیر او د هغې فرهنګي بستر او فلسفي اتکا ته ګوري او ګومان کوي چې په دیني ټولنه کې ولسواکي نه شو جوړولای. دوی فکر کوي تر هغې پورې چې یوه ټولنه خاص دیني ارزښتونو ته ملزم وي، نه شي کولای دیموکراتیکه شي او د دیموکرات کېدو لپاره به د دین قید او بند له منځه باسو … او څرنګه چې دا کار امکان نه لري نو دین او دیموکراسي هېڅ سره نه جوړېږي.

دا سمه ده چې نننۍ دیموکراسي د نورو د تجربو محصول دی، په بل فرهنګي بستر کې رامنځته شوې، فلسفي تکیه یې بېله ده، د بشرپالنې (هومانیزم) او لېبرالیزم (ازاد فکري) تمایل په کې جوت دی؛ خو معنا یې دا نه ده چې ولسواکي خاص د همدغو ټولنو لپاره ده او که ټولنه هغسې نه وي، دیموکراسۍ ته نه شي رسېدلی.

دا هم سمه ده چې د دین ځینې تعبیرونه چې د منځنیو پېړیو تېز رنګ لري او له علمي لید سره مل نه دي، په عمومي حوزه کې له دیموکراسي سره نه جوړېږي. خو کولای شو د دیني متنونو او د دین په تفسیر او تشریح کې له نویو علومو په کار اخیستلو سره دا تعبیرونه تر نقد لاندې راولو او مسلمانې ټولنې وپوهوو چې ولسواکي له دین سره په ټکر کې نه ده.

دا موضوع به هله لا اسانه شي چې د دین اساسي مفاهیم لکه توحید، خدای پېژندنه او انسان پېژندنه وڅېړل شي او ځینې پخوانۍ انګېرنې چې د انسانانو د نابرابرۍ او د مرییتوب د دورې محصول دي، تر جدي علمي نقد لاندې ونیول شي.

څنګه چې ورته اشاره وشوه، د توحید له مهمو برخو څخه او د دین له اساسي ارشاداتو څخه یو یې دا دی چې انسان به د بل له بنده ګۍ او مرییتوبه وژغورو او دا کار تر هغې پورې ناممکن دی چې قدرت مو نه وي مهار کړی او هغه مو قانون ته نه وي تابع کړی. قدرت تر هغې پورې چې مهار شوی نه وي، اجازه نه ورکوي چې بې واکه او یا کمواکه انسانان په ازادۍ سره عمل وکړي، په ازادۍ سره خپله لاره غوره کړي، خپل دین په ازادۍ سره انتخاب کړي … او له نورو سره په ګډه خپل ډله ییز برخلیک وټاکي. ان په ډېرو موردونو کې به اجازه نه لري چې ازاد فکر وکړي او هغه پوښتنې چې د دوی په فکر کې ګرځي له نورو سره مطرح کړي. دوی به د ارزښتونو په دایره کې د اهل قدرت نظریاتو ته تابع وي او د ښه او بد تر منځ پوله به هماغه وګڼي چې د قدرت خاوندان یې تعینوي.

انسان په دې وضعیت کې نه شي کولای له خپل انساني ګوهر څخه ګټه واخلي او خپل انساني کرامت احساس کړي. د الهي پیغمبرانو له مهمترینو هدفونو څخه یو یې دا و چې انسانان به ازادوي، هم به بیروني ازادي ورکوي هم دروني. دروني ازادي یې دا چې دوی به د معنوي تعالي له لارو سره بلدوي او بیا به دوی کولای شي تقوا او خلاصون ته ورسېږي. بیروني ازادي یې په جمعي او ټولنیز ژوند کې له نورو سره د برابرۍ په وسیله ورکوله چې ټول به سره یو شان وي، جعلي تقدس به له منځه ځي، څوک به د بل انسان لپاره نه ټیټېږي، هر ډول تبعیض به ختم وي او له هر ډول برولۍ سره به مخالفت کېږي.

دا ټول او تر دې لا زیات شیان هله ممکنېدای شي چې قدرت مهار او اېل شي او د منلي او سنجول شوي چوکاټ په دننه کې عمل کوي. خو قدرت حریص دی او مړېدا یې نشته او په خاصه محدوده کې نه ایسارېږي. قدرت ځيږ او ظالم دی، له مخالفانو سره په توندۍ سره چلند کوي او که لازم وي وینې هم بهوي. قدرت مکرجن دی او که له خطر سره مخ شي، خپل رنګ بدلوي او مظلومانه څېره خپلوي. قدرت منبرونه خپل خدمت ته ګوماري چې ورته دعاګانې وکړي او کارونه یې تصدیق کاندي. قدرت شعر او ادب استخداموي چې مدحې ورته ولیکي او ښېګڼې یې تر بدګڼو زیاتې وښيي. قدرت هنر خپل چوپړ ته رانیسي چې په وګړو کې د هغه نفوذ زیات کړي او په فرهنګ کې یې ستنې ټینګې کړي. قدرت په عین وخت کې جذاب او وسوسه پارونکی دی او لږ شمېر کسان کولای شي ځان د هغه له لومې وساتي. قدرت خپلو غوښتنو ته د رسېدو یوه وسیله هم نه پرېږدي. قدرت کله کله سخت ځيږ او کرکجن ښکاري او وېره او ترهه خپروي؛ خو کله بیا ښکلی شي او زړونه یوسي. قدرت په خپل سلوک کې د وګړو تر منځ توپیر نه کوي، هر څوک چې یې حجلې ته ورشي، اطاعت ته یې مجبوروي… له سني عباسیانو رانېولې تر شیعه فاطمیانو پورې، د هتلر له نازيانو رانېولې د ستالین تر کمونیستانو پورې ټول مجبور وو چې یو ډول چلند وکړي، که د دوی تر منځ کوم توپیر و، هغه به په جزیاتو کې و.  

غیر له دې چې د دې مفهوم لپاره ګڼ شمېر، بې پایه تاریخي شواهد لرو، د قران مجید په ګڼ شمېر ایتونو کې په صراحت سره یاد شوی دی. فرعون چې له حضرت موسی سره یې د مقابلې حکایتونه په تکرار سره راغلي دي او پر بني اسراییلو باندې د هغه د ظلم خبره شوې ده، د هغه مکرونه، چلوټې، ګواښونه، دسیسې او توطیې یادې شوې دي، د قدرت او مستبدانه سیاسي واکمنۍ هېنداره ده. ځینې نور چې په قران کې په “الملأ الذین استکبروا” یاد شوي او په کراتو رټل شوي دي، هغه وګړي دي چې پر خپل زور، قدرت یا خپل مال باندې یې ځان لوی ګڼلی او پر نورو واکمن شوي او د نورو په اعمالو کې یې نفوذ کړی دی… که وغواړو دا مسأله د قران له نظره وڅېړو، باید جلا مقاله ورباندې ولیکو. دلته به همدومره اشاره وکړو چې هغه څه چې د قدرت او د هغه د رنګارنګو جلوو په اړه وویل شول، داسې تحلیل نه دی چې چا له ځانه جوړ کړی وي؛ بلکې قراني اساس هم لري او هم فلسفي تفکر ورته رسېدلی دی. 

 

قدرت تل هم بد نه وي

بله مهمه خبره دا ده چې له دې ټولو سره سره له قدرته تېښته هم نشته … څرنګه چې نیچه، فوکو او نورو ښودلي دي، قدرت مثبت اړخونه هم لري. دا قدرت دی چې انسان ورسره د پرمختګ لاره نیولی شي. د قدرت په وسیله خپلې ډېرې ښې هیلې پوره کولای شو، په قدرت باندې طبیعت تسخیرولای شو. قدرت مو د سمندرونو تل ته رسوي او د اسمانونو هسکو ته… دا به هم نه هېروو چې د انسان ټولې مدني لاسته راوړنې څه نا څه د قدرت پوروړي دي.

نو د قدرت له عیبونو او افتونو څخه د خلاصون لاره دا نه ده چې ځنې لرې شو او یا یې له منځه یوسو، دا نه ممکن دي او نه مطلوب. زموږ په تاریخ کې له دنیا څخه د تېښتې لارې شته چې هر وخت یې خلکو ته له ټولو دنیوي مظاهرو د لاس په سر کېدو ویلي دي، په تېره بیا له قدرت او سیاسي سلطې څخه؛ خو په عمل کې نه دي کامیابې شوې یوازې یې دومره کړي دي چې د ملتونو په جمعي لاشعور کې یې اختلال او دروني تناقض راپیدا کړي دي ځکه دا شی د انسان له غریزي غوښتنو سره په ټکر کې دی او د انسان په اړه اساسي واقعیتونه له پامه غورځوي. 

که وغواړو هم د قدرت له ګټورو خواوو ګټه واخلو او هم یې له منفي اړخونو څخه ځان وساتو، یوازې یوه لاره لرو او هغه د قدرت مهارول دي. که قدرت مهار شي تر کنټرول لاندې به وي او سرغړونه به نه کوي. انسان باید پر قدرت سپور شي، نه قدرت پر انسان. ټوله خبره همدا ده چې قدرت باید عقلانیت ته تابع شي. قدرت باید اخلاقي معیارونو ته نژدې شي، قدرت باید دیني ارزښتونو ته غاړه کېږدي … بالاخره قدرت باید انساني څېره خپله کړي. او دا کار ممکن نه دی؛ مګر دا چې قدرت اېل کړو او قانون ته یې تابع کړو.

ولسواکي دا لاره هواروي او بلکې پخپله دې غوښتنې ته د رسېدو لاره ده؛ خو څرنګه؟

 

د دیموکراسۍ پر لور ګامونه

لومړی ګام د فرهنګي اساساتو اصلاح ده. فرهنګي اصلاحات پراخ او څو اړخیز کار دی چې ډېر وخت غواړي. د فرهنګي اصلاحاتو یوه نتیجه د قدرت له مخه د پردې لرې کول دي. که قدرت وپېژندل شي او د هغه چلونه بربنډ شي، دوکې به یې خورا کمې شي. د انسان نا پوهي د قدرت سرغړونو او له قانونه تېښتې ته لاره هواروي. څومره چې جهل زیاتېږي، هماغومره د قدرت خپل سرۍ زیاتېږي او څومره چې پوهه زیاتېږي هماغومره پر قدرت غلبه زیاتېږي. دا خورا اسانه او د پوهېدو وړ فورمول دی. د تاریخ ټول استبدادونه او خپل سرۍ د انسانانو د جهل او ناپوهۍ او یا د ناسمو معلوماتو د ورکولو په وجه رامنځته شوي دي. همدا د جهل تیاره ده چې کولای شو په کې خپله څېره مقدسه وښييو او اوسپنیز نظامونه ساز کړو او په اسانۍ سره د زرګونو او میلیونونو انسانانو د وینو د تویولو فتوا ورکړو، هغه که مذهبي فتوا وي که حزبي … دا د خلکو د بې خبرۍ او ناپوهۍ برکت دی چې قدرت ته بې درېغه توان وربخښي.

د فرهنګي اصلاحاتو په نتیجه کې به قدرت نور نه شي کولای ځان مقدس وښيي، د هغه رازونه رسوا کېږي او چل ول یې بربنډېږي، مصنوعي برم یې ختمېږي او هیبت یې خاورې کېږي، د هغه په مقابله کې د انسان جرأت زیاتېږي او انسان خپله ازادي محسوسوي، کار ځنې اخلي او په قدر یې پوهېږي. بیا چا ته اجازه نه ورکوي چې دا غمی ځنې واخلي.

په همدې وجه سره له دې چې لیکوال د فرهنګي اصلاحاتو او سیاسي اصلاحاتو له دیالکتیکي رابطې ناخبره نه دی؛ خو فرهنګي اصلاحات پر سیاسي سمونې مقدم ګڼي. هر ډول سیاسي اصلاحات چې فرهنګي ملاتړ ورسره نه وي، د پایېدو چانس یې نه وي. تاریخ په دې اړه زیاتې نمونې په یاد لري.

د قدرت د مهارولو په لاره کې دویم ګام د درې ګونو قواو د تفکیک هماغه مشهوره مسأله ده چې ورسره د یوه بنسټ په لاس کې د قدرت د راټولېدو مخه نیولای شو. دا د ولسواکۍ تر ټولو مهم اړخ دی، ان تر دې چې بې له دې به د دیموکراسي په نامه هېڅ شی نه وي.

ورپسې ګامونه هم باید پورته شي چې ولسواکي سمه په پښو ودرېږي او بې روحه تش په نامه دیموکراسي– لکه څنګه چې په ځینو شرقي هېوادونو کې یې وینو – پاتې نه شي؛ بلکې په یوه واقعي او ګټور نظام بدله شي. په دې کارونو کې یو هم د مدني ټولنو پیاوړي کول دي، هغه داسې چې د مختلفو مدني ټولنو په فعالیت سره به له یوې خوا د دولت د اوږو بار سپک شي چې د خپلو مسوولیتونو د ښه تر سره کولو لپاره وزګار شي او له بلې خوا لا زیات خلک په جمعي فعالیتونو کې برخه واخلي چې دا بیا دوې نورې ګټې لري: یوه دا چې په جمعي فعالیتونو کې برخه اخیستل، خلک په خپلو قابلیتونو او توانایۍ باورمن کوي او ورسره زیات استعدادونه فعالېږي، په نتیجه کې اجتماعي ښېرازي رامنځته کېږي. بله دا چې خلک خپلو مستقیمو لاس ته راوړنو ته خوشحاله کېږي او د هغوی په ساتنه کې لا زیاته برخه اخلي، یعنې د زورواکو نظامونو بر خلاف په دې حالت کې خلک سیل بین نه پاتې کېږي. د دې ټولو نتیجه د دولت د نقش تتېدل دي، دولت به د نورو بنسټونو تر څنګ یو بنسټ پاتې شي او نور به تر پښو لاندې کولای نه شي.

که د دولت نقش محدود شي او د نورو بنسټونو هغه زیات، د قدرت سخت زړی به نرم شي او د انسانانو تر منځ هغه زړه ستونزه چې د دوی ازادي او انساني کرامت به یې ځنې اخیستل، له منځه لاړه شي. البته ممکن د هرې ټولنې له وضعیت سره سم د دولت نقش به یو څه متفاوته وي، مثلاً په دې لحاظ چې یو ملت د اجتماعي تکامل په کوم کې پړاو کې دی، فرهنګي پراختیا او اقتصادي وضعیت یې څرنګه دی … په ځینو ټولنو کې به د دولت نقش حد اکثر، په ځینو کې حد اقل او په یوه نیمه کې به منځنی وي. دا د هرې ټولنې د تیوري جوړونکو کار دی چې د مسألې جزیات په ډاګه کړي. غواړو دلته همدا خبره روښانه کړو چې د مدني بنسټونو تقویه، کولای شي د قدرت په منظومه کې توازن او انډول رامنځته کړي او د قدرت د ورانیو مخه ونیسي.

د سیاسي ګوندونو تر منځ قانوني، ازادې او رڼې سیالۍ د ولسواکۍ د پیاوړي کولو په لاره کې بل ګام دی. دا به د قدرت سوله ییز لېږد، بې له دې چې څوک په خشونت او زور لاس پورې کړي، اسانه کړي. د داسې ګوندونو موجودیت چې وشي کولای په خپلو کې سالمه سیالي وکړي، د خپلې ټولنې له اوضاع سره سم مختلفې طرحې جوړې کړي او له خپلو طرحو څخه په استدلال دفاع وکړي، حتمي چاره ده.

ازادې رسنۍ او مطبوعات د دیموکراسۍ بله ستن ګڼل کېږي؛ ځکه که خلک د اجرایي قوې او نورو بنسټونو له کارونو خبر وي، د دوی اعمال به ښه وڅاري او هغه ستونزه چې د خلکو د ناخبرۍ په وجه په مستبدو نظامونو کې پیدا کېږي، له ازادو رسنیو سره به حل شي. ازادې رسنۍ د نظام له خوا د واقعیتونو د پټولو مخه نیسي او ټولنه پر هغه څه خبروي چې ورباندې تېرېږي، په دې توګه د خلکو سیاسي شعور زیاتېږي، مختلفو نظرونو او طرحو ته د راوتلو فرصت ورکول کېږي، د ځواکونو تر منځ د تفاهم زمینه برابرېږي او په ګډ ژوندانه کې د لا زیاتو همکاریو لاره هوارېږي.

ممکن په دې کې ځینې نور شرطونه لکه د اقلیتونو د حقونو خوندیتوب او د اپوزیسیون نقش او نور هم ورزیات کړای شو. څوک چې له سیاسي علومو سره آشنا دي، پوهېږي چې یاد موردونه د دیموکراسي د پلي کېدو له مهمترینو شرطونو څخه دي چې معمولاً د خلکو د حاکمیت تعبیر ځنې کېږي، که څه هم چې دغه تعبیر ممکن یو څه ساده ګڼل شوی وي.

خو دا چې دیموکراسي د اخلاقي سر اېله توب او بې بندوبارۍ د رواجولو په معنا تعبیرېږي او ځینې فکر کوي چې که چېرې یوه ټولنه په دیموکراتیکه طریقه اداره شي نو خامخا به دغه شیان ورسره وي، وجه یې دا ده چې دغه خلک په سیاسي علومو نه پوهېږي او هم پر ټولنپېژندنې او نورو اړوندو علومو پوره خبر نه دي. ځکه په لږې مطالعې سره به پوه شو چې یاد اخلاقي مسایل اساساً فرهنګي چارې دي او د وګړو په فرهنګ او تمدن پورې اړه لري. د مختلفو هېوادونو تجربې ښودلې دي چې د اخلاقي مسایلو په وړاندې د دوی دريځ د دوی په فرهنګي وضعیت پورې تړلی دی، نه په دې پورې چې دیموکراتیک دي که نه دي. یعنې که یوه ټولنه پیاوړې دیني او مذهبي روحیه درلودلی وي، کله چې دیموکراسي ورته راغلې ده د شدید سیکولر نظام له لرلو سره سره یې بیا هم دیني او اخلاقي وضعیت چندانې نه دی بدل شوی او وګړو یې خپلو دیني چارو ته خپله پابندي ساتلې ده. د کمالي ترکیې تجربه د دې مسألې څرګند مثال دی. برعکس په ځینو ظاهراً دیني نظامونو کې د وګړو د فرهنګي ضعف په وجه اخلاقي کمزورۍ زیاتې شوې دي او که دغه نظامونه واقعیتونه له خلکو پټ نه کړي، وبه وینو چې په دې ټولنو کې اخلاقي ګډوډۍ تر نورو زیاتې دي ان تر دې چې اجتماعي نقادان او روښانفکران یې د دې ټولنو د اخلاقي سقوط نمونه ګڼي.

که د دولت نقش کمزوری شي او نور بنسټونه د مذهبي او فرهنګي هغو په ګډون، د ازادو فعالیتونو چانس ولري، کولای شي خلک دیني او اخلاقي ارزښتونو ته وهڅوي او دا به تر هغې څو واره بهتره وي چې د کېبل او متروکو په زور خلک دیندارۍ ته راوبولو؛ ځکه تحمیلي او جبري وضعیت تل د خلکو د عکس العمل سبب کېږي د نظام له خوا د ټاکل شویو ارزښتونو پر وړاندې د دوی کرکه راپاروي. خو هغه څه چې بې له زور او اکراه، په باطني لېوالتیا او په قناعت سره ومنل شي، رښتوني به وي او تر ډېره به وپايي.

دیموکراسي په دې لحاظ هم د دین او اخلاقي ارزښتونو په ګټه ده چې ټولو ته دا فرصت ورکوي چې په ازاده او قانوني سیالۍ کې خپله متاع بازار ته راوړي او خلکو ته هم د انتخاب چانس ورکوي. دینداران په دې کې هېڅ شک نه لري چې د الهي سنت پر اساس حق به کامیابېږي او ریښه به غځوي او باطل به کډه باروي: “فأما الزبد فیذهب جفاء و أما ماینفع الناس فیمکث فی الأرض” په همدې وجه هغه دینداران چې د حکومت کولو شوقیان نه دي او یوازې غواړي معنویت او د دین عالي ارزښتونه خوندي وي، له دې تقابل څخه هېڅ وېره نه لري؛ بلکې غېږه ورته پرانیزي او ان که ځینې خلک داسې لاره غوره کړي چې ظاهراً له دیني ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، دا هم داسې پدیده ګڼي چې د فجور او تقوی او دین او بې دینۍ د مقابلې په اړه له الهي سنتونو سره اړخ لګوي؛ ځکه قران مجید په دې باره کې واضح او څرګند ایتونه لري.

که ولسواکي بل هېڅ کمال ونه لري او یوازې د انسانانو په ټولنیز ژوند کې قدرت مهار کړي او قدرت د قانون په وسیله اېل کړي، همدا به د انسانانو لپاره بهترین خدمت وي او ورسره د توحید د مفهوم د یوې برخې د تحقق لپاره به بهترینه لاره وي. په همدې وجه لیکوال غواړي یو ځل بیا تکرار کړي چې د مشهورې فقهي قاعدې له مخې “ما لا یتم الواجب إلا به فهو واجب” (هغه څه چې له هغه پرته واجب نه تکمیلېږي، پخپله هم واجب دی) ولسواکي یوه شرعي اړتیا او اسلامي فریضه ده او هغه کسان چې په اسلامی ټولنو کې د دیموکراسي د تحقق لپاره صادقانه هڅه کوي، په حقیقت کې د اسلام د یوه اساسي مقصد لپاره یې ملا تړلې ده.

One thought on “دیموکراسي (ولسواکي) اسلامي فریضه ده”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *