۲ برخه –

اِملا او رسم الخط:

د پښتو هره لیکنه باید د یوې معیاري املا او رسم الخط سره سمه وشي ،په اوس وخت کې دوه معیاري املاګانې او رسم الخطونه دي: یوه هغه املا ده چې د کابل پښتو ټولنې له خوا جاري او منل شوې ده او په ګرد افغانستان کې نافذه ده او د نړۍ مشهورې پښتو راډیو ګانې ،لکه بي بي سي(BBC)،ازادي راډیو،امریکا غږ او داسې نورې د همدې املا په رڼا کې خپلې خپرونې او لیکنې ترسره کوي، تردې چې د انټر نیټ نړۍ(فیس بک اونور) او موبایل ټلیفونونو پښتو لیکنې هم د همدې رسم الخط مطابق دي ،او د مایکروسافټ ورډ او نورو پښتو سافټ ویرونو کې همدا املا کارول شوې ده ،یعنې دا یوه نړیواله منل شوې املا ده او بله املا د پښتو اکېډیمي پېښور له اړخه جاري شوې ده چې د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت له خوا منظوره او نافذه ده او د کابل پښتو ټولنې د املا او رسم الخط سره د نرمې ’’ی‘‘ او د همزې د استعمال نه سِوا بل څه څرګند فرق نه لري،مثلاً: د پښتو ټولنې د املا مطابق نرمه’’ی‘‘ د ’’ی‘‘ په شکل ليكل کېږي، لکه: ’’دا ښه سړی دی.‘‘ او د پښتو اکېډیمۍ د املا مطابق به دغه جمله داسې لیکل کېږي: ’’دا ښهٔ سړے دے‘‘.

’’ لیک نښې‘‘ (Punctuation)

لیک نښې هغه دي چې د یو عبارت په لوستنه او پوهېدنه کې لازمه اساني او سهولت راولي، جملې او کَلِمې سره بېلوي ، په هره لیکنه کې دهغو خیال ساتل لازمي او ضروري دي ، د لیک نښو څخه خالي لیکنه د لوستونکو د پاره ډیرې ګرانۍ پېښوي او مشکلات زېږوي او په ځینو ځایو او وختونو کی خو ترې سمه معنی اخیستل هم ستونزمن وي، د دغو لیک نښو تفصیل په لاندې ډول دی:

1 ټکی یا نقطه (Full stop) (. ) :دا نښه د مکملې جملې په اخر کې ایښودل کېږي او د جملې پوره کېدل او اخر ته رسېدل ښیي، لکه : دا ښه کتاب دی. زه پرون بازار ته لاړم . ما بوټان واخېستل. نوټ: په پښتو عبارت کې به عامې عربي جملې بې له ’’واوینو‘‘لیکلی شي. 2 چپه پېښ یا کامه (Comma) (،): دغه نښه د یوې لنډې وقفې یا سکتې لپاره کارول کېږي او معمولاً د دوو کَلِمو او یا د دوو نیمګړو جملو په منځ کې استعمالېږي، لکه: حامد ، محمود او احمد په امتحان کې کامیاب شول. خوشحال خان د پښتو لوى شاعر ، ستر ادیب او پوخ مفکر دی. د معترضه جملې د بېلولو لپاره درې طریقې رائجې دي :

1 د معترضه جملې په شروع او اخر کې چپه پېښ (کامه) ولیکلی شي ،لکه: محدث قتیبه بن سعید ، رحمه الله ، د بغلان و.

2 د چپه پېښ په ځاى (ـ) کش،یعنې ډیش (Dash) لیکلی شي، لکه: حافظ ابن حجرـ ﷲ دې وبخښي ـ د فتح الباري مصنف دی.

3 د قوسینو په منځ کې ګېره کړی شي، لکه: اشرف غني ( الله دې مُوفق لري) د افغانستان ولسمشر دی. دا درې دواړه طریقې صحیح دي خو ’’کش‘‘ (ـ) والا طریقه زیاته واضحه ده.

4 له یو څخه د زیاتو اسمونو، یا فعلونو په منځ کې’’کامه‘‘ او د اخري اسم، یا فعل نه مخکې’’او‘‘ راځي، لکه: افغانستان، پاکستان، هند او بنګله دېش د جنوبي ایشیا ملکونه دي. هلکه! خوره، څښه او سبق وایه.

5 ټکی او چپه پېښ (Semi colon) (؛): د زیاتې وقفې لپاره کارول کېږي، د کلمو تر منځ نه راځي بلکې په هغومرکبو جملو کې چې د معنٰی له مخې سره شریکې او یو له بله تړلې وي ؛ استعمالېږي ، لکه: دهغې مالدارۍ نه چې سړی کبرجن کوي؛ غریبي ښه ده.

6 دوه ټکي (Colon) (:) د خبرې او وینا د شروع کېدو نه مخکې دوه لاندې باندې ټکي(:) راځي، لکه: الله فرمايي: ’’ای مومنانو! سمه درسته خبره کوئ۔‘‘ همدارنګه: وویل، وايي، ویلي، خبره کوي، او داسې نور، ددې نه پس به دا دوه ټکي لیکل کېږي، همدارنګه د یوې کَلِمې، یا یوې جملې د تفسیر او تشریح، یا د یو شي د تقسیم دپاره استعمالېږي، یعنې دا چې له جملې اوکلمې وروسته مطلوبه شرح لیکل کېږي، لکه: د اسلام پنځه ارکان دي: کلمه، لمونځ (نمونځ)، زکات، روژه او حج. او همدارنګه د ’’مثلاً ‘‘ ’’لکه‘‘ او داسې نورو الفاظو نه پس هم ’’دوه ټکي‘‘ لیکل کېږي۔ تنبیه! دا ’’دوه ټکي‘‘ (:) د’’چې‘‘ په ځاى استعمالېږي؛ کله چې دا استعمال شوې وي؛ ’’چې‘‘ نه استعمالېږي، لکه : د اسلام پنځه ارکان دي: کلمه، لمونځ، زکات ، روژه او حج او كه ’’چې‘‘ استعمال وي، نو بيا دا دوه ټكي نه استعمالېږي، دې جملې ته وګورئ: احمد وايي چې مونږ سبا پېښور ته ځو. او : احمد وايي: مونږ سبا پېښور ته ځو.

7 سوالیه(؟( Question Mark)(دغه نښه د سوال او پوښتنې په وخت کې استعمالېږي او د هر قسمه سوالیه جملې په اخر کې راځي، جمله مکمله وي ،یا نهٔ ، لکه: دا سړی څوک دی؟ چرته دی؟

8 فجائیه (Interjection) (!): دغه نښه د غږ او ندا په وخت کارول کېږي او د منادٰی او امریه جملې وروسته لیکل کېږي، لکه: ای الله! واهلکه! ای زلمیه! دلته راشه! همدارنګه د تنبیه، تعجب، آفرین، شاباس، خوښۍ او داسې نورو الفاظو نه پس هم لیکل کېږي، لکه: خبردار! اوه څومره ښکلې مرغۍ ده! آفرین په دې مړانه! شاباس! واه واه! کله چې پوښتنه او تنبیه دواړه مطلوب وي، د پوښتنې اوتنبیه نښې یوځاى استعمالېږي، لکه: د الله لپاره دا څه حال دی؟! د سوالیه نفي د پاره چې اثبات ظاهروي؛ د هغې نه پس هم دا نښه لیکلی شي، لکه: ولې نه!

9 د اقتباسیه واوینو ( Inverted Commas) استعمال: ۱ د یو شخص وینا، یا کلام به د واوینو ( ’’…….‘‘) دننه راځي. ۲ په حدیثونو کې یواځې د الله تعالٰی، یا د نبيﷺ کلام په اقتباسیه واوینو کې راځي. ۳ که د چا کلام په واوینو کې ولیکل شي، نو که کلام په قوسینو کې دننه وي، نو واوین به د اخري قوس نه بعد لیکل کېږي، لکه ﷲ تعالٰی فرمايي: ’’دا (شپه) سلامتیا ده، د سبا ختلو پورې (ده)۔ ‘‘ ۴ که د جملې په اخر کې د توضیح الفاظ په قوسینو کې وي، نو ټکی (Full Stop) (یا سوالیه نښه) به د قوسینو دننه راځي. 10 قوسین (Bracket): د یو لفظ، ترکیب او خبرې د وضاحت لپاره قوسین استعمالېږي، لکه: حجر اسود (تورکاڼی). 2 په قوسینو کې د ’’یعنې‘‘ مفهوم پروت وي، په دې وجه د قوسینو دننه د’’یعنې‘‘ استعمال غلط دی. غبرګ کنیت( Surname): 1 په پښتو کې د عربۍ د غبرګ کنیت راتلو په صورت کې به ’’ابو‘‘ په ’’ابي‘‘ سره نه بدلېږي، لکه: ’’ ابن ابو طلحه‘‘ لیکل درست دي. 2 ’’بني اسرائیل‘‘ کې ’’بني‘‘ په ’’بنو‘‘ مه بدلوئ ، په پښتو کې ’’بني اسرائیل‘‘ لیکل غوره دي. تنبيه: د ليكلو مقصد د خلقو پوهول او پېغام رسول دي، ددې وجې نه د ليكلو ژبه دې عامه او ساده وي ، تردې حده پورې چې یواځې په اورېدلو سره نالوستي خلق پرې هم پوه شي. خو ددې مطلب دا هم نه دی چې د كومو اصولو رعايت دې ونه شي، نه! بلكې د املا او رسم الخط د مسلَّمه اصولو او د ژبې د قواعدو لحاظ ساتل هم ضروري دي، ددې فائده دا ده چې ليكنه او تحرير د يوې علاقې او سيمې پوري نه محدودېږي بلكې عالمګير او نړيوال حيثيت خپلوي. هدايات 1 ’’ڼ‘‘ حرف د ’’نړ‘‘ په ځاى استعمالېږي، يعنې د تُفَّاح (سېب) پښتو ترجمه مڼه ده، نه منړه، همدارنګه اصم (بهرا) ترجمه ده: كوڼ، نه كونړ. 2 ’’يې، ئې‘‘ كې او كښې، ځمكه، زمكه، په دغو کې هره بڼه صحيح ده خو د کې او کښې په ځای كښ، او د ځمکې او زمکې په ځای مزكه ليكل صحيح نه دي. 3 د پښتو پنځه قسمه ياګانې دي: 1 نرمه (ی): چې د پښتو اکېډیمۍ د نوې املا مطابق’’ے ‘‘ او د پښتو ټولنې د املا مطابق ’’ی‘‘ لیکلی شي، يعنې د نرمې يا دوه شكلونه دي: يو شكل (ى) يې په افغانستان او جنوبي پښتونخوا كوټه وغيره كې استعمالېږي او بل شكل(ے) يې په خېبر پښتونخوا كې استعمالېږي، مثلاً: يوه جمله ده، زمرے او سواتے بازار ته لاړل، سواتے اوس راغلے دے خو زمرے لا نهٔ دے راغلے. په افغانستان او جنوبي پښتونخوا كې دا جمله داسې لېكل شي: زمرى او سواتى بازار ته لاړل، سواتى اوس راغلى دى خو زمرى لا نه دى راغلى. د نرمې ی نور تفصیل:

۱ اصلي ساکنه (ى) د نومونو په اخر کې د مذكر نښه ده، لکه: منګی، لرګی، سړی. ۲ غیر اصلي (ی) د صفتونو په اخر کې د نسبت لپاره راځي، لکه:کابلی، پېښوری. ۳ دځینونومونو په اخر کې د تصغیر لپاره ده، لکه:هلکی، ټوپکی. ۴ د صوتونو په اخر کې صوتي نښه ده، لکه:دربی، شرنګی. ۵ د مرکبو صفتونو او فعلونو په اخر کې د نسبت نښه ده، لکه: سپین ږیری، پی مخی. ۶ د مصدرونو او فعلونوپه اخر کې د فعلي صفت نښه ده، لکه: تللی، راغلی، وهلی. ۷ د ځینو مصدرونو په اخر کې د حاصلِ مصدر نښه ده، لکه: ورکاوی ، خلاصی. 2 زورکي واله ( ۍ): ددې یا تفصیل : ۱ اصلي (ۍ) د نومونو په اخر کې مؤنث نښه ده، لکه: چوکۍ ، خولۍ، كرسۍ، ټوپۍ ، جینۍ، څپلۍ، ټوکرۍ . ۲ د ځینو نومونو په اخر کې د مؤنث جمعې نښه ده، لکه: ودانۍ، آبادۍ . ۳ د مغیره حرفونو د راتللو په وخت کې اعرابي نښه ده، لکه: د خوارۍ او غريبۍ نه. 3 د همزې والا ’’ئ‘‘ دا د فعلونو په اخر كې د مذكر مخاطب جمع ضمير دی، لكه: ليكئ، تاسو راشئ، هلكانو! دلته مه كېنئ. 4 څرګنده (معروفه) ي: ۱ اصلي څرګنده (ي) د مفرد و نومونو او صفتونو په اخر کې د مؤنث نښه ده، لکه: بیاتي، دوستي، ابادي، ازادي. ۲ غیر اصلي څرګنده (ي) دنومونو په اخر کې د نسبت لپاره راځي، لکه: د چرس او بنګ نه چرسي، بنګي. ۳ د نومونو په اخر کې د مذكر جمع نښه ده ، لکه: منګي، لرګي، سړي. ۴ د فعلونو په اخر کې متصل غایب ضمیر دی، لکه: کېني، پاڅي. ۵ د ځینو مرکبو صفتونو په اخر کې د مجرد صفت نښه ده، لکه: سپین سترګي، خوابدي، ځان مرګي. 5 مجهوله (د پښتو خاصه) ې: ۱ د مفردو نومونو په اخر کې د مؤنث نښه ده، لکه: ورغومې، ملګرې، ناوې. ۲ د جمع نومونو په اخر کې د مؤنث جمع نښه ده، لکه: ښځې ، لمنې، بيزې، كونډې. ۳ د فعلونو په اخر کې مفرد مخاطب ضمیر دی، لکه: (ته) راغلې، لاړې. ۴ په ځينو نورو كلماتو كې هم استعمالېږي، لكه: لاندې باندې، چې، کې او داسې نور.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *