دیوان کاظم خان شیدا د( اداره اشاعت سرحدپېښورقبلئيز پاکستان) له خواپه (منظورعام پریس پېښور) کي د۱۹۶۵ ع کال په مئي کي دپنځوسووټوکوپه شمېرچاپ سوی دئ. دکتابت چاري ئې سیدحضرت شاه سرته رسولي دي اوددیوان دترتیب اوتدوین کارهمیش خلیل کړی دئ. مقدمه ئې هم ده لیکلې ده. دېوان پرخړکاغذچاپ سوی دئ اودسره رنگ کلکه وقایه لري.
ددیوان په الف مخ دکتاب نوم اودمرتب نوم اوپه (ب مخ)کي دکتاب پېژندنه راغلی دئ. ورپسې فهرست (۲ مخه) اوبیادهمېش خلیل ( هـ، خ) په قلم یوه لنډه لیکنه (۳مخه)راځي. دلیکني سرلیک (دادیوان) دئ. په دې لیکنه کي ښاغلی همېش خلیل د۱۹۵۳ ع کال حالاتو” زبون ماحول” ته اشاره کړې ده اودهغې په ترڅ کي ئې د” ادبی ټولی پېښور” په لائبرېرۍ کي دکاظم خان شیدادیوان دیوې قلمي نسخې دموندلو، په کابل کي دعبدالرؤف بینوا په لاس دکاظم خان شیداددیوان دترتیب اوتدوین کولو اوڅه موده وروسته دخلیق صاحب په هڅونه دکابل چاپ اودلائبرېرۍ دقلمي نسخې له مخه ددغه دیوان دبیاچاپولو په باب لنډ معلومات راوړي دي. په هغوکي ددیباچې په لیکلوکي د دوست محمدخان کامل مومندڅخه د”مفیدومشورو” او دپروف په لوستلوکي دخپل شاگرد جهانگیرخان له همکارۍ څخه “شکریه اداکړې ده”.
تردغي لنډي لیکني وروسته د” کاظم خان شیدا او دهغه فن” ترعنوان لاندي یوه اوږده څېړنیزه لیکنه راځي چي داهم دهمیش خلیل په قلم ده اویوویشت مخه ئې نیولي دي. په دې کي ئې دخټکوقبیلئ دنیکه لقمان څخه خبره رانښلولې ده اوورپسې دکاظم خان شیدا دپلار ونیکه اونورژوند و ژواک، دکور کلي دپرېښوولو اودهغه دشاعرۍدشکل اومحتواپه باب دهغه وخت دمیسرو مدارکوپه استنادگټوري خبري کړي دي. تردغه تفصیلي بیان وروسته ددیوان متن شروع کېږي اوپه ۲۶۴ مخونوکي پای ته رسیږي. ترمتن وروسته لغتنامه ” فرهنگ” راځي چي ۶۳ مخه ئې په نیولي دي. کتاب پرڅلورمخه غلطنامه باندي پای ته رسېدلی دئ.
لکه وړاندي چي مي ولیکل، دکاظم خان شیدا ددېوان دغه چاپ له یوې چاپي اوبلي خطي نسخې څخه ترتیب سوی دئ ، خوپه سریزه او نورولیکنوکي صرف ددغو دوونسخویادونه کوي او معرفي کوي ئې نه. دمتنپوهني یومهم اصل خودادئ چي دمتن برابرولوپه وخت کي ترکارلاندي نسخې بایدمعرفي سي، ځانگړتیاوي ئې بیان سي، لیکدودئې وښوول سي، داستنساخ وخت ئې څرگندسي.
ددیوان مرتب وایي چي ” دکابل چاپ نسخه اګرکه ډیره نیمګړتیالری خودانیمګړتیامادپورته ذکرشوې نسخې نه پوره کړه.” ( و ــ مخ) داچي دکابل چاپ نیمگړتیائې پوره کړې ده، داخوئې ډېرښه کړي دي، خودنیمگړوځایونوښوول ئې هم بایدله یاده ایستلي نه وای. کره کتونکی نه پوهېږي چي کم (کوم) ځای نیمگړی دئ؟ او کمه (کومه) برخه ئې بشپړه سوې ده؟
په متن کي ئې اته ویشت مخونه حاشیې لري، خو داحاشیې نسخه بدیلونه نه دي، بلکي په شعرکي دراغلواشخاصواوځایونو لنډه پېژندنه ده. د۱۹۷ مخ او ۲۳۷ مخ حاشیې ئې دبېنواچاپ په حواله کښلي دي.
لغتنامه ئې ښه مفصله او دالفبې پر ترتیب اوډل سوې ده. لوستونکوته به معلومه وي چي دکاظم خان شیدا کلام له خوراډېرو اوځای ځای بې ضرورته فارسي اوعربي لغتونو ډک دئ. دغه لغتنامه دډېرو لغاتوپه حل کي مرسته کولای سي.
دادېوان که څه هم دمتنپوهني پر اصولوسل په سلوکي برابر نه خيژي، خوپخپل وخت کي دکابل ترچاپ دډاډ وړ متن دئ.