مقيم صابر

د ادب او فن د نړۍ يو تکړه نقاد وايي چي د آرټ (هنر) تر ټولو لويه الميه دا ده چي ډېر زورور او آوټ سټېنډنګ (نامتو) فنکاران دې نړۍ ته راسي، خو موږ د دوی له شانداره صلاحيتونو بې برخي پاته سو.

مقيم صابر زما د کوچنيوالي ملګری او اشنای دی، موږ تر لسمه په يو کلاس او سکول کې وو. زما، د ده او خداي بخښلي اسماعېل شاه پخه ياري وه، کښېنستلو به هم په يوې چوکۍ، شرارتونه به مو هم کول يو ځای او له استادانو به مو وهل هم خوړل يو ځای. زموږ د دوستۍ به ډېر سوبونه وي، مينه او اخلاص پر خپل ځای، بيا يو شان زړونه، خو زما په خيال زموږ د یارۍ لوی سوب دا و چي درې سره فنکاران وو . اسماعيل په فلمونو کې او ما په رېډيو، ټي وي او ادب کې خپل پوره وس وچلوی او مهربانو خلګو وهم ستايلو، خو مقيم مخته نه راغي، حالانکه هغه په صلاحيتونو کې تر ما او اسماعيل مخته و، خورا زورور کيلي ګرافر(خطاط)، مصور(انځورګر)، شاعر او فوټوګرافر (عکاس) و او اوس هم په کور کې د مصوري خپله سټوډيو لري، خو دی په مزاج کې زموږ په شان شوخ نه بلکې ملنګ وو. نو زما له دې ملنګ ياره دا خواست دی چي دی دي خپل صلاحيتونه عامو وګړو ته وروښيي يا دې يې ورمخامخ کړي چي وياړ ورباندي وکړو چي موږ پښتانه څومره اوچت او لوړ فنکاران لرو او دا ډول به د سبا نقاد د ده په لړ کې ګيله هم نه کوي چي فاروق سرور خپل دوست مقيم مخته نه ايله کوي او د مقيم له زورورو صلاحيتونو وېرېدی، ځني سوځېدی او له مقيم ملنګ سره په جېلسي (رخه) د دوستۍ په معيار نه و پوره .

————————–

المیه ناورین ته وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *