تاند: دغه تصویر په دې وروستیو کې پر ټوله نړۍ سر وګرځاوه، ځکه دا ښځه او سړی اکثره مهال عکسونو کې یو ځای راتلل او خلکو فکر کاوه چې ګواکې دواړه به عاشقان وي، یا به ښځه او مېړه وي، یا به هم دوستان وي.
خو فاکس نیوز وايي، اصلي خبره دا د چې دا ویتنامی هلک جوناتن نیګوین په انځور کې د ولاړې مېرمنې زوی دی، او اوسمهال د امریکا په لاس انجلس کې اوسېږي.
خلکو تر اوسه نه باوروله چې انځور کې ولاړ کسان څه کېږي؟
د جوناتن مور نږدې ۵۰ کلنه ده، خو وايي د ځوانۍ راز یې دا دی چې ورزش کوي، تېز او ترخه خواړه نه خوري او خوراک کې ډېر پرهیز کوي.
خو ځینې خلک چې په دې راز پوه شوي دي، وايي باور یې نه راځي چې دا به مور او زوی وي، ځکه دوی فکر کاوه چې دا به یا خور او ورور وي یا به مئینان وي.