د پېښور د پشكال په يوه توده ، نمجنه شپه كې مې د ابوالقاسم ديوان ولوست. ابوالقاسم د اتلسمې پېړۍ د دويمې نيمې شاعر دى . دى وايي :
سعادت كه غواړې رسم وعادت پرېږده
ترك كول دي د عاداتو سعادت
ما ورنه دا معنا واخيسته چې په دودونو او عادتونو پورې نښتل د ودې ، تحول او نېكمرغۍ مخه نيسي. څو كاله پس مې ګلشن راز پيدا كړ. ګلشن راز په فارسي كې د عرفاني سیمبوليزم او استعارو د شرحې خورا معتبره مثنوي ده چې د اتمې هجري پېړۍ د لومړۍ نيمې عالم او عارف شيخ محمود شبستري ليكلې ده. هورې راغلي وو چې :
نگردد جمع با عادت عبادت
عبادت مى كنى بگذار عادت
دا هم د شبستري وينا ده :
عبادت خواهى از عادت بپرهېز
يعنې كه په حضور او توجه سره عبادت نه كوې او هسې عادت كوې ، دا سمه خبره نه ده.
تر دې وروسته مې د ابوالقاسم د بيت معنا ته په بل نظر وكتل او دې نتيجې ته ورسېدم چې ابوالقاسم له ( رسم و عادته ) د شبستري غوندې معنا اخسته ، خو زه چې په اوسنۍ زمانه كې اوسم ، د ابوالقاسم خبرې ته مې په لوى لاس يا په بې پامۍ كې د خپلې زمانې له عينكو كتلي دي.
هره خبره او هره پېښه له خاصې زمانې سره تعلق لري. زمانه روانه ده او موږ له شويو خبرو او عملونو لږ يا ډېره فاصله لرو. كه له لرې يو چا ته ګورو ممكن پر هغه د بل چا ګومان وكړو.
په شلمه پېړۍ كې چې د اوسني تمدن سياسي مفاهيم تر موږ پورې راورسېدل ، نو د خوشحال په دې بيت كې مو د ( ازادي ) كلمه د ( سياسي استقلال ) په معنا واخيسته:
ازادي تر پاچهيه لا تېرى كا
چې د بل تر حكم لاندې شي زندان شي
حال دا چې د خوشحال په زمانه كې ( ازادي ) د شخصي ازادي په معنا استعمالېدله او د ( ملي استقلال ) هغه مفهوم نه و موجود چې په شلمه پېړۍ كې ورسره بلد شو.
لږ راوروسته چې پښتنې ټولنې ته چپي نظريات راورسېدل ، د رحمان بابا په دې بيت كې مو چې فرمايي :
نه شي د ملنګو د خانانو سره كلي
چېرته عزيز خان ، چېرته ملنګ عبدالرحمن
د طبقاتي جګړې ننداره وكړه او د دې خبرې د هېرولو كوشش مو وكړ چې د رحمان بابا په زمانه كې د طبقاتي مبارزې په ځاى لوړو طبقو ته د تسليم مفكوره عامه وه . د رحمان بابا په اخلاقي فلسفه كې تسليم، قناعت ، اطاعت او رضا اصلي ټكي وو.
موږ له شلمې پېړۍ راهيسې معمولا په دريو دليلونو د پخواني شعر په معنا كې تصرف كړى دى : يا مو د خپلې زمانې او تېر وخت د ژبې ، سبك او فكر تر منځ فرق هېر كړى دى ، يا مو د خپلو اوسنو نظريو د تاييد لپاره د پخوانو د نظرونو په معنا كې ګوتې وهلي دي او يا مو ګومان كړى دى چې كه د خپلو پخوانو مشرانو نظرونه د اوسني وخت له منل شويو نظرونو سره ورته وبولو ، دا به مو د مشرانو حق په ځاى كړى او دوى به مو په اوسنيو خلكو منلي وي.
د نورو د فكرونو د پېژندلو لپاره پكار ده چې خپل فكر، د هغه محدوديت او خپلې ارزوګانې هم وپېژنو. د خپلو صلاحيتونو محدوديت ته توجه مو تېروتنې كمولى او انعطا ف ډېرولى شي .د نوي تمدن لوى مخكښ فرانسيس بيكن چې د حقيقت په لټون كې يې د استقرايي منطق بنياد كېښود، ويلي دي چې د هغو خبرو په حقيقت باندې لا ډېر شك وكړه چې ښې درباندې لګېږي.