تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو په اوټا ایالت کې دا ښځه د خپلو ۶ ماشومانو په وژلو تورنه شوې ده.

د ماشومانو مړي د هغې په کور کې په کارتنونو کې وموندل شول.

د ماشومانو د عمرونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو ویل شوي د هغې، چې میګن هنټسمن (Megan Huntsman) نومېږي، کوچنیان د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ زېږېدلي دي.

دا د هنټسمن کور دی چې پولیسو ترې پټۍ راګرځولې ده
دا د هنټسمن کور دی چې پولیسو ترې پټۍ راګرځولې ده

پولیسو د ۳۹ کلنې هنټسمن په کور کې د ۷ تنو مړي موندلي خو هغه یې په ۶ قتلونو کې په لاس لرلو تورنه کړې ده. اووم ماشوم داسي ښکاري چې سقط شوی وي.

د پولیسو په وینا دې د خپلو شپږو ماشومانو په قتل اعتراف کړی دی او ویلي یې دي چې له زېږولو سمدستي وروسته یې د هغوی ساه بنده کړې ده.

د هنټسمن مېړه په قتلونو کې په لاس لرلو نه دی تورن شوی ځکه ده کله چې د ماشومانو مړي یې په کارتنونو کې ولیدل نو پولیس یې خبر کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *