د ننګرهار علماو ددې ولايت د روداتو ولسوالۍ په حصارک جامع جومات کې دتېرې ورځې بريد په کلکه وغانده او عاملين يې د اسلام بدناموونکي وبلل.
علماو وويل: د دا ډول بريدونو ترسره کوونکي د طالبانو په جامه کې داسلام د بدنامولو،مسملمانانو د وينو تويولو او دخدای دکورونو ورانولو لپاره مټې رانغاړلي او ګاونډی پاکستان يې ملاتړ کوي.
دوی پر يو والي ټينګار وکړ او دهېواد له علماو يې وغوښتل ، چې نور چپه خوله نشي او د داډول بريدکوونکو په مخنيوي کې له دولت سره همکاري وکړي.
د ننګرهار علماو وروسته له هغې دوسله والو مخالفينو پر وړاندې خپل توند غبرګون څرګند کړ، چې دروژې پر پنځمه دجمعې پر مبارکه ورځ د روداتو ولسوالۍ په حصارک جامع جومات کې د ترهګرو له لوري ځای پرځای شويو چاوديدونکو توکو دچاودنې له امله دجومات دملا امام په شمول څلور تنه شهيدان او له اتياوو ډېر ټپيان شول.
علما داځل دتېر په پرتله په يو خوله ښکاريدل او دياد بريد له امله پر پاکستان غوسه وو.
د ننګرهار دحج او اوقافو رئيس مولوعبدالظاهر حقاني د خبرو په پيل کې د روداتو ولسوالۍ اړوند دحصارک جامع جومات خطيب مولوي عبدالرقيب او له هغه سره دريو نورو شهیدانو ارواحوته د بخښنې او دپېښې ټپيانوته دبېرنۍ روغتيا دعا وکړه.
حقاني وويل: د دين او هېواد دوښمنان دطالب او عالم په جامه کې جومات ورانوي او د مسلمانانو وينې تويوي ،چې پر وړاندې يې بايد علما چوپه خوله پاتې نشي.
عبدالظاهر حقاني پر علماو غږ وکړ ، چې د دغه دوښمن پر وړاندې سره يوشي او دخپل دين او هېواد په دفاع کې له حکومت سره ودرېږي.
دحج او اوقافو رئيس په افغانستان کې هرډول جنګ ناروا وباله او له هغو علماو يې وغوښتل ، چې ټوپک کېږدي ،چې دامهال دهېواد او دين پر وړاندې جنګېږي.
په ورته وخت کې دهېواد جيد ديني عالم مولوي قندهاري ځنې ديني عالمان مذبذب وبلل او ترې ويې وغوښتل چې له دغه حالته را وځي او حق پلوي وکړي.
مولوي قندهاري پاکستان د هرې وسله والې ډلې په تمويل او ځای ورکونه تورن کړ،ويې ويل:په افغانستان کې وسله والې او جنګېدونکې ډلې دياد هېواد په نارواو راټولو شويو پيسو تمويلېږي او له دې سره بیا خپل جنګ روا بولي.
ننګرهار والي سليم خان کندوزي چې د علماو په دې غونډه کې يې ګډون کړی و، د حصارک په جامع جومات کې دشوي بريد قربانيانو فاتحه واخيسته او دقربانيانو کورنيوته يې دتسليت مراتب وړاندې کړل.
کندوزي وويل:دې سره داسلام دوښمنان چې دطالب له ښايسته نوم نه ناوړه ګټه پورته کوي نړيوالو ته اسلام مبارک دين د تشدد او ظلم دين ورپيژني،خو په وينا يې دې موخو ته به ونه رسېږي.
کندوزي خواشيني وښوده، چې جوماتونه چې دسولې کورونه دي، وسله وال يې الوزوي او لمونځ کوونکي يې شهيدانوي.
دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال په ننګرهار کې جومات او لمونځ کوونکي په نښه کوي ،بلکې تر دې وړاندې يې ځنې نور جوماتونه هم خپلې نښې ګرځولي او ګڼ شمېر لمونځ کوونکي يې شهيدان کړي.