لومړی پیل باید له کورنی وکړم، ځکه د دیکتاتوری لارښوونه او اجراءت لومړی په کورنی کې تر سره کيږي!
د پلار دیکتاتوري پر بچیانو، د مشر ورور دیکتاتوري پر کشرانو، یا د هغه ګټندویه ځوان دیکتاتوري، چې په کورنی کې د نورو په نسبت زیاته ګټه کوي.
په یوه کورنی کې د ماشوم د وروسته والي یو لامل دا هم کیدای شي، چې هغه په څرګند ډول په خپله کورنی کې خپل نظر نه شي شریکولی، مشرانو ته ځان پدې ډیر بد ښکاري، چې په کورنی کې له ماشوم سره مشوره وکړي!
اکثره وخت پر ماشومانو د هغوی نظرونه تحمیليږي، که یو ماشوم په خپله کورنی کې د مور او پلار پر وړاندې یوه خبره وکړي، نو ډیر سخت رټل کيږي، شکنجه کيږي، او دا ذهنیت ورکول کيږي، د مشرانو پر وړاندې مه غږيږه!
چې په پښتني ټولنه کې دا ډیر بد دود دی. که د هر ماشوم نظر راواخیستل شي، او په هر کار کې ورسره مشوره وشي، نو دا ماشوم به د نورو ماشومانو پر وړاندې ډیر ځیرک او هوښيار وي.
د جومات د امام دیکتاتوري:
په ماشومانو باندې سبق د لښتې، لغتې او یا سوک په زور زده کوي، او تل دا هڅه کوي، چې ماشوم باید د ده پر وړاندې چوپ او غلی وي، او د ده احترام وساتي.
په حقیقي معنا د سبق د زده کولو اصول دا نه دی، چېرته چې مینه نه وي، چېرته چې لطف نه وي، چېرته چې تشويق نه وي، هلته بیا د انسانیت درس انسان ته په وحشت ورکول کيږي.
د آستاذ دیکتاتوري پر محصل باندې:
که یو محصل دا جرآءت وکړي، چې له استاذ یو څه وپوښتي، استاذ یې رټي!
او د دویم ځل لپاره د پوښتنې موقع نه ورکوي، محصل د امتحان ، چانس، ډراپ په نامه یروي، او تل دا هڅه کوي، چې زده کړیال خپل غلام وساتي.
البته د دیکتاتوری خوی ډیری په هغو استاذانو کې وي، چې پوه یې لوړه نه وي.
په یوه کلي کې د مشر دیکتاتوري:
مشر تل دا هڅه کوي، چې هر څه د شهرت دپاره په خپل ځان تکیه کړي، ځوان نسل نه پوښتي، او د هغه نظر نه راخلي، که یو ځوان نوی ابتکار کوي، دوی یې تهدیدوي، او ګواښوي یې!
د ده د ابتکار پر وړاندې ورته خنډ جوړيږي، او دوی یې نشي زغملی.
د پښتون قوم د وروسته والي یو علت دیکتاتوري ده، چې ډیر پکې عام دی. که ځوان نسل ته ډیره ونډه ورکړل شي باوري یم تغیرات به راځي.
په تصویر کې ماشوم ته مینه ورکړل شوې، د دیکتاتوری خلاف.
محترم حمیدی صاحب سلام
د زیاتی ملاحظې او مناقشې وړ لیکنه ده چي البته د ملاحظې د لیکنی حوصله ئې نشته
اصلی خیره
د لیکنی په پای کی دا عبارت تر سترګو کیږی
په تصویر کی ماشوم ته مینه ورکړه شوې ده ……….خو
که مو منظور ، ستاسی د لیکنی په پورته برخه کی تصویر وی
نو پدې تصویر کی خو ماشوم نه بلکه د ماشوم یو پوست او نرم! غوندی بوټ ښکاری
زما په عقیده د خوراک او پوښاک د ټولو څیزونو څخه فقط( بوټ) د مینی سره کومه خاصه مینه نه لری
ګرانه
هیله ده چي ظرافت می په ګوستأخی تعبیر نه شی
مننه
thanks for sharing really appreciated keep posting really amazing
سلامونه،
ګران حمیدی ساب د ټولنې (نه یوازی پشتني، بلکې اسلامي،انسانی او سیاسی… ) یوې ډیرې منفي کړنې ته اشاره کړېده.
خو زما په نظر ، نظم، دسپلین او اطاعت ته د خلکو تربیه کول به له دیکتاتورۍ توپیر ولري . ډیره زیاته بې مانا او بی ایمانه تش په نامه ډیموکراسی هم شه نه ده!!.
د محترم غلام حضرت خان یادونه هم صحیح ده؛ زه فکر کوم دا پورتنی تصویر د هتلری یا کوم بل مطلق دیکتاتوری رژیم ( پاشنه ی آهنین ) ښيي چې البته تاریخ کې ېې ډیر مظلوم انسانان تر پښو لاندې کړي ، نه دا چې ماشوم یا بل چا ته ېې ېېمینه ورکړې وي. مڼنه.