مرکه کوونکی: ميوند آرين

لوی افغانستان اوونیزې په هند کې له افغان محصل ایمل څړوال پښتون سره مرکه کړې.

ښاغلی څړوال په هند کې د افغان محصلانو په ستونزو او اړتیاوو غږیدلی.

————————————————————

 میوند آرین: په هند کې د زده کړو او فرصتونو اړوند که راته ووایاست؟

ایمل څړوال: هند د افغنستان یو ستراتیژیک ملګری اودوست هیواد د ی، د ګران هیواد د اقتصادي او ټولنیزو پروژو د رغونې تر څنګ د زده کړو په ډګر کې هم سترې مرستې کړي،

زما په اند تر نورو مرستو د زده کړو په ډګر کې مرستې ډیرې اړینې دي، په هندي پوهنتونو کې افغان زده کړیالانو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې شوي، افغانان په مختلفو پوهنتونو کې د هند بیلا بیلو برخو کې په زده کړو بوخت دي، چې د هند دولت او افغان دولت په مرسته د راغلیو افغانانو تر څنګ یو شمیر په شخصي لګښت هم زده کړې کوي.

میوند آرین: د افغان محصلینو د ستونزو اړوند که مالومات راکړئ؟

ایمل څړوال: ستونزې خو په هر ځای او هر ټولنه کې د ژوند نه بیلیدونکې برخه جوړوي، افغان زده کړیالان په هند کې ستونزې لري، خو په هند کې د نوي افغان سفیر له راتلو سره یو څه کمې شوي، عمده ستونزې د زده کړیالانو اقتصادي حالت دی، دوی د میاشتې ۱۰۰۰۰ هندۍ روپۍ تر لاسه کوي چې د میاشتنیو لګښتونو لپاره ډیری وخت بسنه نه کوي، د کورونو کرایې لوړې دي، د علمي کتابونو لپاره اضافي پیسې نه ورکول کیږي، دوی مجبور دي چې له خوراک څخه سپما وکړي او نور اړین لګښتونه پرې پوره کړي، بله ستونزه په ډیرو ځایونو کې د کورونو او د استوګنې د ځایونو پیدا کول هم ستونزمن دي، که افغان دولت دې برخې ته پاملرنه وکړي نو د زده کړیالانو اړتیاوې به تر یوه بریده هوارې شي.

 میوند آرین: تاسو مخکې د اقتصادي ستونزو خبره وکړه، دا خبره زده کړیالانو له سفارت سره شریکه کړې؟ که شریکه کړې یې ده سفارت څومره مرسته کړې؟

ایمل څړوال: زما په اند د دې ستونزې هوارې د سفارت له توان څخه پورته دی، په هند کې په زرګونه افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، که افغان دولت له هندي لوري سره په دې اړوند خبرې وکړي نو اقتصادي ستونزې به هم هوارې شي او هغه د استوګن ځایونو ستونزه به هم هواره شي.

میوند آرین: زده کړیالان ټولنې نه لري چې د دې ستونزو د هواري لپاره لاس په کار شي؟ په ځانګړي ډول د استونګن ځایونو د پیدا کولو په چاره کې؟

ایمل څړوال: د زده کړیالانو ټولنې شته، خو څنګه مې چې مخکې وویل، اقتصادي ستونزې سترې پانګې ته اړتیا لري، زده کړیالان نه شي کولای دومره ستر بار ته اوږه ورکړي، پاتې شوه د استوګن ځای د پیدا کولو ستونزه، هغه د ټولو افغان زده کړیالانو ګډه ستونزه ده، دوی له یوه بل سره مرسته کوي خو ځاي خلک ټولو ته په یوه سترګه ګوري، دا ډیره جدي ستونزه ده، زده کړیالان ډیرې وخت د استونګن ځای د ستونزې له امله تر ذهني فشار لاندې راځي چې د زده کړو د لارې خنډ یې جوړیدلای شي.

میوند آرین: د پوهنتون په چاپیریال کې افغان زده کړیالان ستونزې لري؟

ایمل څړوال: ستونزې خو د ژوند برخه ده، تر کومه ځایه چې زه خبر یم افغان زده کړیالان په پوهنتونو کې جدي ستونزې نه لري، کیدای شي ځینې وړې ستونزې ولري، په هغه کچه ستونزې کیدای شي په کابل پوهنتون کې هم زده کړیالان ولري، هغه به د دې له امله نه وي چې ګویا دوی په پردي هیواد کې زده کړې کوي ځکه له دې ستونزو سره مخ کږي.

میوند آرین: د افغان زده کړیالانو تر منځ څومره همغږي شتون لري؟

ایمل څړوال: څه نا ځه همغږي شتون لري، د پوهنتون تر کچې همغږي په پراخه کچه شتون لري، په ځینې ځاینو کې د ایالت او یا ښار په کچه افغان زده کړیالان ناستې کوي، ټولنې لري او د ستونزو د هواري لپاره په ټولیز ډول عمل کوي، خو د ټول هند په کچه د افغان زده کړیالانو تر منځ د همغږۍ او اړیکو خبره ډیره پیکه او نیمګړې ده.

میوند آرین: ډیرې وخت ځینې رسنۍ داسې خبرونه خپروي چې په هند کې افغان زده کړیالان له اسلام څخه اوړي او بل دین غوره کوي، دا تر کومې کچې ریښتیا ده؟

ایمل څړوال: دا خبره مطلق درواغ دي، هره رسنۍ چې دا ډول خبرونه او افواهات خپروي هغه د پردیو په لمسه کار کوي، په ځانګړي ډول هغه خلک چې د پنجابي اسټبلشمنټ او د آی. ایس. آی د څارګرې ادارې په کاسو را لوی شوي دي، دې کار ته ډیره لمن وهي، دوی پوهیږي چې افغانستان یو مطلق مذهبي هیواد دی او افغان ټولنه تر هر څه مذهب ته لومړیتوب ورکوي او ډیره ورته ژمنه ده، دوی هڅه کوي چې د دا ډول کرغیړنو تبلیغاتو له امله به افغان کورنۍ هند ته د زده کړو په موخه د خپلو بچیانو په استولو کې زړه نازړه او یا به یې بیخي مخالفت وکړي، که خدای مکړه همداسې وشي نو د افغان ولس یو بل نسل به له زده کړو بې برخې او بدمرغه شي.

میوند آرین: د هند او افغانستان پر اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو افغان زده کړیالان څه اغیز لرلای شي؟

ایمل څړوال: هند په نړۍ کې د یوه ستر اقتصادي قوت په توګه مطرح کیږي یا په بل عبارت مطرح هیواد دی، هند هم د افغانستان په څیر زراعتي هیواد دی چې د کرنې د مدرنیزه کولو تر څنګ یې صنعت ته هم پاملرنه وکړه، افغان زده کړیالان د دې ځای د اقتصادي پروژو له نیږدې څخه لیدنه کولای شي، د اقتصادي پلانونو څیړنه او په عملي ډګر کې د طرحو د عملي کولو لارې چارې له نیږدې څارلې شي، دا به د ځوانو استعدادونو په روزنه کې ستره ونډه واخلي او د هیواد د کرنیز سیستم د مدرنیزه کولو تر څنګ به د هیواد د صنعتي کولو په چاره کې هم ستره ونډه ولري.

د سیاسي اړیکو اړوند ویلای شو چې هند په نړیواله کچه د دیموکراسۍ مور ګڼل کیږي، دیموکراسي په هند کې په طبیعي ډول شتون لري او په طبیعي ډول پالل کیږي، پر افغان زده کړیالانو به یې اغیز د پام وړ وي، بله خبر دا ده چې دلته په پوهنتونونو کې له هندي زده کړیالانو سره په نیږدې اړیکو کې پاتې کیږي، همدا ځوانان دي چې د هیواد په راتلونکو اقتصادي، سیاسي او کلتوري پریکړو کې به په مستقیم ډول ښکیل وي، د دوی اوسنی نیږدیوالی به په راتلونکي کې د ښه ملګرتوب لامل شي.

له پیړیو را هیسې د تاریخ په هر موړ کې مونږ له هند سره یو ډول نه یو ډول کلتوري تړاو درلودلی، دلته په میلیونونو پښتانه ژوند کوي، د هغوی شتون په دې خلکو یو، نه یو ډول اغیز ښندلی او د هند کلتور بیا دلته میشت پښتانه اغیزمن کړي.

په هند کې اوس هم د پښتنو د ژبې او ژمنې خبرې کیږي، دوی اوس هم په دې باور دي چې پښتون له سره تیریږي خو له ژبې او ژمنې نه تیریږي.

میوند آرین: مننه چې زمونږ پوښتنو ته مو په حوصله ځواب ووایه.

ایمل څړوال: کور ودان، هیله کووم.

له تاسې هم مننه، د هوسا،  پر ځان بسیا او خپلواک لوی افغانستان په هیله.

————————————–

له لوی افغانستان اوونیزې څخه په مننې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *