مقدمه د دوست محمدخان کامل مهمند
ناشران : اداره اشاعت سرحدقصه خوانی پښاور
شکلي پېژندنه :
ددېوان قطع جېبي ده.په سرکې ددوست محمدخان کامل صاحب تر(اهداء) وروسته سریزه پیل کېږي اوپه شپږومخوکي پای ته رسیږي. په سریزه کي دمېجرراورټي په “صرف ونحو” کي دسکندرخټک یادوني، بیا دپادري هیوز په کلیدافغاني کي دسکندردیوې غزلي راوړلو ته اشاره سوې ده اوددغي اشارې په تعقیب ئې کښلي دي چي دسکندرخټک ددېوان خطي نسخه ئې دکوهاټ (گنبت ) کلي ته د۱۹۵۶ ع کال دسفرپه ترڅ کي له خان بهادرمحمدرفیق خان خټک څخه ترلاسه کړې وه ( ۴ مخ). ددې نسخې دځانگړتیاووپه باب ئې کښلي دي چي ” … کتاب په زړه املاء، او لیکدود(رسم الخط) کښی وو… نسخه په ښه ښکلي خط نستعلیق لیکدود کښی ده ــ دځنوپانړولیک ښکلی نه دی ځکه چه دااصل کاتب نه دی لیکلی، داهغه پانړې دی چه د زړوپانړو (چه نه شو وئیلی چه شلیدلی دی اوکه خط ئې په څه وجه خراب شوی وه) په ځای بل چا دوباره کښلی دی ــ سره ددې چه دکتاب لویه برخه سالمه ده، خوبیاهم کتاب بشپړ نه دی ــ لکه چه ځما دڅنډو نه به ښکاره شی، په منځ کښ ځنی ځنی ځایونو کښ پانړی نشته.” ( ۵،۶،۷ مخونه)
مرحوم کامل صاحب لیکي چي په نسخه کي څوځایه دشهبازخان مهرونه سته اوپه ځنودغومهرونوکي د۱۱۹۳ هـ ق (په متن ( ۷ مخ)کي د (هـ ق) پرځای (ع) راغلی دئ چي دکتابت غلطي ده. هوتک) سنه هم سته اوله دې څخه استادکامل داسي نتیجه اخیستې ده چي دامهر دخوشحال خان ثاني یعني دخوشحال شهید د ورور (شهبازخان) اودسعدالله خان د زوی دئ. سعدالله خان دافضل خان بن اشرف خان هجري بن خوشحال خان خټک زوی وو. کامل مرحوم لیکي ” کیدی شی چه اصل نسخه د۱۱۹۳ هـ ق نه ډېره وړومبی لیکلې شوې وي” (۷ ، ۸ مخونه).
ترسریزي وروسته مقدمه راځي (۲۹ مخه) اوپه هغې کي دسکندرخان پر ژوند باندي محققانه خبري سوي دي. ورپسې دسمندرد بدرښو په قلم درې مخه لیکنه سته چي “کره کتنه” ئې بللې ده؟
تردغولیکنو وروسته نو ددېوان متن راځي چي له ۴۵ مخ څخه شروع سوی اوپر۳۵۲ مخ پای ته رسېدلی دئ.دمتن پرلازموځایوباندې عالمانه حاشیې کښلي دي اولغتونه ئې هم په حاشیوکي معناکړي دي. دېوان ئې په څلوروبرخو( غزلیات، قصائد، رباعیات اومتفرقات) کي ترتیب کړی اوهره برخه ئې (ټوک) بللی دئ. ټول دېوان څلورټوکه دئ.
دسکندرخان خټک دېوان که څه هم دیوې نسخې له مخي تهیه سوی دئ خودمرتب ددانش، تبحر اود متونوپه لوستلوکي دهغوی اوږدې تجربې اومحققانه کارله اسیته ئې متن دپوره ډاډ وړ دئ. که ددغه دېوان کومه بله خطي نسخه پیداسي اوله دغه چاپي متن سره ترمقابلې وروسته انتقادي متن ځني جوړسي، ترښوبه لاښه سي.
زه (هوتک) دلته په کاناډاکي دپښتونخوا د وروستیو کلونو دنشراتو او د دېوانو دنوو چاپونوپه باب ډېرمعلومات نه لرم. که دسکندرخان خټک دغه دېوان بیاچاپ سوی نه وي نوسمدلاسه ددغه موجودمتن چي په لاس کښل سوی اوچاپ سوی دئ،په کمپیوټري تورو او ډیزاین بیاچاپول یوه اکاډمیکه اړتیاده.
(یادونه :دسکندرخان خټک دغه دیوان ما د۱۳۹۱ ش کال دغویي پر۱۶ مه په کندهارکي وکوت اویاداښتونه مي ځني واخیستل. هوتک)
(تکمله :
ما دخپل همدې اثر”پښتومتون سمېدل غواړي” په لومړي ټوک ، ۲۹۵ یم مخ کي دسکندر خان خټک پرشمایلنامه اوپندنامه باندي دبحث په ترڅ کي دسکندرخان دزوی منورخان دنامه په باب څه شک ښوولی وو. وروسته چي مي دسکندرخان خټک ديوان په کندهارکي وکوت، نومي هورې دغه لاندي لیکنه ترتیب کړه اوگران مطیع الله روهیال ته مي ورکړه چي ترټایپ وروسته ئې تاند ویبپاڼي ته دخپرېدلوله پاره ولېږي. دی دي خیریوسي، داکارئې وکړاولیکنه په تاندکي خپره سوه. اوس ئې دموضوع دبشپړتیاپه نیت له لوستونکوڅخه دبخښني په غوښتلوسره دلته یو واربیارانقلوم . هوتک )
د سږکال (١۳۹۱ش) په حمل مياشت کي په کندهار کي وم چي زما څېړنيز کتاب (پښتو متون سمېدل غواړي) له چاپه راووت او زما لاس ته هم په همدغه وخت کي راورسېد. د دغه کتاب په ۲۹۵ مخ کي د سکندر خان خټک پر شمايلنامه او پندنامه باندي د بحث په ترڅ کي د هغه د دوو زامنو (انورخان او منورخان) د نومونو په باب هم خبري سوي دي او د منورخان د نامه پر سموالي باندي شکمنتيا ښوول سوې ده. د دغي برخي د ليکني پر وخت زما سره يوازي د کابل چاپ شمايلنامه او پندنامه پرته وه. د سکندرخان خټک دېوان راسره موجود نه وو. د شمايلنامې او پندنامې په ١۲ مخ او ۳۳ مخ کي د دغه دېوان په حواله د دېوان د شاعر سکندرخان خټک له کلام څخه دوې څلوريځي رانقل سوي وې، هورې د شاعر د دوو نيمه خوا زامنو نومونه (انور او منګل) ليکل سوي ول.
انور چي ياد کــــــــــــــــــــړم ژاړم په کوکي
منګل مي داغ کښېښود د زړه په څوکي
اجل شـــــــــــــاهين وو، په سکندر راغى
د زړه ئې وويستې د فــــــــــــــــــراق نوکي
او بله څلوريځه:
انور منګل لاړل په ښه ځواني
زما ئې خاوري کــړه زندګاني
سکندره مخ کـــــړه په ويراني
ژاړه اوس تښته پــــــــه وداني
په شمايلنامه او پندنامه کي لومړۍ څلوريځه د سکندرخان خټک د دېوان د سريزي د ١۴ مخ په حواله او دوهمه د ۲۹۹ مخ په حواله راوړل سوې وه.
د دغو دوو څلوريځو له مخي ما د (منور) په نوم د سکندرخان د زوى په باب شک ښوولى وو ځکه په څلوريځو کي د هغه نوم (منګل) بلل سوى دئ.
اوس چي مي په کندهار کي د علامه رشاد په کتابتون کي د سکندر خان خټک دېوان وکوت، هورې مي ولوستل چي ارواښاد کامل صاحب د سريزي په ١۴ مخ کي د منورخان له نامه سره کښلي دي: “چه د منګل په نامه ئې هم يادوى”. دغه وضاحت دشمايلنامې او پندنامې په سريزه کي نه دئ راغلى او څرنګه چي زما سره د سکندر خان خټک دېوان موجود نه وو او پخوا مي هم کتلى نه وو، نو د منور نوم راته مشکوک ښکاره سو. که د شمايلنامې او پندنامې د سريزي ښاغلي ليکونکي د مرحوم کامل صاحب دغه پورته توضيحي جمله راوړې واى، يا ئې د سکندرخان له کلام څخه په هغه مرثيه استناد کړى واي چي د دېوان په (۳۵۰مخ)کي راغلې ده او هورې ئې د (انور او منور) نومونه راوړي دي، نو زما د شک ښوولو له پاره به هيڅ ځاى پاته نه واى.
نتیجه داچي دسکندرخان په زامنوکي د(انورخان اومنورخان) په نومونو دوه تنه سته اومنورخان ئې د(منگل) په نامه هم یادکړی دئ. په دې باب زماشک اوس لیري سوی دئ اودپښتومتون سمېدل غواړي دلومړي ټوک په بل چاپ کي بایددشک دغه څرگندوونکې جمله رانه وړل سي.
محمدمعصوم هوتک
کندهار ــ ۱۲ / ثور/ ۱۳۹۱ ش