۱ـــ هر څومره چې زیات څه وبښئ، هغومره ډیر څه لاس ته راوړئ.
۲ـــ همیشه مو په خپل ځان پوره باور ولرئ، که چیرې مو یو کار په بریالیتوب سرته ورساوه او یا هم ورسوئ، نو بیا هم کولای شئ هغه کار بیا ځلې په بریالیتوب سره سرته ورسوئ.
۳ـــ بریالیتوب یو راز لري، که چیرې تاسې د بریالیو خلکو ژوندلیکونه مطالعه کړی او یا هم د هغه د ژوند حال او د هغوي اصول وپیژنئ او د د وی له کړو تجربو نه ګټه واخلی دا هغه راز دی چې تاسو هم دې ته متوجې کوي تر څو تاسو هم په ژوند کې بریالي شئ.
۴ـــ زه او ته هم کولای شو چې خپل ژوند په دغسې کیسې باندې راولو خو په دې شرط چې ښه غښتلي او قوي و اوسو،او پوه شو چې هغه پیښې چې زمونږ په ژوند کې پیدا کیږي د هغه واک په خپل لاس کې و لرو.
۵ــ خوشحالي او د زړه خوښي، مو پر نفس اعتماد او باور زیاتوي او همدارنګه مو ژوند زړه راښکونکی کوي. تر څو ستاسو شاوخوا ملګري ژوند له خوښویو ډک وکړي. د زړه خوښي په مانا د خیالي خوښئ نه او نه هم له ستونزو څخه د تیښتې په مانا نه ده بلکې ستا د هوښیارېدو او زیرکی نښه ده.
۶ـــ ستاسو په شاوخوا کې ډیر شیان او یا هم داسې توکي شته چې ستاسو د خوبونو پوره کولو،
او همدارنګه ستاسو د بریالېتوبونو لپاره پکارېږي. خو د هغه شتون ته مو په ځیر نه دي کتلي.
هغه ځکه چې خپلې موخې مو په سمه توګه نه دي پیژندلې او یاهم په بله وینا! ستاسو خپل مغز ته نه دي زده کړي چې هغه څومره ارزښت لري.
۷ـــ کیداي شي تر ټولو لویه اره چې په نړۍ کې اختراع شوې وي، ستاسو په لاس کې وي. او په عین وخت کې د ځنګل د ښاخونو په منځ کې سرګردانه پاتې وی او نه پوهیږي چې اوس څه وکړئ. او که چیرې پوه شئ چې کوم ښآخونه پرې کړم او ولې؟ نو په دې پوه شئ چې هر څومره ښه توکي چې لاس کې لري هیڅ ارزښت نه لري.
۸ـــ کله چې فکر او سوچ وکړو نو تر ټولو ښه لاره د مسکینانو او بیچاره ګانو لپاره دا ده چې د هغوي لپاره ښه بیلګه شو تر څو پوه شي د ژوند کولو لپاره ښې لارې شته او د هغوي سره مرسته وکړو.
ترڅو وکولای شو د خپل ژوند واکمني په خپل لاس کې ولرو.
۹ـــ که چېرې خپل پام مو هغه شي ته واړوو چې له هغه نه ډيره کرکه او ویره لرو، نو په باور سره ویلی شم. چې هماغه بلا چې موږ له هغه نه ویره لرو زموږ په سر راځي.
۱۰ـــ زما د ژوند ډالۍ هغه کسان دي چې خپل استعدادونه او امکانات په کار اچوي او یا هم لګوي. ترڅو د بریالیتوبونو او هغه نوې پایلې چې د ځان او خلکو لپاره لاس ته راوړي.