هر لورې ته چې ګوري د ديموکراسي ناری دی، د مظلومو د حق غوښتلو ناری دي، د ظلم سره د مقابلی ناری دي، خو چې بیا ګورو همدا غریب، مظلوم او بې ګناه وژل کیږي!
زمونږ خوب د خپل وطن له درده تښتيدلي دي او دیموکراسې پسی لالهانده ګرځو! خو چې ګورو نو، نن او سبا تقریبأ ټولی نړۍ د دیموکراسی اور اخیستلی!
ټاکنې او د زورواکانو اخطارونه خو لا روان دي. او دا چې پایلی به ئي څه وی الله ښه پوهیږي، خو خیر به ئې غواړو.
تر مخه د سوریی د جګړي د مړو انځورونو او خبرونو تر ډیره حده د نړیوالو په ذهنونو بد تاثیر وو. او دا لا پای ته نه وو رسیدلي چې داعش را پیدا شو او په ډلیز ډول ئي د خلکو وژنو ته ملأ وتړله!
د داعش ظلمونه لا روان دي، چې یهودانو ظلمونه ته را بډ وهل او په منډ ئې د ۱۰۰۰ نه ډیر فلسطینی کوچنیان، ښځي او سړی قتل عام کړل. په ورته وخت کې زمونږه طالبان هم د یهودانو نه کم نه وو او په اورګون کې ئې پوره ولس له مینځه يوړل!
د یوکراین یهودان چې خبر شو نړیوال په نورو خبرو بوخت دي او زمونږه دیموکراسې ته پاملرنه نه کوي. نو ملکي سفربري طیاره ئې په نښه کړه او۳۰۰ بی ګناه مساپر ئې په اور وسوځول!
په ورته وخت الهی عذاب د ایبولأ ویرس په جامه کې پر افریقا را نازل شو او لا تر اوسه ئې د ۱۰۰۰ په شا او خوا کې خلک وژلی!
پر ایران هم د کبر او غرور طیاره رانسکوره شوه او ګڼ شمیر بی ګناه خلک هلته ووژل شول!
نن سبا د سولی یو بل مډرن عمران خان اسلام اباد محاصره کړي، شپې او ورځې نر او ښځي ګډ سره ګډیږي او د ديموکراسې چغې وهې.
د دوي تر منځ جان کيري چې د نړي ملک شوي او خبره ئې هم تر يو ځایه رسیږي، ډیر ستومانه دي. او په یوه ګام اسرائیلو ته ځې، په بل ګام بیا کابل ته راځې، همدسي بیا په نورو ګامونو یوکراین ته او بحرین ته ځې!
د داعش او کردي پشمرګه کارونه خو ئې د بوختيا له امله هوائې ځواکونو ته سپارلۍ! په لیبيا ځان نه شکوي او لا تر اوسه ئې سترکې پټې او ځان کوڼ کړي.
نن سبا چې جان کیري د پاکستانې ګلمرجان د لانجو نه خبر شوي نو حتمأ به له ځانه سره وایی: ښه شو چې ترکیه کې دیموکراسی ژر راغله او په خیر تیره شوه.
او حتمأ وایې به: شمالي کوریا، چین، کیوبا، ایران، زمبابوی، مصر، سوډان او وینزویلا دي تل خوشحاله وي، چې پدي مصروفو ورځو کې اوس هغوی د دیموکراس چغې نه کړي، که نه مجبور چې دا ځل د دوی دیموکراسې بې پیلوټو طیارو ته وسپارم . د خبرو حوصله ئې نوره زه هم نه لرم!