د نوي کال شپې ورځې وې. زه هم نوې نوې امریکا ته راغلې وم. هر څه راته نوي، نوي و. بیل خلک، بله ژبه او د ژوند جلا انداز.
په همدې نوی نړۍ کی ډوبه د سیمه ییز چینل یوه خبري خپرونه مې کتله چی د دروازې زنگ مې تر غوږو شو. د دړې په پرانستلو می دوې ځوانې امریکایۍ نجونې ولیدلې. ښې منظمې او پوښلې، پاکې جامې یی اغوستې وي او موسکا یی پر شونډو خوره وه. تا به ویل چی ښه مې پیژني. ما هم د ستړي مه شي په ترڅ کې د (هلو هو آر یو؟) په ویلو ورسره روغبړ وکړ او د انگریزي معموله اصطلاح مې وکاروله چی څه مرسته درسره کولای شم؟
په ونې لږې دنگې یې، چې خورا نرۍ هم وه ، په موسکۍ خوله را ته ځان معرفي کړ.
« زه کیلی رابرتسن او دا می هم همکاره ستېسي برون ده. مونږ تاسو ته د خورا یو مهم پیغام رسول غواړوو.»
زړه نا زړه مې ورته د ننوتلو او کیناستو ست وکړ. دوی هم پرته له ځنډه کور ته دننه شوې. مور سره می یی چې په انگریزۍ ژبه یی یوازی سلام او څنگه یی زده دي، ستړي مه شي وکړه او پر چوکۍ کیناستې. اول خو یی د کور او سلیقې ستاینه وکړه. تر ځای په ځای کیدو وروسته هماغه نرۍ، کیلي رابرتسن یی، په پوره ارام اواز خبرې پیل کړې.
مونږ د سیمې کلیسا څخه د یوه خورا مهم ماموریت دپاره کور په کور گرځو او خلکو ته د مسیحیت د ارزښتونو په اړه معلومات ورکوو.
د دې خبرې په اوریدو مې په غوږونو کې زونگا شوه.
ما وویل، بښنه غواړم، ډیره مننه خو مونږ مسلمان یو. دا به ښه وي چی تاسې یوې عیسوۍ کورنی ته چې له خپل دین څخه منحرف شوي وي، دا نیکې مشورې واوروئ.
په ډیرې مانا دارې موسکا سره زما په خبرو کی را گډه شوه،
« ولې تاسو؟ د ښی مشورې اوریدل خو زیان نلري!»
او په احتیاط یی خپل کتاب له خپل بکس څخه را وایست. ځان یی خبرو ته چمتو کاوه چی ما ورغبرگه کړه:
« بالکل، خویوه شیبه صبر وکړئ. ورور مې هم په کور کې دی. غواړم هغه هم تاسو سره وپیژني.»
په منډو منډو په پورتني منزل کې مې ورور ته غږ کړ: « وروره جانه، راشه چې امریکایی جلۍ د عیسویت په اړه تبلیغ ته راغلي دي.»
ورور مې په آرامه راته وویل، «څه نو په راتگ خو یی عیسوی کیږو نه؟»
ورور مې تر روغ بړ وروسته په خورا مهربانۍ ورسره خبرې وکړې او ما ته وویل چې چای راوړه! زما خوله خلاصه پاتې وه. پدې پوه نشوم چی پداسې حال کې چې ما د هغوي رخصتول غوښتل، ولې زما ورور ورته د چای او ډوډۍ ست کوي؟
ورور مې بیا په مهربانۍ وویل چې مونږ مسلمانان یو او حضرت عیسی ته د یوه پیغمبرپه صفت پوره درناوی لرو خو په هیڅ ډول هغه خپل خدای یا د خدای زوي نه گڼو!
دوی په موسکا سره سر وخوځاوه، یو بل ته یی وکتل او ویی ویل:
« څه توپیر کوي؟ په ټولو ادیانو کې د انسان سره مینه او انساني اصولو ته د درناوي توصیه کیږي او اصلي مقصد ته د رسیدو لاره که زمونږ وي او که ستاسو یوه ده. همداسې نده؟»
همدا و چې بحث پیل شو. زما ورور د دین پر لاره ددوي د زیارد ستاینې په ترڅ کې وویل:
« دا خو خورا غوره کار دی چې تاسو پدې ځوانۍ کې د ژوند لاره د دین په لور زیار ته ټاکلې او نورو ته هم پدې لاره د تگ لارښوونه کوئ.»
دوي ددې خبرو په اوریدو خوشحالې شوی. نرۍ یی، کیلي، خپله مرۍ تازه کړه خو ورورمې خبره ورونیوله او ویی ویل: «بالکل اوس دې پخه خبره وکړه، ټول ادیان، انسانان سولې او ورورولئ ته بولي، او د خبرو نه مو داسې ښکاري چی تاسې د نورو ادیانو په اړه، مثلآ د اسلام په اړه هم ډیر معلومات لرئ.»
نجونو د نه، په ځواب سر وښوراوه او ویی ویل چې ستاسو خبره پر ځای ده خو مونږ اوسمهال خپله ټوله پاملرنه مسیحیت ته اړولې.
ورور مې وویل چې ولې نه، خو دا به ښه وي چې د بیلو ادیانو توپیرونو ته هم پام وکړئ تر څو د معلوماتو پر بنسټ، په پوره ډاډه زړه او قانع کوونکو دلیلونو پوښتنو ته هم ځواب وویلای شئ او خپل مذهبي ارزښتونه هم ورسره پرتله کړای شئ. زما ورور شا ته تکیه وکړه او زیاته یی کړه:
« او تر هغې هم مهمه، دا چی ولې دا توپیرونه یو له بل څخه د انسانانو د بیلولو سبب گرځی؟»
ورور مې دوی ته په پوره ځیر وکتل او ویی پوښتل:
« ایا دا مهمه پوښتنه راته ځوابولای شئ چې ولې بیگناه انسانان د مذهب په نوم وژل کیږی؟ او بیا یی په آرام اواز وویل: « زه دلته نه مسلمانان ښیم، نه عیسویان ، نه هندوان او نه هم د نورو ادیانو پیروان! زه ټول ښیم. ولې داسې کیږی؟»
هغې وویل چې مونږ نه غواړو چی د دې مسئلې سیاسي اړخ ته ور ودانگو، مونږ یی یوازې پر ښېگڼو خبرې کولای شو.
زما ورور سر وښوراوه او ویی ویل: «کله چې د سولې الهام د مرگ په پیغام بدلیږي نو باید د ستونزی جرړو ته ځان ورسوو او اول ځان پرې پوه کړو.»
هغه کلیسا گانو او جوماتونو ته د مالي مرستو یادونه وکړه او ویی ویل چې دا مرستې باید د یوه دین په نوم نه، بلکه د انسان په نوم، بشریت سره وشي. نجونې په خبرو کې را گیر شوې، کېلي لاره ورکه کړه. هره شیبه یی ساعت ته کتل. زیاتي په تنگ شوه او ویی ویل: «اوه وخت څومره ژر تیریږي، مونږ هم باید تاسو نه رخصت شو.
ورور می ورته وویل چی هیڅ امکان نلري، ډوډۍ به خورئ بیا به ځۍ!»
اوږده کیسه لنډه چې دوي ډوډۍ ته پاتې نه شول خو مورکۍ مې ورته په پوره اخلاص د خپل لاس خوږه ډوډۍ، پلو وریژې او کچالو داره غورمه په یوه ښکلی فیشني لوښي کې واچوله چې له ځانه سره یی یوسي.
اوس به تاسو وایاست چې کیسه ختمه شوه خو زه وایم ویی لولئ چی اوج یی په همدې برخه کې دی.
تر تگ مخکې زما ورور ودرولې او ورته ویی ویل چې زه تاسو نه یوه غوښتنه لرم او هیله من یم چی ما به نه نا امیده کوئ، او هغه دا چی پدې نیک زیار او ویاړلي خدمت کې دې زما خور هم درسره شریکه شي.
ددې خبرې په اوریدو مې سترگې رډې رډې راووتې او په پښتو می وویل، «وروره، دا څه وایئ؟»
هغه په پوره ارامۍ زیاته کړه:
«زه یو نظر لرم او هغه دا چې دغه زیار ته پخپل نوم او مټ د نوی رنگ په ور بښلو، ولې د یوه نوي نوښت بنسټ نه ږدئ؟»
نجونې غلې وې خو یوې بلې ته یی په کتو وپوښل، څنگه نوښت؟
زما وروروویل: «تاسی کولای شئ چې د مسیحیت په اړه معلومات ورکړئ او زما خور به د اسلام د دین په اړه معلومات ورکوي!»
دوی له ډیرې حیرانتیا وخندل. ولې؟ زما ورور وویل او زیاته یی کړه:
«دا څو څو گټې لري یو خو دا چی لکه څنگه چی ما ولیدل تاسو د اسلام په اړه زیات معلومات نه درلودل. دا کمی به پوره کړي. بل دا چی اکثر دلته مسلمانان یوازې د ترهگرو په نوم پیژني. ښه ده چې دلته خلک د اسلام د دین پر اساساتو چې ورته د سولې د دین نوم ورکړ شوی، هم پوه شی! دریم دا چې، مونږ سره به پدې ماموریت کې ددې مرستو ثواب هم ستاسو په برخه شي. څلورم چې تاسو بیل ادیان سره لا نږدې کوئ او واحد هدف، سولې او مرستې ته د رسولو لاره به مو هم لنډه او اسانه شي!او پنځم دا چی دا به تر ټولو یو نیک نوښت هم وي چې پخوا یی هیڅ کله هم ساری ندی لیدل شوی. په گډه او یوځای د ټولو ادیانو پیروان، په یوه ډله کې، د واحد او سپېڅلی پیام، د سولې او ورورورلۍ پیغام رسوي! دا تاسو ته څه وایي؟ ما ته خو وایي چې مونږ ټول د یوه بل عقیدې ته احترام لرو او د بشریت د ښېگڼې په لټه کې مو توپیرونه سره هیر کړي دي.»
ددې خبرو په ترڅ کي مې سترگې د نجونو څخه نشوې شکولای. د هغوي موسکا هم ورو په ورو تته او ورکه شوه. خبرې څه کوې چې د سترگو رپول یی هم هیر وو. دې نوي مسولیت او کور په کورد نوې درنې دندې په سوچ کی وم چې نجونو د مننې په ترڅ کې وویل:
«هو هو! ولې نه! خو پدې اړه اول د خپلې کلیسا او ددې ماموریت مشر سره مشوره پکار ده.» نجونې په همدی خبری د (بای) په ویلو رخصت شوې.
ددې نوي نوښت د تجربې دپاره می په زړه کې هم ویره لرله او هم لیوالتیا! خو، هیڅکله پر ځای نه شوه. ځکه هماغه ورځ مو د هماغه نجونو سره دلیدلو او کتلو لومړۍ او وروستۍ ورځ وه! بیا مو په سترگو هم ونه لیدلې! جنکی خو لاړې خو ورسره می د مور هغه فیشني ظرف هم تری تم شو چې په خورا مهربانۍ یې ورته افغاني ډوډۍ پکې ورکړې وه. مور مې یې تر ننه په هرې میلمستیا کې په پوره زړه خوږۍ یادوي او وایي د ظرفونو دغه سیت مې څلور دیشونه درلودل، یو یی مات شو او بل یې د سیمې عیسوۍ نجونو چې ویل یی راوړي یې، رانه یووړ.
د هر دین لاره که له کیڼ اړخ څخه ور وخوځیږې او که له ښي اړخه، ټول، یوه ټکي ته د رسیدو لاره ده. سولې او بشر ته د درناوي لاره! خو ددین ځینی داسې لارویان هم شته چې د همدې سپېڅلي اصل په گډون انسانان د دین په نوم یو له بله سره جلا کوي. په یاد ولرئ دین او اعتقاد ستاسو د زړه له ایمانه سرچینه اخلي!
ښایسته سعادت لامع خور او هغه چه پخپل دین مین دی!
السلام علیکم ورحمة الله.
ډیره ښه لیکنه ، ښه خوږه پښتو، ښه افاده ،ښه تجربه او ښه درس.
ما ته اهم ټکی پدی لیکنه کی لمړی :دینی ثبات اوراسخه عقیده وه .
دوهم : د ورور جان برخورد دی دعوتی او په خپله عقیده ډاډه وو، الله رب العزت دی په هغو مؤمنانو کی ودروی چه پخپل عمل دعوت ترسره کوی.
دریم: دا چه غوښتل مو له اسلام نه څه ور زده کړی او بیا ددوی ترڅنګ خپل مسؤلیت اداء کړی، سره ددی چه هغوی فکر کاوه چه دا نوی میلمانه به زر ښکار شی خو الحمد لله چه تاسی خپل مسؤلیت د دعوت مطرح کړی دا بل مؤمنانه مشخصه ده.
څلورم: دتاسی دښه استقبال او د خپل دینی حیثیت د ساتنی لپاره هم باید د مورجانی دیش یی ډک راستون کړی وی خو تش یی هم رانوړ، که په دعوت کی قربانی شوی وی خامخا څو دیشه او یا لوی اجر لری.
نو کاشکی زموږ تعلیم یافته خلک هلته خپل ثبات حفظ او هضم نشی .
الله جل جلاله مو مل شه
او زما سلام او احترام به ډاکترصاحب محمد نسیم ستانیزی ته هم ورسوی.
سلام
ستا په زړه پورې ادبي،فرهنګي او اسلامي ليکنې کې دپوهې جهان بيني پرته ده. په سوچه پښتو کې د اخلاق او له اخلاق نه اوچته زموږ د فرهنګ هغه برخه دې را څرګنده کړې چې دپښتنو په تاريخ کې د لندن د موزيم له اثارو نه ېې هم قدامت لوړ دى.
لکه څنګه چې داکتر اتل په لنډه تبصره کې ډيرو ښو ټکو ته اشا ره کړي که اجازه مو وي زه به هم په دې برخه ل کې له تاسې او لوستونکو سره په لنډه توګه يو څو خبرې شريکې کړم.
د ماستري په دوره زموږ يو استاد وه ډير عالم ،پوه او زړه ور سړئ وه هر زده کوونکي سره به ېې چې خبري کولې په ډيره کلکه پاملرنه به ېې زده کوونکي ته غوږ نيوه. لوتر کينګ ورباندې ګران وه ځکه چې په خپله هم د تورانو له ډلې ڼه وه. دده په غاړه کې يو ستر ه پنډه غاړکۍ پرته وه او په دې غاړه کې د کوم مرغه ټونګره ځوړنده وه
په ټولګي کې عرب او عجم مسلمانان ډير وه. تالار ډک وه .مېرمنې او پېغلې زياتې وې په صنف بحث روان وه. دې استاد پوښتنه وکړه چې تاسې مسلمانان ولې يوشمير له پرديو سره په لاس پوښتنه کوي او يو شمير نه؟ حال داچې زه پوهېږم چې اسلام يو دين دى او دهغه په څنګ کې بله عقيده يا لاره نشته.
زموږ تر منځ بحث دومره جدي شو چې د استاد اعصاب ېې راوپارول سره ددې چې ډير خونسرده سړۍ وه دسعادت خور په خبره فېشني ښځو بې له دې چې کافي معلومات ولري د پرديو لاس نيول يوه مسخره خبره بلله چې دا ډله ايرانۍ وې او حجاب وا لا وو چې عربې دهغوي بحث په مهرم او نامحرم کې د بحث او اجندا لومړۍ برخه وه استاد په ډير ګواښ کې دغه بحث د صنف د پاليسي خلاف وګاڼه او ټولوته ېې وويل چې نور دابحث بند او بيا بايد تکرارنشي
منظور داچې اسلام تل پر سوله تاکيد کړۍ هېڅکله د سولې، مناسب او په زړه پورې برخورد او عکس العمل مخالف نه دي بل داچې اسلام په تاريخي لحاظ د يوويشتمې پېړۍ سياستونو او ګړبړ نه ډير ځلاند او روښانه پس منظر لري
تا سې وګوري چې په اسلام کې انسان څومره عزت لري، خداى پاک په دې دين کې انسان ته د اشرف مخلوقت امتياز ورکړي، هېڅ ډول انحصار په دې دين کې نشته کوم اعتدال، عدالت او انصاف چې په دې جهان بيني که شته د انسان لپاره ددنيا او بل جهان بشپړه ذخيره ګڼل کيږي
ستونزه د انسانانو په عمل کې ده چې خپل نفس اما ره ته تسليم دي ا