په دفتر کې  د کاري وخت په پوره کیدو سره زه هم د معمول په څیر هره ورځ د ښار لورې ته کوچیږم  ، څو په ښار کې د کورنۍ  لپاره د اړتیا وړ توکي وپیرم، نو په همدې اساس زیاتره وخت په ښار کې  په پښو مزل کوم ، او بل مطلب مې دا  هم وي  چې لوړ او تیټ خلک ووینم، په همدې اړوند له مشرانو هم راپاتې دي، چې هر انسان په اونۍ کې یو ځل باید ښار ته ولاړ شي ، ترڅو له ځانه کمزوري او زورور ویني دا طبیعي ده څوګ چې په ښار کې  ګرځي او را ګرځي نو له ځانه ټیټ او لوړ خلک به هم ویني او کوم انسان چې  ژوندۍ وي نو دا لوړ او ټیټ خلک به ویني.

خو دلته په ښار کې بلا نورې کیسې دي، چې انسان په فکري لحاظ ستومانه او په  تشویش کې اچوي او انسان ته د ارامتیا پرځای  ناراختي ور په برخه که وي، ښار د روغ، معیوب، ړوند او ګوډ او ټولو انسانانو کوربتوب کوي،  ځکه هرڅوګ خپل قسمت په کې اخلي  او پلوري یې، او د سرګردانه ورځې ټوله ستوماني هغې جونګړې ته رسوي چې په هغې کې یې ټول بال باچ ددې په تمه وي، چې اوس به مو تنکي ځوان له ښار څه راوړي وي، خو هغه د چارواکو د زور زیاتي څخه تشه لمن  خپلې جونګړې ته وړي او هیڅ یې هم په لاس کې نه وي.

ځینې چارواکي نه یوازې  د خپل کار په دفترونو کې  د بې چاره او خوار ولس د سترګو اغزي دي بلکې په ښارونو ، کلیو او بنډو کې هم دا چارواکي خلکو ته ازار ګرځیدلې دي او تر پوزې ترې راغلي دي.

نن په ښار کې د یوې داسې ګڼې ګوڼې له کوڅې تریدم چې په هغې کې سبزي پلورل کیږي له یوه تنکي ځوان څخه مې دا کیسه واوریده چې زه دلته په قانوني ډول خپله سبزي په خلکو پلورم ، خو ځینې وختونه یو څوګ راځي او زما د سبزۍ د خرڅلاو مخه نیسي هغه هم په غیرې قانوني ډول دغه تنکي ځوان لا کیسه سمه سرته نه وه رسولي چې هغه بل ملګري دا غږ  ورغبرګ کړ چې شکایت وکه ، خو د سبزۍ واله په ډیرې مایوسۍ  ځواب ورکړ چې دیوالونو ته شکایت کوې، ایا دیوالونه ستا غږ اوري؟

په دې خو هر څوګ پوهیږي چې غوا توره ده او شیدې یې سپینې دي، خودلته هر چا د چارواکو له ډاره په خوله لوی ،لوی پوستي اړولي او هیڅ هم نه شي ویلي ځکه بیا هم د چارواکو عکسلعمل ګواښ او شوکه ده .

له دیوالونو یې مطلب  زموږ غټاڼ چارواکي دي او ریښتیا چې زموږ د ځینو چاروکو څخه هغه خړ دیوالونه جوړ شوې چې یوازې لمر خته خوا ته خلک پرې څپیاکې تاپي  او بس  او بل مطلب یې دا وو څوګ چې یو چاته شکایت کوي نو هغه یې اوري او حق حقدار ته سپاري نو دا دیوالونه چارواکي به څنګه زموږ غږ واوري او خپل حق به راوسپاري.

اې! د ولس دښمنه او په دولت کې لوړ پوړیه  نور له تا ولس  تر پوزې راغلي او نور ستا دا زورواکي ، له چوکۍ ناوړه ګټه ، فساد ، او غلا نه شي زغملي او نه نور د زغملو وړ دي د فساد او غلا په پیسو ته په خارج کې مستي او عیاشي کوې خو باج یې له خوار ولس اخیستل کیږي،بس دی نور خو د خوار او بې چاره ولس غم هم وخورئ د  خدای روی ته اوګورئ لږ خو په خپل هغه ولس هم زړه وسوزه وه چې تل یې زړونه سوزیدلي ، لږ خو د هغه یتیم اواز او فریاد هم واوره چې ستا د تورو شیشو په موټر پسې د حیرات غوښتنې منډې وهي او  لږ خو د هغه بابا اواز ته هم غلی شه چې ستا د دنګې او لوړ پوزیزې  ماڼۍ دروازه په کوتک وهي او د بیګا د ډوډۍ لپاره درته سوال کوي.

 دا هم په یاد ولره چې یوه ورځ به د سوال او جواب هم راځي ، خو وخت به درنه تیر  او اوبه به له ورخه تیرې وي او ورځ د مخشر به پیل وي.

خوست ښار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *