د ژوند په بیلابیلو چارو کې مبالغه او تر حدودو څخه تیری ته افراط ویل کېږي، موږ د دینی افراطیت پر هغه بڼه غزیږو چې ځینو ته په دین کې تقوا ښکاري ، په داسي حال کې اسلام واضح اصول لري او د ژوند په اړه د الله تعالی احکام هم واضح دي له دې احکامو تجاوز نه یوازي چې تقوا نه ده بلکې واضحه ګمراهي او انحراف دی.
الله ج په دین کې د افراط په اړه اهل الکتابو ته د افراط له امله د کمراهۍ خبرداری ورکوي چې ګني همدا افراط یې په زیان دی . لکه الله ج فرمایې
[سُوۡرَةُ المَائدة : 77]
قُلْ يٰٓأَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوا فِى دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوٓا أَهْوَآءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِن قَبْلُ وَأَضَلُّوا كَثِيرًا وَضَلُّوا عَن سَوَآءِ السَّبِيلِ
ووايه: اې اهل كتابو! په خپل دين کښي ناحقه افراط مه كوئ او د هغو خلكو د افكارو پيروي مه كوئ چي، ستاسي څخه مخکي په خپله هم ګمراه شول، او ډېر نور یې هم بې لاري کړل؛ او د عدل او اعتدال له سمي لاري څخه واوښتل.
( اهل کتابو په تورات او انجیل کې د اخري نبي محمد ص ټولې نښانې صرف نظر وګرزولې یوازي پر عسویت او یهودیت کلک ودریدل )
د ژوند په ډېرو چارو کې الله ج مسلمانانو ته ډېر واضح احکام وضع کړي دي خو بېله دې چې ځیني د الهي احکامو موافق او مطابق عمل وکړي او فکر جوړ کړي ، الهې احکام او امور صرف نظر ګرزوي فکر کوي چې په دې توګه الله ج راضي کوي خو برخلاف ددې دوی د الله د احکامو ښکاره تیری کوي او بیا یې دین ته منسوبوي ، که د نړۍ په یو غیر مسلمان هیواد کې کمي حادثې را مینځ ته کیږي دوی په الحمدالله او الله اکبر ځانونه ستړی کړي او منبرونه خو په هر تقریر د کافرانو د تباهې په شعارونو تاوده وي ، ځکه په دین یې نه وه خو حال داچې د غیرو مسلمانانو سره د رابطې په اړه د الله ج پېغام ښکاره دی او د الممتحنه په ۸ او ۹ ایات کې ددې وضاحت ورکوي.
، الله تعالی فرمايي: {لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ} [الممتحنة: 8، 9].
الله تعالی تاسی د هغه (کافرانو) سره د احسان (دوستۍ) او عدل څخه نه منع کوي چې د دین په باب یې ستاسي سره جنګ نه دی کړی ، او تاسی یې د خپلو کورونو څخه نه يي ویستلي، بی له شکه الله تعالی عدل کونکي خوښوي،
په حقیقت کې الله تاسی له دې څخه منع کوي چې تاسي د هغه چا سره چې ستاسي سره د دین په سر جنګ کوي او تاسی یې د خپلو کورونو څخه ویستلي یاست او ستاسی په ویستلو کې یې (د نورو سره) همکاري کړی ده، او ستاسی له جملی څخه چې څوک د هغوي سره دوستي کوي همدوي ظالمان دي.
ددې دوه ایتونو د مضمون سره سم د محاربو کافرانو سره چې په دین درسره جنګیږي ملکیت مو قبضه کوي دوستي او محبت ناروا کار دی، دویم ډول کفار هغه دي چې هغوي غیر محارب دي، دوي که ذمیان وي او که معاهد کافران وي د هغوي سره د ښه سلوک، نیکۍ او عدل او انصاف تعامل پکار دی، همدا هغه معتدل او متوازن دریځ دی چې مسلمان یې باید په خپل ژوند کې غوره کړي او ددې بر خلاف په دین کې افراط انحراف او ښکاره ګمراهي ده.
کله چې الله پاک خپل رسول ته په الهي احکامو د پریکړي حکم ورکوي نو عادی مسلمان څنګه دا توقع کوي چې تر الهي احکامو پر تیری یا په بل عبارت افراط به الله ثوابونه ور کړي او ځیني راضي به شي.
الله تعالی فرمايي: [سُوۡرَةُ المَائدة : 49]
وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَنۢ بَعْضِ مَآ أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ …الخ
نو [اې محمده (ص)!] ته د الله له نازل کړي قانون سره سمه ددې خلكو د چارو فېصله وکړه، او د هغو د خواهشاتو پيروي مه كوه. پام كوه چي دا خلك تا په فتنه کښي وانه چوي، يوه ذره قدري دي هم له هغه هدايت څخه وا نه ړوي چي خداى تا ته درلېږلی دى.
همدارنګه په سورة البقره کې الله پاک هغه څوک د ځان دوستان بللی دي چې د الله تر احکامو تجاوز نه کوي.
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 194]
الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمٰتُ قِصَاصٌ ۚ فَمَنِ اعْتَدٰى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدٰى عَلَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوٓا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ
د حرامي مياشتي بدله هماغه حرامه مياشت ده او د ټولو حرمتونو مراعات به يو شان برابر وي؛ نو كه څوك پر تاسي تېرى وکړي، تاسي هم په هماغه ډول پر هغه تېرى وکړئ. البته له الله څخه په وېره کښي اوسئ او په دې وپوهېږئ چي الله د هغو خلكو ملګرى دى چي د هغه د حدودو له ماتولو څخه ډډه كوي.
په همدې توګه د سورةٌ المائدة په ۸۷ ایات کې الله پاک مسلمانانو ته یادوي چې د الله ج هیڅکله د الله تر احکامو تیري کونکې نه خوښوي ،
[سُوۡرَةُ المَائدة : 87]يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبٰتِ مَآ أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوٓا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ
اې مؤمنانو! كوم پاك شيان چي الله ستاسي لپاره حلال کړيدي، هغه مه حراموئ؛ او له حد څخه تيرى مه كوئ. تيرى كوونكي د الله ډېر بد ايسي،
یوازي دا نه چې په دین کې افراط کمراهې ده ان په مسنونو عباداتو کې رسول علیه سلام مسلمانان پر اعتدال امر کړی دي او د سختۍ څخه یې منع کړې ده.
یقول عبد الله بن عمرو بن العاص: قال لى رسول الله -صلى الله عليه وسلم- :« ألم أخبر أنك تصوم النهار وتقوم الليل؟ ». قلت : بلى. قال :« فلا تفعل ، فإنك إذا فعلت ذلك هجمت عيناك ، ونفهت نفسك ، إن لعينك حق ، ولنفسك حق ، ولأهلك عليك حق ، صم وأفطر ، وقم ونم ».
عبد الله بن عمرو بن العاص وايي ماته پیغمبر علیه السلام وفرمایل: خبر شوی يم چې ته د ورځی روژه نیسی او د شپی قیام اللیل کوی؟ ما ورته وویل: بلی همداسی ده، ویې وفرمایل: داسی مه کوه، ځکه که داسی کوې نو سترګی به دی ضعیفه شي او ستړی شي، ستا د سترګو هم په تا باندی حق دی، او د ځان دی هم په تا حق دی، او د اهل وعیال دی هم پرتا حق دی، نو روژه هم نیسه او افطار هم کوه، او قیام اللیل هم کوه او ویده کېږه هم.
په دین کې اعتدال د اسلام اصل دی ، او څوک چې دا اصل په نظر کې نه نیسي یا یې صرف نظر کړي اصلاً یوازي د مسلمانۍ ادعا کوي.
عن أنس بن مالك – رضي الله عنه أنه قال: جاء ثلاثة رهط إلى بيوت أزواج النبي – صلى الله عليه وسلم – ، يسألون عن عبادة النبي – صلى الله عليه وسلم – ، فلما أخبروا كأنهم تقالوها ، قالوا : فأين نحن من رسول الله – صلى الله عليه وسلم – ، وقد غفر له ما تقدم من ذنبه وما تأخر ؟ قال أحدهم : أما أنا فأصلي الليل أبدا ، وقال الآخر : وأنا أصوم الدهر ولا أفطر ، وقال الآخر : وأنا أعتزل النساء ولا أتزوج أبدا ، فجاء رسول الله – صلى الله عليه وسلم – إليهم ، فقال: «أنتم الذين قلتم كذا وكذا؟ أما والله ، إني لأخشاكم لله ، وأتقاكم له ، ولكني أصوم وأفطر ، وأصلي وأرقد ، وأتزوج النساء ، فمن رغب عن سنتي فليس مني». أخرجه البخاري ومسلم.
دری تنه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ازواج مطهراتو څخه د یوی کور ته ورغلل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبادت په اړه پوښتنه وکړي، کله چې هغوي د پیغمبر علیه السلام په عبادت پوه خبر او پوه شول نو داسی ښکاره شو چې هغوي دا لږ وګڼل، بیا یې (د ځان سره) وویل: زموږ او د پیغمبر علیه السلام څه تناسب؟ هغه ته خو الله تعالی د هغی مخکې وروسته ټول ګناهونه بخښلی دي، نو یو یې وویل: زه به ټول شپه د همیش لپاره لمونځ کوم، بل وویل: زه ټول عمر روژی نیسم او هیڅ به افطار نه کوم، او بل وویل: زه به د ښځو نه لیری اوسیږم او هیڅکله به واده ونکړم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته ورغی، او ورته یی ویل: تاسی هماغه کسان يئ چې دا خبرې مو کړي دي؟ په الله قسم زه ستاسی په نسبت د الله تعالی څخه ډیر ویریږم، او ستاسی په نسبت ډیر متقي هم یم، مګر زه روژه هم نیسم او پریږدم یې هم، لمونځ هم کوم او ویده کېږم هم، او واده هم کوم، نو چا چې زما د کړنلارې څخه مخ واړاوه نو هغه په درسته توګه زما د لاری پیرو نه دی.
د رسول علیه سلام په ډېر شمیر احادیثو کې پر اعتدال زیات تاکید او ټینګار شوی دی.
عَنْ جَابِرٍ قَالَ: مَرَّ رَسُولُ الله – صلى الله عليه وسلم – عَلَى رَجُلٍ قَائِمٍ يُصَلِّي عَلَى صَخْرَةٍ، فَأَتَى نَاحِيَةَ مَكَّةَ، فَمَكَثَ مَلِيّاً، ثُمَّ أَقْبَلَ فَوَجَدَ الرَّجُلَ عَلَى حَالِهِ يُصَلِّي، فَجَمَعَ يَدَيْهِ ثُمَّ قَالَ: “أيُّهَا النَّاسُ عَلَيْكُمْ بِالْقَصْدِ، عَلَيْكُمْ بِالْقَصْدِ، فَإِنَّ اللهَ لا يَمَلُّ حَتَّى تَمَلُّوا”).
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو سړي ترڅنګ په داسی حال کې تیر شو چې هغی په یوه لویه ډبره لمونځ کاوه، پیغمبر علیه السلام د مکې لور ته راغی او ډیر ساعت هلته پاتی شو، بیا چې بیرته راوګرځیده هغه سړی یې په هماغه حالت کې په لمانځه بوخت ولیده، نو خپل لاسونه يې را یوځای کړل او ویې ویل: ای خلکو وسطیت او میانه روي اختیار کړئ، میانه روي اختیار کړئ، ځکه الله تعالی د ثواب ورکولو څخه نه ستړی کېږي تر څو چې تاسی ستړي نه شئ.
او په اخر کې ددې یادول اړین دی!
هغه څوک چې خپل درک او فهم اسلام ګڼی بیله اسلامي احکامو، او خپل فکر او درک د الهي ارادې مظهر ګڼی ، او په دین کې افراط ته همیشه پر الهي احکامو ترجیح ورکوي، مطلق ګمراهان او دالهي احکامو سره واضح په تضاد کې دی.