د آغلي نسيمې باري د لنډو کيسو دوهمه مجموعه

راپور: عبدالستار اڅکزی | 

دا مجموعه (د خاورو ډېوه) نومېږي چي ټولي کيسې يې له اردو څخه پښتو ته راژباړل سوي دي.

د کيسو په انتخاب کي خورا دقت سوی او د اردو ژبي د مشهورو کيسه ليکوالو کيسې غوره سوي او ټولي يې هغه کيسې دي چي له افغاني ټولنې سره پوره اړخ لګوي.

دا کتاب په کندهار کي د ميوند کلتوري ټولنې له خوا په ښه تخنيکي کيفيت چاپ سوی چي (۱۰۴) مخونه لري. په کتاب کي (۱۷) کيسې راغلي چي د اردو ژبې د دې ليکوالو کيسې راژباړل سوي دي:

۱: منشي پريم چند

۲: انتظار حسين

۳: سعادت حسن منټو

۴: عمار مسعود

۵: عاصم صديقي

۶: امان ميمن

۷: جاويد بېګ

۸: ګلزار

۹: فصيحه اصف خان

۱۰: واجده تبسم

۱۱: عميره احمد

څو مياشتي مخکي د آغلي باري د لنډو کيسو يوه بله مجموعه هم چاپ سوې وه چي (د بلا سيوری) نومېده، خو هغه ژباړه نه، بلکي د ليکوالي خپلي ليکل سوي کيسې وې.

د بلا سيوری کتاب په اړه تر ټولو مهمه خبره دا وه چي يوه پېغله خور په ادبي ډګر کي له خپلو ادبي وروڼو څخه مخکي کېږي او د هلمند غوندي ناامن ولايت کي د لنډو کيسو کتاب ليکي، تر دې مخکي په هلمند کي د بل چا د لنډو کيسو کتاب نه و چاپ سوی.  

د يادونې وړ ده چي د بلا سيوری کتاب په لږ وخت کي دومره لوستونکي او مينه وال وموندل چي له امله يې په ارګ کي د ښاروندۍ پر دېوال د آغلي نسيمې انځور له کتاب سره يو ځای ولګېد.

د خاورو ډېوه کتاب هم د مخکيني کتاب په ډول ډېري په زړه پوري کيسې لري چي خورا په ساده او روانه ژبه ژباړل سوي دي، ګرسره څوک داسي فکر نه کوي چي ګواکي دا به ژباړه وي.

هلمند که څه هم له ناامن ولايتونو څخه ګڼل کېږي او هره ورځ يې له رسنيو څخه د جنګ جګړو په اړه راپورونه خپرېږي، خو په دې ولايت کي د جګړو تر څنګ زلميان خو څه کوې چي آن پېغلو هم د علم او ادب ډېوه بله ساتلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *