تاند- په هند کې د الماسو یوه سوداګر، چې ساوجي دولاکیا نومېږي، خپلو کارکوونکو او مامورینو ته په سلګونه موټرونه او اپارتمانونه وبخښل.
د ساوجي له لوري مامورینو او کارګرو ته د موټرو او اپارتمانونو ورکولو په مراسمو کې د هند صدراعظم نریندر مودي هم ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې، چې په ګوجرات ایالت کې جوړ شوي وو، د ښاغلي ساوجي ۶۰۰ مامورینو ته موټرونه او ۱۰۰۰ نورو ته اپارتمانونه او نغدې روپۍ ورکړل شوې.
پر دې سربېره ده خپلو درو منېجرانو ته مرسدیس بینز موټرونه ورکړي دي.
ویل شوي چې ساوجي ټولټال د ۲ ملیارد ډالرو په ارزښت موټرونه او اپارتمانونه خپلو کارکوونکو ته په سوغات ورکړل.
نور په لاندې ویدیو کې ووینئ.