د افغانستان تاریخي اثار

تاند- د جاپان چاپ دیپلومات مجلې د داعش یا د شام او عراق د وسله والې سختدریځې ډلې له لوري د عراق پر کلتوري او تاریخي میراث وحشیانه حملو ته په اشارې لیکلي چې ورته کار په افغانستان کې هم روان دی خو توپیر یې په دې کې دی چې په افغانستان کې دا کار په مالي انګېزو کېږي.

دیپلومات د افغانستان له حکومته غوښتي چې د لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

تېره اوونۍ نړیوالې ټولنې د داعش له لوري د نمرود په تاریخي ښار کې د اشوریانو د لرغونو اثارو او ودانیو تخریب په کلکه وغانده.

د داعش له لوري د دې تمدن ضد اقدام په اړه لیکوال او مورخ محمد ربیعه په یوه لیکنه کې، چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوه، ویلي:«داعش غواړي چې خلک پیسې، تاریخ، کلتور او دود ونه لري او ځان له کومې تاریخي سابقې سره ونه تړي.»

د جاپان دیپلومات مجلې هم په دې اړه لیکلي چې د سرزورو ډلو لپاره، چې تاریخ او تمدن ورته ارزښت نه لري، د کلتوري میراثونو ویجاړول عادي کار دی. دوی د نمرود د تاریخي ښار تر ویجاړولو یوه اوونۍ مخکې د موصل ښار پر موزیم او تاریخي کتابتون هم چاپه واچوله، هر څه چې هلته ول، هغه یې وران کړل.

په عراق کې د لرغونو اثارو تحریب
په عراق کې د لرغونو اثارو تحریب

ديپلومات مجلې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې لیکلي چې دې ډلې هم پر افغانستان د واکمنۍ په مهال د کندهار د تمدن نښې او د بامیان د بودا مجسمې ویجاړې کړې.

مجله وايي چې دا یوازې طالبان نه دي چې د افغانستان کلتوري میراث ویجاړوي بلکې نور خلک هم شته چې د څو پیسو په خاطر د خپل هیواد تاریخ او کلتور په بیه پلوري.

مجلې په بلخ کې پر لرغونو اثارو د کروندګرو، سوداګرو، قاچاقبرو او ورانکارو یرغل ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې هغوی په خپل سر د لرغونو او انتیکو شیانو د موندلو لپاره کیندنې کوي.

د جاپان دیپلومات مجله وايي چې د افغانستان د انتیکو او عتیقه اثارو بازارونه له لرغونو اثارو ډک دي. د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه هم ورته پام نه کوي چې هلته څn htyhksjhk jhvdoD hehvه پلورل کېږي.

د دیپلومات په نظر د افغانانو لپاره د باختر تمدن د لرغونې خزانې ساتنه دومره مهمه نه ده لکه څومره چې د برېښنا ستنې اهمیت لري.

مجلې د افغانستان له حکومته غوښتي چې د خپل هیواد کلتوري میراثونو ته پاملرنه زیاته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *