راپور: همت احمدزی
دا په پکتيا کې د هېغې لاريون شعارو، چې نن سهار په مرکز ګردېز کې د لسګونو ځوانانو تر سره کړه.
دغه لاريون چې د تېرې ځوانانو ټولنې له لوري جوړ شوی و، د ولسمشر، عدليي او قضايه ارګانونو څخه په جدي ډول غوښتنه وکړه، چې د مرحوم اباسين نيول شوي قاتلين دې ژر تر اعدام کړي.
دوئ په خپلو شعارونو کې ليکلي و، چې ولسمشر دې په دې اړه جدي ګامونه پورته کې چې د نورو لوټمارانو او جنايت کارانو لپاره درس وګرځي.
د پکتيا د تېرې ځوانانو ټولنې مشر انجنير سلطان احمدزي وويل چې حکومت دې د اباسين د قاتلينو دوسيې په شفاف ډول وڅېړي او عاملين يې دې په عام محضر کې اعدام کړي .
ښاغلی احمدزی وويل، چې حکومت دې د جنايي پېښو مخنيوي وکړي او په عدلي او قضايي ارګانونو کې دې د فساد مخه ډب کړي.
لاريونيانو وويل، که چيرته په دې اړه حکومت جدي دريځ غوره نکړي، دوئ به سوله ايزو لاريونو ته دوام ورکړي.
نن په پلازمينه کابل کې هم مدني ټولنو د همغږۍ مرکز چې تر سلو له ډېرو مدني ټولنې يې غړيتوب لري، د په يوه ګډه خبري ناسته کې د اباسين تښتوونکو او وژونکو ته د اعدام غوښتنه وکړه.