تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي د هند استخباراتي اداره (را) او د افغانستان د ملي امنیت ریاست (این ډي اې) تروریستي ډلې هڅوي چې په پاکستان کې پر نرمو هدفونو برید وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار نصیر خان جنجوعه د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر ډیوید هېل ته وویل چې د هند استخباراتي اداره (را) او د افغانستان د ملي امنیت ریاست په پاکستان کې د تروریستي ډلو د حملو ملاتړ کوي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د دفتر له خبرپاڼې سره سم، جنجوعه همداراز وویل، باید د هغو تروریستي ډلو ترمنځ، چې د هند د را او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د استخباراتي ادارو تر څارنې لاندې عملیات کوي، اړیکې پرې شي او د امریکا متحد ایالتونو ته پکار ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

په دې کتنه کې د امریکا سفیر او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار پر تروریستي ضد عملیاتو او له پولې پوري خوا ته حملو باندې هم خبرې وکړې.

جنجوعه همداراز وویل، په افغانستان کې یوازې هغه وخت سوله ممکنه ده چې په پاکستان کې سوله وي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د امریکا سفیر ته د ملي عمل پلان د تطبیق له لارې په پاکستان کې د اوسني امنیتي وضعیت د ښه کېدو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

د امریکا سفیر ښاغلي هېل د کوټې تروریستي برید وغانده او خواشیني یې پرې څرګنده کړه.

تر دې وړاندې په بلوچستان کې د پاکستان د سرحدي ملېشه ځواک عمومي قوماندان تور پوري کړی و چې د کوټې د پولیسو د روزنیز مرکز حمله کوونکو په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره د ټېلفون له لارې تماس درلود.

ده ونه ویل چې د حمله کوونکو مشران د افغانستان په کوم ځای کې دي.

داعش د کوټې د حملې مسوولیت په غاړه واخیست. دې ډلې د کوټې له حملې سره په یووخت په غور ولایت کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل.

One thought on “د آی ایس آس مشر: د افغانستان او هند استخبارات ترهګر د پاکستان پر نرمو هدفونو بریدونو ته هڅوي”
  1. د پاکستان نه اوس لار ورکه ده چې څنګه د منزوي کیدو مخه ونیسي او د نړیوالو نفرت بیرته په محبت بدل ګړي، خو اوس اوبه د ورخه تیرې ښکاري او هسې فضول خپل خلک وژني او تور په افغانستان او هند لګوي. په حقیقت کې خو په دغو ملکونو کې د پاکستان د لاسه اور بل دی او هره ورځ په سلګونو بې ګناه افغانان د دوی له لاسه د طالب او داعش لخوا وژل کیږي. زه خو وایم چې نړیوال باید نور یوه ثانیه هم صبر ونکړي او دا شیطان دماغه ملک منزوي او افغانستان او نړۍ ددې شره خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *