تاند- له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا وتلو ته د رایو له ورکولو وروسته د دغه هیواد صدراعظم ډیوید کامرون نن رسماً د صدارت له چوکۍ استعفا ورکړه.

ښاغلي کامرون، په داسي حال کې چې ماندینه، دوې لوڼې او زوی یې ترڅنګ ولاړ ول، د خپل دفتر مخته په یوه لنډه وینا کې له خپلو همکارانو او کورنۍ مننه وکړه.

ده وویل چې همدا اوس د ملکې ماڼۍ ته ځي چې خپله ستعفا وروسپاري.

کامرون په دې خوښي ښکاره کړه چې د ده ځای د ده د خپل ګوند یوه ښځینه غړې نیسي.

«خوشاله یم چې د بریتانیا په تاریخ کې د دوهم ځل لپاره د محافظه کار ګوند له لوري یوه ښځه د بریتانیا د صدارت چارې په لاس کې اخلي.»

تیریزا مې د بریتانیا صذزاغظمه شوه
تیریزا مې د بریتانیا صذزاغظمه شوه

تر دې پخوا په اتیایمه لسیزه کې د محافظه کار ګوند غړې مارګرېټ تاچر د بریتانیا صدراعظمه وه.

صدراعظم په بریتانیا کې تر ټولو لوړ اجرايي مقام دی او ملکه یوازې تشریفاتي رول لري.

ټاکل شوې ده چې نن د بریتانیا ملکه دوهمه الیزابت مېرمن تیرزا مې ته د کابینې د جوړولو دنده وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *