خبر پاڼه

۴ کب ۱۳۹۴: د آسان خدمت د مرکز د نوي نوښت په اړه نن د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په مشرۍ ددې مرکز د مسؤولینو او د اذربایجان د متخصصینو ترمنځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د یاد مرکز د جوړیدو او پراختیا په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان او اذربایجان حکومتونو هوکړه کړې ده چې اذربایجان به له افغانستان سره د اسان خدمت د مرکز د جوړیدو او پراختیا په برخه کې مرسته کوي.

د مالیې وزیر وویل چې:”ددې مرکز د جوړیدو څخه زموږ موخه داده چې هیوادوالو ته په اداري کارونو کې اسانتیاوې او ښه خدمات رامنځ ته شي. د اسان خدمت د مرکز رامنځ ته کول به روڼتیا او د فساد د مخنیوي په برخه کې یو ښه ګام وي.”

ددې مرکز په جوړیدو سره به هیوادوال وکولی شي چې تذکره، نکاح لیک، لایسنس، جواز سیر، نمبر پلیټ، د پیدایښت او وفات اسناد او داسې نور اړین مواد د په یو ځای کې د یو دفتر څخه په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *