د بلا سیوری

کتاب په کندهار کي د میوند کلتوري ټولني له خوا په ښه کیفیت او ډیزاین چاپ سوی چي پنځلس کیسې او د لیکوالي خپله ياداښت پکښي راغلی دی .

آغلې باري په هلمند ولایت کي اوسېږي چي پردې مجموعې سربېره د لنډو کیسو  یوه بله ناچاپه مجموعه هم لري .

په دې کتاب کي راغلي کیسې پر اجتماعی موضوعاتو ليکل سوي، په تېره بیا د پښتني چاپېریال او ناوړه دودونو په اړه خورا روښانه انځورونه لري .

هلمند که څه هم نا امنه ولايت بلل کیږي، خو هلته هنري او ادبي ډيوه هم بله ساتل سوې ده .

آغلې باري په هلمند ولایت کي لومړنۍ ښځينه ليکواله ده چي د لنډو کیسو مجموعه يې چاپيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *