ټول هنرونه ډيره حوصله غواړي خو رسامي او موسيقي سمې حوصلې ته اړتيا لري، افغانستان سره له دې چې د تپل سوو جنګونو په وطن بدل سوی، ورسره که لږ يې ساه اخستې هنرونه يې هم پنځولي دي چې ډېرې تاريخي بيلګې يې لرو، نن يې يوازې يوه اوسنۍ بيلګه درته وړاندې کوو، بخت جمال توخی چې له نن څخه نږدې ۶۲ کاله مخکې د زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د حاجي داد محمد په کور کې دنيا ته راغلی، د دود له مخې د زده کړې لپاره لومړی جومات ته تللی دی، وروسته یې د جومات تر څنګ ښوونځي ته مخه کړې له همهغه وړکتوبه يې چې په ښوونځي کې وه له هنري کارونو سره علاقه وه، خوښېدل يې چې نوی کار وکړي، نوې پنځونه وکړي، چې په ۱۳۵۱ لمريز کال کله  له ابن سينا ليسې  فارغ سو لومړۍ دنده يې د قبايلو په رياست کې د مامور په حيث پيل کړه چې هغه وخت دې رياست په رښتيا ارزښت درلود او په رښتيا يې کار کاوه، بيا يې په مستوفيت کې دنده ترسره کړه، بيا يې عسکري ته مخه کړې دا پور يې چې کله ادا کړ نو لکه هغه  پښتون سندرغاړی چې وايي:

ګرانه سعودي ته مه ځه

هلته ويښته سپينيږي

هلته سپرلي نشه دي

هلته ځواني زړيږي

د دې سندر غاړي يې وانه ورېدل، ځکه مجبوريت غوږونه نه لري غوټه يې وتړله سعودي ته په خواري پسې ولاړ دا ټپه يې ډيره واورېدله خو غوږ يې کوڼ واچاوه:

جانانه خپل وطن ته راسه      پردی وطن د ميړو قدر کموينه

چې ستړی سو  بيرته زابل ته راغی، د حامد کرزي په لنډمهاله دوره کې يې يوولس مياشتې دنده ترسره کړه بيا هلمند ته راغی، دلته يې تمرکز يوازې په قران ليکنه وکړ ټول ټال يوديرش ټوکه قران کريمونه يې په خپل لاس وليکل چې معمولآ به يې د پاڼو سور ۶۶ سانتي متره او اوږدوالی به يې۷۰سانتي متره ته رسېده  او وزن به يې ۹ کيلو ته رسېده ،خو په ۱۳۹۲ لمريز کال کې يې دوخت ولسمشر حامدکرزي لپاره  بيا بيخې په بيله پاڼه کې قران شريف وليکه، چې سور يې ۱۰۱ سانتي متره وو ، او اوږدوالی يې ۱۲۵ سانتي متره  کيده چې ټول ټال وزن يې ديرش کيلو او پنځه سوه ګرامه وو، حامد کرزي بيا دا قرانکريم ملي ارشيف ته وسپاره ، همدارنګه  يې دلايل خيرات  ۱۶ ټوکه او ياسين شريف۴۵ ټوکه وليکه، چې دا يې ډيری خلکو ته ډالۍ کړي دي، تر ټولو دخواشينۍ خبره دا ده چې څو کاله مخکې يې دترکيې هيواد مشر، دسعودي عربستان،دمتحده عربي اماراتو او اردن پاچاهانو لپاره قرانکريمونه ليکلي وو چې دترکيې ، سعودي او متحده عربي اماراتو  سفارتونوته يې سپارلي وو،او بل یې داردن عسکري استازي ته ورکړی وو خو په هوايي ډګر کې په دې نامه ځينې ګرځول سوي وو چې دا قلمي نخسې ، ملي شتمني ده ، چې کاشکې د ملي شتمني په سترګه ورته کتل سوي وای او حداقل بيرته ملي ارشيف ته سپارل سوي وای خو دا ملي شتمني اوس یو مخ ورکه ده، بخت جمال توخی لاهم په هلمند کې اوسي که زمينه ورته جوړه سي او اقتصادي ستونزې يې لرې سي انرژي ورسره سته چې په هنر يې ولګوي هيله ده چې ملي شتمن دی پيدا کړي  ستونزه حل کړي دکارلپاره ورته مواد ورکړي.

اقبال خيبر،هلمند

3 thoughts on “د۳۱ټوکه قرانکريم د قلمي نسخې کښونکی”
  1. د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده ده چی داسې په ایرو کې پت سره زر پیدا او ویې نازوی ، د خپل هیواد د کلتور او هنر د بډاینی لپاره ګټه ترې واخلي.

  2. الله ج دی دته اوگد عمر ورکری اوالله دی نورهم داسی خلک پیداکری چه دپاک الله ج دی مقدس کتاب ته اوداسلام مقدس دین ته خدمت وکری

  3. الله ج دی یی په خپلو نعمتونو وونازوی
    ورسره د معارف وزارت خخه هم ورته توجو غوارو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *