نن د پکتیکا ولایت بیلابیلو ولسوالیو دیني عالمانودیوې لویې غونډې په ترڅ کې په هیوادې کې د انسانانو ناحقه وژنې، زورونې،ناخوالې اوځانمرګي بریدونه چې له مخې یې دبې ګناه انسانانو وینې تویګي ناحقه اوداسلامي شرعیت خلاف عمل وباله اودیوه پریکړه لیک په خپرولوسره یې له وسلوالومخالفینواودولت څخه یې دهرډول انسان زورونکوکړنو دبندیدوغوښتنه وکړه .

په غونډه کې بیلابیلوعلماکرامواوقومي مشرانوپه خپل وارسره په ټول هیواد اوپه ځانګړې توګه پکتیکا ولایت کې هغه کړنې چې داسلامي شریعت خلاف اودانسانانو دزورونې لامل کیږي په سختوټکو وغندلې اوله ښکیلوغاړویې غوښتنه وکړه چې نوردې داډول کړنوته دپای ټکی کیږي.

مولوي محمدنعیم دهیوادپه سیاسي حالاتوباندې رڼا واچوله اوګاونډي هیوادونه یې تورن کړل چې دخپلو شومواهدافو په درلودلوسره نه غواړي چې په هیوادکې سوله ،پرمختګ اویوالی رامنځته شي.نوموړي دنیکمرغۍ اوپرمختګ یواځنۍ لاردالهي قانون (قران کریم) احکمام پرځان عملي کول یادکړل اوغوښتنه یې وکړه چې دواړه لوري دې الهي کتاب ته درناوی ولري اوله انسان وژنې دې لاس واخلي.

دپکتیکا والي ښاغلي انجنیر عبدالکریم متین دسولې اویوالي په ارزښت خبرې وکړې اوسوله یې دخدای تعالی حکم اوداسلامي امت لویه هیله یاده کړه اوپروسلوالومخالفینویې غږ وکړچې دافغانستان داسلامي جمهوري دولت سره دسولې په ټغرکیني اونور له ورور وژونې لاس واخلي .

همدارنګه ښاغلي متین په ټولنه کې دعالمانو په ارزښت هم خبرې وکړې اودوي یې دنبي (ص) وارثین یادکړل اوپه ټولنه کې یې ددوي رول ترهرچامهم اوسرنوشت سازوباله.

په غونډه کې دعلماکرامو لخوا (۸) ماده ییز پریکړه لیک هم ولوستل شوچې په پکې ددولت له وسلوالومخالفینواو دولت څخه دسولې اوپخلاینې غوښتنه ،دمسلمانانوپه منځ کې دپردیودلاس وهنې مخنیوی،دټوپک اوتورې پرځای دیني اوعصري علوموته مخه کول،له بې ګناه وژنو او زورونوڅخه ډډه کول اوپه لویه پکتیا په ځانګړې توګه پکتیکا کې ملي اواسلامي ارزښتونوته درناوی اود وروګلوۍ په فضاکې خپل ژوند تیرول،ددغه اته ماده ییزپریکړه لیک مادې وې چې دغونډې ګډونوالوته واورول شوې .

 

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *