دا څرګندونې د لغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي دولایتي شورا دمنشي الحاج محمد ظاهر حسین خېل اوغړو قوماندان عطیق الله عبدالرحیمزي او حاجي عبدالعزیز خان په مشرۍ د مرکز او الینګار ولسوالۍ دلس ګونو دیني علماؤ،قومي مشرانو او ځوانانو سره په ګډه غونډه کې په ډاګه کړي، نوموړي له قومي مشرانو او دیني علماؤ غوښتنه وکړه چې ددولت وسلوال مخالفین وهڅوئ ترڅو دسولې له روانې پروسې سره یو ځای او د جګړو څخه لاس واخلي،نوموړي قومي مشرانو ته په اشارې زیاته کړه چې قومونه دې ددولت سره اوږه پر اوږه ددې زمینه برابره کړي ترڅو له موجودو امکاناتو څخه په استفادې د ولسي ستونزو د راکمولو په برخه کې ګټه پورته کړو .
ښاغلي نعیمي یو ځل بیا ژمنه وکړه چې دلغمان میشتو ولسونو ټولې ستونزې ،غوښتنې او وړاندیزونه يې په بېلابېلوغونډو او ناستوکې او ریدلي او دحل لپاره يې شپه ورځ تلاش کوي ترڅو لومړیتوبونو ته په کتو دمرکزي دولت، نړیوالومرستندویانو او اړوند وزراتونو په مرسته څومره چې ژر کیږي دحل مناسبه لار ولټوي،
وروسته په وار سره دمرکز او الینګار ولسوالۍ یادو قومی مشرانو خبرې وکړي او یادونه يې وکړه چې لغمان میشت ولسونه دخپل نظام،ولایتي ادارې او امنیتي ځواکونو ملاتړي دي او هڅه به وکړي چې دموجودو ستونزو په راکمولو کې مهم رول ترسره کړي،دوی د خپلو خبرو پرمهال دموجودو امنیتي ننګونو او ولسي واټن په راکمولو کې په خپله د ادارې او نظام رول اړین وباله او غوښتنه وکړه که امنیتي او کشفي ځواکونه له دقیقو اطلاعاتو وروسته خپل خوځښتونه ترسره او دبې ګناه ملکي خلکو دنیولو او بندي کولو څخه لاس واخلي نو ډیر ژر به ددولت او ولس ترمنځ واتن راکم شي .
ددې ترڅنګ قومي مشرانو دخپلو سیمو اوخلکو یوشمېر ستونزې یو په یو دولایتي ادارې دمشرتابه سره شریکې چې وروسته لغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي دوی ته دهر راز همکارۍ ډاډ ورکړل او یادونه وکړه چې ددولت ټولې ادارې د ولس خدمتګارې دي اوهیچاته به ددې اجازه ورنکړي چې خدای مه کړه ولس ته تکلیف ورکړي.