افغانستان-لغمان
نېټه: ۹/۸/۱۳۹۴
د لغمان د سولې ولایتي کمېټې د دارالانشاءدفتر
دیني علماء دې د تپل شوې جګړې پر نا رواوالي او ناروا والي ولسونه وپوهوي 🙁 د مهترلام دمرکزي دارالعلوم ښوونکي)
نن د یوې لوی راټولیدنې په ترڅ کې دلغمان مرکزي دارالعلوم لسګونو دیني علماؤ په هغه غونډه کې چې دسولې ولایتي کمېتې مشرتابه حاجي محمد عمر اود یاد دفتر یو شمېر غړو ترڅنګ پکې دمعارف ریاست داسلامي تعلیماتو مرستیال مولوی حیات الله او ګڼ شمېر دیني علماؤ او استادانو برخه لرله په ډاګه کړي.
دوی پر ټولو دیني علماؤ غږ وکړ چې دخپل نفود او محبوبیت څخه په استفادې چې دولسونو په منځ کې يې دمذهبي لارښوود په صفت لري ولسونه د روانې تپل شوي جګړې پر ناروا والي او ناروا والي وپوهوي او د مسجدونو د منبرونو له لارې په خپلو وعظونوکې ورته د اسلام دمبارک دین په رڼا کې دې دسولې پر اهمیت او دجګړو پر زیانونو هر اړخیز معلومات ورکړي.
دوی په خپله برخه کې ژمنه کوله چې په ټول قوت سره به دسولې دټېنګښت او عامه ذهنیت رغونې لپاره کار کوي او هڅه به وکړي چې دممکنه لارو په استفادې ددولت وسلوال مخالفین وهڅوي ترڅو له جګړولاس واخلي او دسولې لاره خپله کړي.
په یاده غونډه کې دیو شمېر وینا والو ترڅنګ په وارسره دسولې ولایتي کمېټې مشرتابه حاجي محمد عمر هم خبرې وکړي او په لنډو ټکو يې د سولې پروان تقریباً پنځه کلن مزل لنډه رڼا واچوله او یاده يې کړه چې دسولې عالي شورا دایجاد راپدیخوا ددې شورا په چوکاټ کې خورا زیاتې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي، خوشبین شته چې ددې هڅو پایله به دهېواد لپاره په بېساري ډول ګټوره وي.
ښاغلي عمر په ټولو غږ وکړ چې په هېواد کې د روان ناورین دپای ته رسولو لپاره دملي یووالي لاره خپله کړي او دسولې روان بهیر دپياوړتیا سره مرسته وکړي،ترڅود نورو بربادیو مخه ونیول شي.
نوموړي دخپلو خبرو په وروستیو کې په لغمان ولایت کې د ولایتي ادارې لخوا هر اړخیزو مثبتو اقداماتو او فعالیتونو ته په اشارې زیاته کړه، کله چې سوله او ډاډ من امن وي نو حکومت،مرستندویه نهادونه او موسسات به کولی شي چې په مرکز او ولسوالیو کې دبېکارۍ دکچې راټېټولو او ولسي ستونزو دحل په موخه پراخې ټولګټې پروژې پلي کړي.کوم چې اوس يې تطبیق د امنیتي ستونزو له امله تر ډیره بریده د ستونزو سره مخ دی.