دیپلوماسي په نني عصر کې د یوه دولت هغو هڅو ته ویل کیږي چې له مخې یې د یوه هیواد بهرنۍ پالیسي د ښې پر مخ بیولو لپاره مناسبي لوری ټاکي، او د یوې سیاسي محدودې دیپلوماتیک ماشین ته دا وړتیا ورکوي تر څو د ملي ګټو د خوندي کولو ا و د ملي موخو د تر لاسه کولو لپاره ښې ستراتیژۍ طرح او پلي کړي.
دا په ثبوت روښانه ده چې هیڅ یوه ستراتیژي د نړیوالې شبکې سره د معلوماتو او همکاریو له شریکولو پرته په ټاکلي وخت او اغیزناکه توګه نه شي پلي کیدای، نو د دې لپاره باید د یوه هیواد دیپلوماتان د ورځي له اړتیاوو سره سم لازمه وړتیا ولري.
د نړیوالو دیپلوماتیکو چینلونو څخه د معلوماتو اخیستل او له هغوی سره د اطلاعاتو شریکول حکومتونو ته دا وړتیا ورکوي تر څو په وروستیو نړیوالو بدلونونو پوه شي، چې دا بدلونونو ښایي په نړیواله ټولنه کې د بنیادي اطلاعاتو د بدلون په اړه وي، او دا د دې لامل ګرځي چې یو یو حکومت خپل دیپلوماتیک ماشین ته سم او له حالاتو سره په اړخ کې سمون ورکړي او بهرني پالیسي ته ګته رسوي.
زما په اند دیپلوماسي د مذاکره کولو هنر دی او دیپلومات هغه صادق کس دی چې د خپل وطن د ګټو لپاره دروغ وايي.
د دیپلوماسۍ هر ماډل باید د ورځي له اقتصادي، سیاسي، حقوقي، تاریخي، جغرافیایي، ټولنیز او فرهنګي اصولو سره په مطابقت کې طرح شي.
د هر دیپلوماتیک ماډل لپاره اړتیا ده چې د دیپلوماسۍ نظارتي او څیړنیزه پروسه ورسره په خوا کې روانه وساتل شي تر څو د هغو نیمګړتیاوو او اړتیاوو پر وخت پیژندګلوي وشي چې د یوه حکومت دیپلوماتیک چینل ورسره د ستراتیژیکو ستراتیژیو د پلي کیدو په برخه کې له خنډ سره مخامخ کیږي.
د دیپلوماسیو په ماډلونو کې یو هغه یي په نړیواله کچه اوس ډیر منل شوی او ډیر حکومتونه یې له اکادمیکي او پرکتیک اړخ څخه خوښي هغه عامه دیپلوماسي ماډل ده.
دغه ماډل دیپلوماسي له ډیرو ملکونو سره د هغوي په انکشاف کې مرسته کړي ده.
عامه دیپلوماسۍ په بنیادي توګه په یو لړ هغو مشوقونو باندي اتکا کوي چې په بسنټیزه توګه له ملکه دباندي په عامه اظهانو اغیز کوي.
عامه دیپلوماسي کې یو دولت هڅه کوي په کورنۍ کچه خلکو ته له اړتیا سره سم معلومات ورکړي او تر څنګ یي د ملک له سیاسي پولو هاخوا د علمي راکړي ورکړي، فرهنګي، ورزشي، انترنتي، پوهنتوني او په ټوله کې د خپرونو له لاري نور ملتونه تر خپل اغیز لاندي راولي.
عامه دیپلوماسي له نظري اړخه د نړیوالو اړیکو، بازار موندني او عمومي اړیکو سره نږدې ارتباط لري.
د نړۍ هر هیواد تر یوه حده په عمومي دیپلوماسي کې ښکیل وو خو هغه هیوادونه چې عامه یا عمومي دیپلوماسي کې مخ کښان شمیرل کیږي پکې امریکا، انګلستان، فرانسه، آلمان، چین، ترکیه، سویلي کوریا، استرالیا او قطر شامل دي.
په کورنۍ اړخ کې عامه دیپلوماسي د یوه دولت هغه دیپلوماتیکي هڅي شمیرل کیږي چې په داخلي کچه د یوه دولت لیدلور په عامه اظهانو کې روښانوي او تر څنګ یې په ملي کچه د یوه هیواد انځور جوړونه کوي.
دیپلوماستي په اساسي بڼه به دوو برخو ویشل کیږي یو هغه یي رسمي دیپلوماسي او دهمه هغه یي غیر سمي دیپلوماسي ده.
۱. رسمي دیپلوماسي ( د دولت په مشرۍ).
۲. غیر دولتي دیپلوماسي ( په ټیټه کچه، غیر رسمي).
د یپلوماسۍ ترکیبي عناصر:
۱. مملکتي انځور
۲. معلومات
۳. د یوه هیواد د وګړو ساتنه
۴. د پالیسیو مدیریت او همغږي
۵. اداري فنکشنونه
۶. د دوستانه اړیکو وده
په حاضر دور کې په نړیوالو اړیکو کې د ځواک د کارونې عنعنوي میتود ( سخته دیپلوماسي) چې پکې به اقتصادي او پوځي ځواک کارول کیدل خپل ځای نرمې دیپلوماسي ته پریښي دی.
نرمه دیپلوماسۍ تر ډیره بریده د عامه دیپلوماسي څخه زیږنده یوه ښکارنده ده چې په نړۍ کې په بي ساري توګه وده کوي او په ډیرو هیوادونو کې عام خلک ورته د کلتوري یا اقتصادي نړیوالتوب لفظ هم کاروي.
په عامه دیپلوماسۍ کې یوه بله مسله دا ده چې باید ورته د یوې ګډ مرکز درلودونکي دایرې په څیر له دریو اړخونو وکتل شي.
دا په دې مانا چې د دایرې پر مرکز باندي حکومت ډیر واکمن دی، او د ورځنیو پیښو پر وړانډي چټک غبرګون ښيي.
ځیني ملکونه لا هم د عمومي یا عامه ديپلوماسۍ له اصولو سره موافقت نه لري او دا دیپلوماسي کارنده نه بولي.
په ټوله کې د عامه دیپلوماسي لپاره کوم خاص قواعد شتون نه لري چې له یوه سر یي له مخې په نړیوالواړیکو کې یو حکومت حرکت وکړي، امریکا د عمومي دیپلوماسۍ خپل تګ لوری لري او نور هیوادونه د عمومي دیپلوماسي لپاره خپل ځانګړي ماډلونه لري.
دوام لري…..