یو وخت به چې د ثقافت اسلامي په ساعت کې ناست وم، نو د صحابو او د محمد ص د ژوند نه به چې خبریدم ، نو بیا به مې له ځان سره وویل چې دوی څومره مهربانه دي! یو د بل د ژوند نه خبر دي. خپله ځان وږی ساتی، خو خپل صحابي ورور یا خور ته خپله مړۍ (لقمه) ورکوي. که کوم څیز په کور کې اضافه لري، نو بیت المال ته یې وړي، چې د نورو د استفادی وړ وګرځي…
په (۱۳۹۴/۱۲/۱) کال په کابل کې د (دیوار مهرباني کابل) یوه خیریه پروسه پيل شوه او ډیرو خلکو حتی خپل د ځان جامپرونه او بنیانونه (بلوس) له دي پروسي سره مرسته وکړه، چې دا به بیا مستحقینو ته ورکول کیږي. که دغه کار هر چا پيل کړی وي او که تقلید هم وي، نو باید وستایل شي. هسې خو هم اسلام چې څه ویلي، هغه نه کوو. دا یې یو نیک کار پيل کړی. الله ج په کار کې برکت واچوي.
هسی خو هم مالدارو خپلو جیبو کې لړمان خوشی کړي او حتی د خپلو پيسو نه دوی هم سمه استفاده نه شي کولی؛ ځکه په مختلفو مرضونو اخته دي. دوی ته چې صریح حکم د ذکات په اړه راغلی، دوی هیر کړی، پاتي شو دا کار! دا کار باید دوی پيل کړی وای؛ خو نه پوهیږم چې دوی ولی دومره له خپلو مالونو سره مینه ساتي؟
دا کار ډیري ګټې لري. یو دا چې د ځوانان ترمنځ د اتفاق نښه ده. بل غریبي طبقي ته دا فکر وکوي چې موږ له تاسو سره یو او که یو دستمال هم په کور کې اضافه وي، نو موږ یې ستاسو له سره تاوو. بل دا چې د صدقي دود بیا ژوندۍ کول، چې دا په اسلام کې یو ښه کار دی، چې له خپل مسلمان ورور سره مرسته کول. بل د الله ج رضا لاسته راوړل….
د هغه خلکو المارۍ چې د دنیا قیمتي لوښي پکې له ورایه ښکاري او د نورو خلکو د نمایش لپاره یې ایښي او جالبه لا دا ده چې زموږ ساده خلک بیا ووایې، چې ولا د فلاني د کور الماری د سامان نه ډکه وه، نو که دوی هم خپلو وجدانونو کې سر ښکته کړي او یو څه یې زړه د رحم اوبه وشکی او ددی پروسې سره مرسته وکړي.
صدقه دي ته نه واي چې ته یوه لاری پیسې له خلکو سره مرسته وکړي، بلکې یو قلم هم صدقه دی. پښې لوڅي ته پښې پټول هم صدقه ده. اوس نو پکار ده، چې د کور اضافي (هرڅه چې وي) سامان له دي لاري د ضرورت وړ خلکو سره مرسته وکړو.
الله ج دي وکړي، چې ددي خلکو دا کار لکۍ ونه لري.