تاند- پاکستان ټوډې ورځپاڼه په اسلام اباد کې د دیپلوماتانو له قوله وايي، د دوحې په خبرو کې د امریکا او طالبانو روان خنډ په افغانستان کې د سولې هلوځلو ته جدي زیان اړوي.

دیپلوماتیکې کړۍ خبرداری ورکوي چې دې په ټپه ولاړ حالت د افغان طالبانو په منځ کې د سرزوروعناصرو دریځ پیاوړی کړی او د خبرو اترو په اړه د طالبانو په دریځ کې بدلون په افغانستان کې د سولې او پخلاینې ټولی بهیر په بله خوا بېولی شي.

طالبانو تېره میاشت د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا او ناټو له اوږدو پټو دیپلوماتیکو هلوځلو او د پاکستان له ملاتړه وروسته دفتر پرانست. د دفتر پرانستنې هیله پیدا کړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه مخکې به د افغانستان جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي او افغانان به د نړۍ د نورو ملتونو په شان بالاخره د عادي ژوند خاوندان شي. خو د قطر په بهیر کې هغه مهال خنډ پېښ شو چې د افغانستان ولسمشر د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت پر لوحې او بیرغ اعتراض پیل کړ او قطري چارواکي مجبوره شول چې لوحه او بیرغ لېري کړي.

کرزي نه یوازې د قطر د بهیر ملاتړ ونه کړ بلکې هغه یې د افغانستان د وېشلو لپاره د پاکستان او امریکا ګډه دسیسه وبلله او له امریکا سره یې د امنیتي تړون پر سر خبرې هم وځنډولې.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، د امریکا متحد ایالتونه او متحدان یې یو ځل بیا سختې هڅې کوي چې اوسنی په ټپه ولاړ حالت پای ته ورسوي خو تر دې دمه په خپلو هلوځلو کې بریالي نه ښکاري.

د ورځپاڼې له راپور سره سم د پاکستان په پلازمېنه کې دیپلوماتیکې کړۍ، چې د دوحې د بهیر د بېرته پیلولو پټې هڅې کوي، وېره لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د ولاړ حالات اوږدېدا به په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره هلې ځلې سحتې زیانمنې کړي.

دوی خبرداری ورکوي چې له طالبانو سره د اختلافاتو په حل کولو کې ځنډ به حتي د افغانستان د پخلاینې بهیر یو مخ په بله بوځي.

پاکستان ټوډې راپور ورکوي:« یوه دیپلومات، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:«روان ولاړ حالت یوازې د طالبانو په منځ کې سرزورو ته ګټه رسولې ده. دا عناصر له لومړي سره له امریکا او د کرزي له حکومت سره په دې خاطر د هرراز خبرو مخالف ول چې دوی په جګړه کې ځان برلاسي ګڼي او اوس به په جبهو کې خپلو پلویانو ته ووايي چې دوحه مو ولیده چې له خبرو هیڅ نه جوړېږي.»

د دغه دیپلومات په وینا د طالبانو په منځ کې سرزوري کسان عموماً هغه کسان دي چې په جبهو کې قومانده په لاس کې لري. دا کسان خوشاله دي چې خبرې ونه شي او د امریکا پر ضد جګړې ته دوام ورکړي. دوی فکر کوي چې په اوسني حساس وخت کې له واشنګټن یا کابل سره خبرې به د دې سبب شي چې هغه بری له لاسه ورکړي چې د جنګ په میدان کې یې ترلاسه کړې ده.

یوه بل دیپلومات، چې هغه هم نه غوښتل نوم یې خپور شي، وویل، د اوباما حکومت له پاکستانه غوښتي چې له خپل نفوذه کار واخلي او څومره چې ژر کېدای شي طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اوونۍ په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ چې ژر به د قطر بهیر بېرته پیل کړي.

5 thoughts on “دیپلوماتان: په ټپه ولاړ حالت د افغانستان د سولې ټولې هڅې له خطر سره مخامخوي”
  1. ګرانو د تاند مسولینو سلامونه او اخترامات مې ومنی

    هیله ده روغ جوړ به یاست، ستاسو یا تاند په نوم دا پاسنی مقاله لیکل شوې ایا تاند د پاسنی مقالې پوره مسولیت
    په غاړه اخلي؟
    هیله ده زما دا پوښتنه د همدې تبصرې په اړه له تاند څخه سره د ځوابه خپره شي

    په درنښت
    نااشنا

    1. دا مقاله نه ده، خبر دی او منبع یا سرچینه یې هم ذکر شوې ده. تاند یوازې د لیکوالو په نوم د خپرېدونکو لیکنو مسوولیت په غاړه نه اخلي
      تاند

  2. السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته / خدای ج وکړی تول لوستونکی او اوریدونکی جوړ وسی زموږ دمعلو ماتو مطابق چی دا معلو مات دخدای ج درضا فه خا طر هیواد والو سره شریکوو اوبل هیس مقصد نلرم تر سو دا خلک فوه شی چی ګیم سنګه دی ۰ اول خو دقطر یو تعدا مشران چی سا بقه جهاد ی اړیکی یی داتحاد اسلام ګوند سره وی لکه مولوی شهاب الدین دلا ور شیر محمد عباس ستانکزی او طیب اغا چی دتولو زان مشر او رهبر بو لی دهغه فلار سدوزیی اغا چی له استادسیاف سره تر وسه شی اړیکی لری۰ او همد ارنګه سهیل شا هین چی سا بقه یی دجمعیت تنظیم کی تیره کړی او داستاد ربانی تنظیم کی فراخ ی اړیکی لری او الحمد الله طالبان تر وسه فری صم او بکم دی۰ همدارنګه مولوی سلطان عزیز چی سه موده مخکی خوارکی وفات شو او زامن یی تر وسه دوی سره قطر کی ده له استاد سیاف سره دیر جوړ او شه فه ارتباط کی وه او همدا دول قاری دین محمد بدخشی هم داستا ربانی نزدی دوست او اشنا وه ۰ فه دوی کی بعضی دوردګو دولایت کسا چی دچک دولسوالی وسیدونکی دی او دطالبانو دامارت فه وقت کی سه شهرت نلرود دداکتر نعیم فه نام چی داسلام ابا یو نیورستی سخه فارغ شه دافغانستان دملی امنیت ریس شاغلی نبیل فه غیرمستقیم دول ددوی فه لیکه کی دمعلوماتو را تو ل ولو فه خا طر یو زای کړ۰ همدا رنګه دغزنی ولایت والی چی ددولت لخوا والی دی داستاد سیاف دیر دوست او دتنظیم مهم غړی دی او همدغه والی چی موسی نومیږی دشاغلی شیر محمد عباس ستانکزی دیر نږدی دوست او دهندوستان له یوه فو هنتون سخه له شا غلی کرزی سره یو زای فارغ شوی ۰ لکه سنګه چی فه ۲۰۰۲کال کی حا لات فه بد لیدو شول شا غلی ستانکزی دموسی خان فه واسطه استاد سیاف سر رابطه وکړه او داسی یی ورته وویل چی ته استاد ته ووایه چی زه دطالبانو فه تحریک کی معین دوزارت خا رجی وم او تا سو سره می دموسی خان فه واسطه دیری مشوری شرکی کړی وس ماته او زموږ ملګروته دنجات یوه لاره راګوره ۰استاد فه زواب کی خبر ورکړ تا سو صبر وکړی زه لار درته فیدا کووم او یا خو موږ له مو لوی ار سلاسره تماس کی یو هغوی سر ه یو زای کا بل ته را شی ۰ کله چی ستا نکزیی ا طیب اغا فو شول چی دمو لوی ارسلا دفروسی طالبان دیر مخا لف دی له هغوی سخه یی زان جدا کړ ۰ دوقت فه تیرودو استاد وویل زه دیر چلونه یاد لرم تا سو خفل تماس جاری سا تی موږ یوه لار درته ګورو۰فه ۲۰۰۴ کال کی استاد سیاف کرزی سره داخبر شریکه کړه او ورته وی ویل موږ سر بعضو طالبانو تماس نیولی سه وکړو ۰ هغه ورته وویل نومونه یی ما ته رکړه زه به فری مشوره وکړم همدا رنګه تماسونه تبادله کیدل او هسته هسته خلکو دترازو وزن ته هم کتل زکه دوی طالبانو سخه هم ویریدل ۰فه اخر کی ددوی تما سونه دی کلیمی ته ورسیدل چی موږ کا بل ته نشو در تلای خو موږ له فا کستان سخه وباسی۰ سمدلاسه کرزی خفل وروته وظیفه ورکړه چی دا فرو سه تا له ملی امنیت سره سمه فر مخ بوزی ۰ دوی ته وویل شول تاسو کوم هیواد شه کنی چی موږ تاسو له فاکستان سخه خلاص کړو البته ددولت جرمنی فه زړه کی وه او یا ترکیه خو شا غلو ورته وویل عربی ممالک شه دی بیا یی سعودی فه زړه کی وه خو دوی ورته وویل قطر شه دی زکه یو وقت کی به قند هارته را تلل دیری فیسی به یی را ته را وړی او موږ لږ انړ یوالان فکی هم لرو دوی دا وعده هم ورکړه چی موږ به دی زای ته دیر طالبان او دهغوی مشران را دعوت کړو ۰ ددی وعدی فه اساس دولت دامریکا فه مشوره ددوی لفاره دکورو مصرف حواله کړ او دوی خفل کورونه هم بو تلل چی کله فا کستانی چار واکی فوه شول چی ووبه له ورخه تیری شوی فا کستان له دوی سره دفخوا نیو اړیکو فه اساس چی طیب او ستانکزی سره یی لرودی لاسونه ور وږده کړل او دمعلوماتو لفاره یی دوی سره سو کسه یو زای کړل ۰ دا لوبه وس دفا کستان او افغانستان چار واکی فه غیر مستقیم دول فه مخ وړی امریکا هم حیر انه ده چی سنګه دا خلق کرزی دلته را با ندی را وستل او بیا یی سنګه ددفتر اجازه را با ندی فه قطر ومنله ۰ داسوالونه دی اد ددی زواب یو وازی کرزی او دهغه اداری سره دی ۰ دازکه چی دقطر طالبانو دومره اجازه له کزی او امریکا سخه اخیستی وه چی یوا زی ددوی سرونه خوندی شی او نور ملګری فر رافیدا کړی۰ نه داسی چی کرزی خبر نوی او دوی دفتر هم خلاص کړی سیا سی فعالیت هم شروع کړی او دومره یی شهرت زیات شی چی دکابل سفارت ته سوک فه دوحه کی مخ هم وروانړوی۰ فه قطر کی دمشهورو طالب چار واکو له عباس ستانکزی او طیب اغا کورونه فه دوبی کی ساتلی زکه چی دوی کوم اسرار له دولت او دصلحی کمیسون سره لری هلته یی سره تبا دله کړی او ددفتر نور چار واکی ورباندی فوه نشی چی بیا اسرار او هغه معلومات چی ددوی او کابل دولت تر منزه دی له فورته چی موږ سه ناسه فه سلو کی ۴۰ فیصده معلو مات بیان کړ افشا نشی کچیری دتاند محترم چار واکی او مسولین زموږ دا تبصیره نو رو نشراتو سره شریکه کړه او شه نتیجه یی را ویستله تر سو تول مسلمان او غیر مسلمان چی دغی موضوع دقطر ته ستر ګی فلاره دی ورسوی انشالله موږ به تاسو ته تول معلومات او دګیم ریشی در وسفړو۰ دا یوه درامه دی نه ړهغه طالبانو فه خوله هغه طالبان چی فه جنګ کی اخطه دی سه کوی او نه یی منی داګیم صرف یو کته طالبان فکشی لری چی فه دی دول خارج او نورو هیوادو ته سفرونه فکشی کووی ۰ هره ورز معصوم ستانکزی چی دکزی قاصد دی او عباس ستانکزی چی دطالبان قا صد دی فه دوبی کی ناستی لری او دواړه داکا زامن دی دیوی منطقی دی۰ دخفلو جبو او شهرت لفاره کار کوی۰ دوه یا دری موږ غوندی بی خبره طالبان یی قطرته زان سره راوستلی او استعمالوی یی وسلام نو ر بیا انشالله

  3. دسیسه دی نه جوړوی !
    امریکا او پاکستان باید دسولی پروسه ږرترږره پیل کړی او دا ځلی باید مخکی له 2014 دسولی تضمین وکړی البته په لیکلی ډول دا ځکه چی د طالبانو واک د پاکستان د حکومت سره ده او امریکا د پاکستان سره جوړ هیواد دی . اوکه چیری دا ځلی داسی ونه شی نو امریکا اوناټو غړی هیوادونه دی د جماهیر شوروی په ښان چه د نړی یو ستر قدرت وه د ماتی انتظار وباسی اوپه نړی کی به مخ تور وی دا ځکه چی د پاکستان یو ستر خاصیت د بوسو لاندی اوبه تیرول دی او امریکا ته هم په چم کی دی او افغانان به بیا د امریکا اوناټو غړی هیوادونو د ماتی په مناسبت یوه ورځ به شانداره رخصتی لمانځی دا ځکه چی افغانان سره یو موټی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *