خبریال: میرویس جلالزی – یوه امریکايي جنرال چې څو کاله یي په افغانستان کې کار کړی له پاکستان سره د ولسمشر اشرف غني نږدې والی ښه ارزوي او فکر کوي چې دا کار به د افغانستان له ټیکاو سره مرسته وکړي.
دغه جنرال لومړی ځل په ۲۰۰۹ کال کې د ایساف د مشر قوماندان جنرال دیوید ریدریګوز تر قوماندي لاندي د ایساف د پلان مشر و او وروسته یې په ۲۰۱۰ کال کې په اروزګان کې د ایساف د ګډې ډلې مشري کړې ده، چې د استرالیا، سنګاپور، فرانسې، نیويزیلند او امریکا عسکر یې تر امر لاندي ول.
د دیپلومات خپرونې له دغه امریکايي بریدجنرال څخه په حواله چې دوه ځله یې په افغانستان کې دنده پر مخ بیولې لیکلي، د ماموریت پر مهال مې دا موندلي چې څرنګه له پاکستان څخه د افغانانو بلقوه ویره او په دې پوري اړوند بحثونه په دغه هیواد کې د ډار د خپریدو لامل شوي او څرنګه د پاکستان هڅې په افغانستان کې د ناټو د ګډو هڅو یعني له طالبانو سره په جګړه کې د مخالفت لامل ګرځي.
هغه په دغه برخه کې دوه بیلګو ته اشاره کوي.
هغه وايي د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر میاشت کې افغان دولت د خپل شپږم قول اردو یعني د ۲۰۵ قل اردو د تجهیز او روزلو برنامه پر مخ بیوله چې د ناټو او ایساف مرسته ورسره وه. دغه قل اردو د ملک سویل او سویل ختیځو سیمو کې د طالبانو د ځواک پر ضد د یوه متوازن مخالف بیلانس د جوړولو لپاره رامنځ ته کړای شو هغه طالبان چې د پاکستان په خاوره کې یې پټڼ ځایونه درلودل.
هغه وايي د دغه قول اردو په دنده ګمارل، ماموریت او موقیعت یوه ډیره لانجمنه حساسه موضوع وه چې مهم تحلیل ته يې اړتیا لرله او په کابل کې پرې ډیر بحثونه وشول او بلاخره هوکړه وشوه چې دا قل اردو په کندهار کې ځای پر ځای شي.
نوموړی جنرال وايي پر مهال له پاکستان څخه په سویل کی ډیره ویره موجوده وه چې ګواکي په بربنډه د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي او د طالبانو په ملاتړ سره د ملک سویل او سویل ختیځ ناامنوي.
دیپلومات له نوموړي په حواله لیکي چې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره د حکومت زړه پالیسي کې ۱۸۰ درجه بدلون لیدل کیږي او په هغه کې پاکستان ته د یوه دښمن په سترګه نه بلکې د سولي په برخه کې د یوه مرسته کونکي په توګه کتل کیږي.
دغه امریکايی جنرال د اشرف غني دا پالیسي د سیمې او افغانستان په ګټه بولي او وایي دا کار به نه یوازي له افغانستان سره مرسته وکړي بلکې په خپله پاکستان سره هم لویه مرسته کولای شي.
نوموړی د کاسا د بریښنا د انتقال پروژې ته په اشاره کاږي چې افغانستان او پاکستان د ګډي او صادقانه همکارۍ به نتیجه کې کولای شي د کاسا په څیر مهمي پروژي په لاره واچوي او ترینه حیاتي ګټه تر لاسه کړي.
خوند به یی وانخلئ له مفکر کاکاهم لاره ورکه ده