د رسمي استازو په وسيله د هېوادونو ترمنځ د اړيکو ادارې ته ډيپلوماسي وايي. ډيپلوماسي ښايي د بهرنيو اړيکو ټول بهير، د بهرني سياست فورمول بندي او همدارنګه د هغه ترسره کول په خپل ځان کې راونغاړي.

په دې پراخ مفهوم کې ډيپلوماسي او د يو هېواد بهرنی سياست يو ډول دى. ولې په محدود او پخواني مفهوم، ډيپلوماسي له وسايلو او لارو چارو عبارت ده، په داسې حال کې چې بهرنى سياست د اهدافو او مقاصدو ښکارندوى دى. ډيبلوماسي په دې محدود مفهوم سره، له عملي او اجرايي تکتيکونو او تدابيرو څخه عبارت دی، چې يو دولت د هغو په کارولو سره د خپلو پولو هاخوا خپلې ګټې خوندي کوي. د هېوادونو ترمنځ مخ پر زياتېدونکي اړيکې د دې لامل شوي دي، چې د بين المللي غونډو، څو اړخيزو کانفرانسونو او پارلماني ډيپلوماسۍ شمېره وخت پر وخت زياته شي. ولې هغه موضوعات او پېښې چې هېوادونه پرې له يو بل سره سروکار لري، دومره زيات دي، چې د ډيپلوماتيکو فعاليتونو ډېرى برخه په دوه اړخيز ډول او د بهرنيو چارو د وزارت له معمولو کانالونو او په هېوادونو کې د مېشت ډيپلوماتيک هيئت په وسيله ترسره کېږي. ځينې وخت مسايل دومره مهم او حساس وي، چې په لوړه کچه او د هېوادونو د مشرانو له خوا پرې خبرې کېږي، چې دې ډيپلوماسۍ ته د مشرانو ډيپلوماسي وايي.

د ډيپلوماسۍ کلمه

د ډيپلوماسۍ کلمه د يوناني له ډيپلوما[i] څخه اخيستل شوى دى، چې په اصل کې لوله يا تاو شوې صفحې يا پاڼې ته ويل کېږي؛ په اصطلاح کې هغه سند ته ډيپلوما ويل کېدل، چې د هغه په سبب به چاته امتياز ورکول کېده او هغو پاڼو ته يې ځکه ډيپلوما ويله چې تاو شوي به وو. وروسته دغه اصطلاح د هغو احکامو په باب وکارېده چې د هغو پر بنسټ به کومې مؤسسې يا غالباً کوم ښار ته امتياز ورکول کېده او نوموړي سند به د هغه لرونکي ته حق ورکاوه چې د سند له حقوقو او امتيازاتو څخه استفاده وکړي. له دې ريښې په فرانسه کې د ډيپلوم او په نورو اروپايي ژبو کې ډيپلوما، ډيپلوماسي، ډيپلوماتيک او ډيپلوماسي کلمات منځ ته راغلل. د ډيپلوماتيک صفت په عامه معنا د دوو هېوادونو ترمنځ له هر اړخيزو اړيکو څخه عبارت دى.

په پښتو او فارسي کې د ډيپلوماتيک کلمه ((سياسي)) ژباړي، ولې د ((سياسي)) کلمه د پوليټکل په مقابل کې هم کارول کېږي او دا ډول کارونه د حقوقي بحث له نظره د ستونزې لامل کېږي؛ ځکه د دوى معنا د بحث د موضوع په پام کې نيولو سره توپير لري.

تعريف

د سياست پوهنې د ګڼو نورو اصطلاحاتو په څېر د ډيپلوماسۍ کلمې ته هم ګڼ تعريفونه شوي دي. موږ به په سر کې ځينې مهم تعريفونه وړاندې کړو او بيا به د دغو تعريفونو نه په استفادې يو تعريف ورته غوره کړو.

د انګرېزي ژبې اکسفورډ سيند د ډيپلوماسۍ په باب ليکي:(( د خبرو اترو له لارې د نړيوالو اړيکو مديريت؛ يا هغه لارې چارې چې د استازو يا سفيرانو په واسطه اړيکې اداره کوي)). د همدې ژبې بل سيند، چمبر داسې ليکي:(( سياسي مهارت، د خبرو اترو هنر او په ځانګړې ډول د هېوادونو ترمنځ تړونونو ته ډيپلوماسي وايي)).

کى.ايم پانيکر، په خپل کتاب ((د ډيپلوماسۍ عمل او اساسات)) کې وايي:(( ډيپلوماسي، له نړيوال سياست سره په تړاو کارول کېږي يا ډيپلوماسي د نورو هېوادونو په وړاندې د يو هېواد د ګټو خوندي کولو ته وايي)). سوارليني وايي:((ډيپلوماسي د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو يا استازيتوب هنر يا علم دی)). ډوجيک ليکي:(( معمولاً له نورو هېوادونو سره د ملت د بهرني سياست ترسره کولو ته ډيپلوماسي وايي)).

زيات شمېر پوهانو د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ پر تړاو ټينګار کړى دى. د خبرو اترو ترسره کول ضروري نه ده چې موافقې ته د دواړو جګړه مارو لوريو د رسېدو په معنا وي، که څه هم اکثره وخت دغه مذاکرات دواړه لوري يوې هوکړې ته رسوي. دغه خبرې اترې دي چې ډېرى وخت د دوو دښمنو لوريو ترمنځ د ګډو ګټو ټکي زياتوي چې په پايله کې دواړه په يوې پرېکړې راضي کېږي.

د پورتنيو تعريفونو د څېړنې پرمهال څو ټکي څرګندېږي؛ لومړى، دا چې د ډيپلوماسۍ تر ټولو لومړنۍ تشکيلونکې برخه ((خبرې اترې)) دي. دويم، دا خبرې اترې د اړوند هېواد د ګټو د پراختيا لپاره ترتيبيږي. نو د ډيپلوماسۍ تر ټولو لومړنۍ موخه د هېواد د ګټو زياتوالى دى. درېيم، دا چې ډيپلوماتيک اقدامات د هېواد د ګټو د خونديتوب او پرمختيا لپاره تر هغې ترسره کېږي، چې په سوله ييز ډول شونى وي. بنا پر دې د هېواد د ملي ګټو د نه زيانمولو په صورت کې د سولې دوام د ډيپلوماسۍ عمده هدف دى. ليکن، کله چې د ملي ګټو په خونديتوب کې سوله ييزې لارې چارې له ماتې سره مخامخېږي، ښايي ځواک هم وکارول شي. دا يو منل شوى حقيقت دى چې د جګړې او ډيپلوماسۍ ترمنځ نژدې اړيکې شته دي. څلورم، دا چې د اړوند هېواد د بهرني سياست له اهدافو سره نژدې تړاو لري. پنځم، نوې ډيپلوماسي د دولت له نظام سره تړلې ده او شپږم، دا چې ډيپلوماسي د هېوادونو ترمنځ استازيتوب سره نژدې تړاو لري.

په حقيقت کې دا ډېره ستونزمنه ده چې ډيپلوماسي په پرېکنده ټکو تعريف کړو. که څه هم کولاى شو دا سې يو تعريف وکړو چې د امکان تر بريده د دې هنر مختلف اړخونه انځور کړي. موږ د ډيپلوماسۍ لپاره داسې تعريف کولاى شو:(( ډيپلوماسي، چې په څرګند ډول د هېوادونو ترمنځ اړيکو سر تړلې ده، د امکان پرمهال د خبرو اترو او سوله ييزو لارو چارو له لارې د يو هېواد د ګټو د ساتلو هنر دى. کله چې سوله ييزې لارې چارې د موخو د ترلاسه کولو پرمهال له خنډ سره مخامخيږي، ډيپلوماسي اجازه ورکوي چې له ګواښ او يا د ځواک د کارولو له لارې ټاکلې موخې ترلاسه کړو.))

دلته ښايي يو ټکي ته پام وکړو چې له بهرنيو هېوادونو سره د يوه هېواد اړيکې د نړيوال نظم پر بنسټ څرخېږي، چې دغه نظم تل د بدلون په حال کې وي. له دې امله، د يو هېواد ډيپلوماسي هم ښايي اړين بدلونونه په پام کې ونيسي، څو په بدلېدونکو شرايطو کې هم ملي ګټې خوندي وساتي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *