د فیسبوک ځینې  ملګري‌ همدومره کوي چې کومه ورځ‌ رخصتي  لرو په هغه کې راته کار ګوري.‌ دا څو ورځې په فیسبوک کې په دې بحث روان دی چې پښتني مېرمنې ولې چادرۍ په سر کوي،‌ خو داسې یوه تحقیقي‌ مقاله یو ځوان هم نه لیکي‌ چې پښتنې مېرمنې ولې او د کومو مجبوریتونو له مخې چادرۍ په سر کوي.‌

زما یو ملګری له کورنۍ سره په اروپا کې ژوند کوي، مېرمن او ان کوچني لورګانې یې ټیکري په سر کوي،‌ خو دده په وینا چې افغانستان ته لاړ شي نو مېرمن یې له چادرۍ پرته ښار ته نشي وتلی، ددې دلیل څه دی، ولې افغانې مېرمنې زموږ په ښارونو کې له چادرۍ پرته د ویرې احساس کوي،‌ ولې موږ لوستي نارینه دې ته ترجیح ورکوو چې مېرمنې مو همدا د ځینو ملګرو په قول بوجې په سر کړي؟

د چادرۍ پلویانو ته ضرور نه ده چې دې موضوع ته اسلامي‌ رنګ ورکړي، ځکه ټولنیز منطقي‌ دلایل هم شته چې د چادرۍ اغوستل یې پر موږ لازمي کړي. پر شرعي اړخ یې ټینګار ناسم دی،‌ ځکه زه د سومالیا،‌ اندونیزیا،‌ افریقا،‌ مصر، سوریې،‌ لبنان، عراق، شام او ډېرو نورو هېوادونو مسلمانې مېرمنې ګورم چې حجابونه یې سره توپیر لري. دا بیا بېله مسله ده چې حجاب او چادري بیخي‌ بېل شیان دي.

د دنیا ټولو قومونو له اسلام سره خپل کلتورونه هم ور ګډ کړي دی، همداسې چې افغانان نیم قران مني‌ او نیم نه مني،‌ د دنیا نور مسلمان قومونو هم له اسلام منلو سره سره خپل ځینې پخواني دودونه ساتلي دي.‌ د نړۍ زیاتره مسلمانې ښځې  ټیکري په سر کوي،‌ د چا لوی وي او د چا واړه، توپیر یې همدومره دی چې هر چا حجاب داسې منلی چې ددوی له کتلور سره اړخ ولګوي.‌ د افغانانو په کلتور کې هم د ښځو حجاب ټیکری و،‌ چې وروسته له هنده چادرۍ وارد شوې،‌ ټولنه خرابه شوه، انقلابونو او جګړه ییزو حالاتو خلک سپين سترګي کړل،‌ قوماندانسالاري او ټوپکسالاري پیدا شوه نو که چا چادرۍ نه په سر کوله هم مجبور شول چې د خلکو له ویرې یې په سر کړي.‌

ډېرې داسې کیسې مې اوریدلي‌ چې د چا خور یا لور بازار ته یا د کلي‌ په لارو کې پرته له چادرۍ لیدل شوې، د کوم قوماندان یا زورو ټوپکوال سترګې پرې خوږې شوي،  نو یا یې لاس ور اچولی او یا یې په زوره ځان ته غوښتې ده.‌ د لارو کوڅو ځوانان او د ښار دوکانداران خو مو ان په چادرۍ لرونکو نجونو پسې شپیلي وهي، که  نجلۍ یا ښځه بې چادرۍ له کوره ووځي د ګاډو تر هډې پورې به لس تنه اوږې ورسره وجنګوي، سترګګ به ورته ووهي،‌ شفرونه او پرزې به له یوه او بل لوري اورېدل کېږي.‌ ډېری نارینه ددې لپاره چې له چا سره په جنجال وانه وړي لازمه ګڼي چې مېرمنه یې ورسره په چادرۍ کې روانه وي، ځکه که یو څوک دده په مېرمنې پسې غږ کوي او یا کومه اشاره کوي نارینه مجبورېږي چې ځواب یې ورکړي، ډېر ځله په داسې مسایلو کې خبره له لاس اچولو ان تر مرګه رسېدلې ده،‌ ځکه افغانان د خپلې مېرمنې مخې ته خپل توهین یا سپکاوی ان د مرګ په قیمت هم نه شي زغملی.

چادرۍ له شرعي او کلتوري اړخه په چا نه شو منلی،‌ دلایل لټول ورته هسې زموږ افغاني ضد دی چې غواړو له خپل هر ښه او بد کلتور نه دفاع وکړو، خپل هر ښه او بد عمل ته د اسلام او افغانیت رنګ ورکړو.‌ چادرۍ اوس مهال زموږ د مېرمنو یو مجبوریت دی او له دې مجبوریته به هغه وخت خلاصېږي چې زموږ ټولنیز اخلاق سم شي،‌ د کوڅو او بازارونو د نارینه و ذهنونه په علم او پوهه روښانه شي،‌ جنسي‌ محرومیتونه ختم شي،‌  قوماندانسالاري‌ او ټوپکوالي ختمه شي او لنډه دا چې ګران وطن مو سوله سوله او مینه مینه وي.‌

2 thoughts on “دین، کلتور که مجبوریت/ عزت الله شمسزی”
  1. ښاغلی شمسزی له تبصری څخه مو مننه،او دا خبره ډیری افغانان هغه که دینی علما دی او یا نور عام مسلمان ولس منی چی چادری په اسلام کی کوم اساس نلری خو په لنډو خپل اند داسی در سره شریکوم.چی:حجاب په اسلام کی د جمهور تر منځ په درې ډوله دی.۱-اعلی حجاب۲-اوسط۳-ادنا حجاب
    اعلی حجاب هغه دی چی یوه مومنه ښځه و نه غواړی چی د دې غږ حتی دفتار او د چادری څخه بهر ظاهری څیره یی نا محرم خلک وګوری یانی دا ښځه کوښش کوی چی له کوره بهر ونه وځی سیوا له زینی مهمو مجبوریتونو څخه.چی اوس داسی ښځی په اسلامی نړۍ کی ډېری کمی تر سترګو کیږی
    اوسط حجاب هغه دی چی یوه مسلمانه ښځه پل ورځنی کارونو لپاره له کوره وزی ځو هغه ټول بدن په مکمله توګه پټ ساتی هغه که په چادری وی ،په ټکری او یا له کومی بلی لاری یانی مخ یی پټ ساتی
    ادنی حجاب هغه دی چی یو مومنه ښځه له کوره د باندی وزی له داسی حجاب سره چی مخ د لاسونو منګولی او له ښینګیرو لاندې پښی یی ښکاری.لکه کوم حجاب ته چی تاسو اشاره وکړه چی ډیری عربان یی اغوندی
    خو راغلو دې ته چی تاسو ویلی چادری له هنده راغلی کلتور دی خبره دی سمه ده خو که هندی کلتور هم دی اما د حجاب له کبله له اسلامی حجاب سره ورته والی لری یانی اوسط حجاب کی شامیلیږی
    تاسو یو ځای لوی او واړه ټکری ته اشاره کړی ده هر رقم ټکری چی یوه مومنه ښځه په سر کړی مطلب دادی چی سیوا له مخ ،لاسونه او پښو څه نور ټول بدن یی پټ وی او د بدن برجسته غړې یی هم ښکاره نشی.
    نو له دې لحاظه د رواج په پرتله ستاسو تبصره سمه بولم او دحجاب لپاره چادری یوه ښه بیلګه کیدی شی.
    په درنښت
    انجنیر امان الله امین

  2. چادرۍ ته موږ حجاب ویلای نشو، دا یوه سیاسي کڅوړه ده لکه د ګوانتانمو د بندیانو د سر کڅوژه۰ دا بوجۍ انګریزانو په افغانستان کې را دود کړې۰
    حجاب ــ هغه کالي دي چې د یوې ښځې د بدن لوړوالئ او ټیټوالئ پکې مالوم نشي، تر څو د پردي سړي سترګې پې وه نه لږي۰
    خبره راغله زمونږ په اوغاني کالیو څلور متره ټکرئ، اوه متره کمیس، پنځه متره پرتوګ۰ چې ټول کیږي شپاړس متره یا ګزه کالي۰ نو دلته سوال پیداکيږي چې زما دا (۱۶) متره افغاني کالي حجاب ندي څه دي؟
    مونږ خپل ښکلي اوغاني کالي له( ډاره) په انګریزۍ بورکه یا چادرۍ کې پټ کړي۰ او په ډیر فخر ورته سندرې جوړه وو چې: ( به زیر چادري چُشما ره قربان)۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *