حکمت الله رښتین

حکمت الله رښتین  

د سږ کال میزان میاشت افغانستان کی د مهمو پریکړو میاشت وه، په همدې میاشت کی افغان الاصله امریکايي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د سیمې هیوادونو ته د سفر ترڅنګ قطر کی له طالب چارواکو سره مخامخ خبرې وکړې.

د میزان پر اته ویشتمه نیټه د جنرال عبدالرازق د شهادت د مخه د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر پلان شو، دغه ټاکنې د افغانستان د دموکراسۍ په تاریخ کی بیسارې بلل کیدې او هغه حکومت چی تل ورته د افغانستان د دښمنانو له خوا د نا مشروعیت ګوته نیول کیده د هغه حکومت لپاره د مشروعیت او ټاکنو کی د خلکو رضایت امتحان یی بللی شو.

د پاکستان نوي حکومت په راتګ سره پاکستان کوښښ وکړ چی له امریکا سره خپلې اړیکې ورغوي خو امریکا پاکستان وپوهاوه چی د افغانستان د سولې موضوع د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه والي علت دی.

له طالبانو سره د خلیلزاد مخامخ اړیکې او د سولې اړوند ډيرې ابتدايي خبرې، د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې او د پاکستان منزوي حالت د دی سبب شو چی د خپلو استخباراتو مشر بدل کړي، پاکستان جنرال عاصم منیر چی د پاکستان د پوځ د نظامي استخباراتو مشر وو د پاکستان د جاسوسې ادارې د مشر په توګه وګماره.

د پاکستان نوي حکومت په لومړي سر کی کوښښ وکړ چی امریکا وپوهوي چی دوی په افغانستان کی د روانو ناخوالو مسوول نه دي او د دی جګړې د ودرولو کیلي د هغوئ په لاس کی نه ده. خو امریکا ته دغه شان ځواب له حقیقت لیرې او دیپلوماتیکه غولیدنه ثابته شوی وه. له همدې امله یی پر پاکستان فشارونه لا ډير کړل.

کله چی د پاکستان د نوي حکومت دیپلوماتیکې هڅې شنډې شوی، آی ایس آی ته یی مخه کړه، آی ایس آی هغه جاسوسي اداره ده چی د پاکستان بهرنۍ اړیکې د هغوی د دوکتورینو له خوا کاږل کیږي. له همدې امله د پاکستان د نوموړې جاسوسي ادارې مشر بدل شو ترڅو په افغانستان کی د افغان حکومت پرمختګونه چلینج او امریکا مجبوره کړي په افغانستان کی د پاکستان هر ډول غوښتنې ومني.

د آی ایس آی نوی مشر جنرال عاصم منیر دې پایلې ته ورسید چی امریکا، که په یوازې توګه له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ کړي، پاکستان به د هند پر وړاندې خپل ستراتیژیک عمق د افغانستان خاوره کی وبایلي، هلته به د یوه مقتدره حکومت رامنځ ته کولو ته زمینه برابره شي، که داسی وشو نو بیا په ډير لیرې راتلوونکې کی د یوه قوي افغان حکومت په راتګ سره د پاکستان او افغانستان نا حل شوی مسلې رابرسیره او پاکستان به نږدې له دوو خواوو له هند او د هند له دوست هیواد افغانستان په محاصره کی واقع شي. د پاکستان تشویش هلته بیخي ډیر شو چی افغان ولسمشر وویل سولې ته ډير کم مزل پاتی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې هم د سیاسي او نظامي اړخه ډيرې مهمې وې. له یوې خوا د حکومت عدم مشروعیت بحث د دښمنانو له خوا ډير مطرح وو او له بلې خوا له ۱۸ کاله وروسته د دې ټاکنو امنیت په یوازې ځان افغان امنیتي ځواکونو نیولی وو. د افغانستان بریالۍ ټاکنې او د دی ټاکنو په بریالي توګه امنیت نیول هغه څه وو چی د افغان حکومت ولسي ريښې یی لا ټینګولې او له بلې خوا د نړیوالو او افغان حکومت ترمنځ یی هغه باور چی په نه ختمیدونکي جنګ کی ښکیل دي، ستړیا له منځه وړله.

د دې دواړو مهمو پروسو چی د افغانستان ښه راتلوونکی په کی نغښتې وه، د یو داسی څیرې په وژلو کی یی مختل کول نغښتي وو چی دروند تاثیر او ولسي محبوبیت ولري.

ترڅو وتوانیږي:

  1. د ټاکنو ملي بهیر ناکام کړي.
  2. د سولې روانې هڅې سبوتاژ کړي.
  3. امریکا قانع کړي چی له طالبانو سره هغه سوله چی پاکستان پکی شامل او د پاکستان ګټې په خوندي نه وي سرته نه شي رسیدلای.
  4. داسې پیچیده برید ترسره کړي چی یوازی افغانان پکی په نښه کړي او امریکایان ونه وژل شي، تر څو امریکا ته وښيي موږ کولای شو افغان عامه افکار په خپل لاس کی واخلو او افغانانو ته دغه یقین ورکړو چی امریکایان ستاسی دښمنان دي.
  5. د خلکو، حکومت او د امریکا د حضور په تقابل کی واقع کولو سره افغانستان کی د نړیوالې ټولنې حضور ته خطر پیښ کړي.
  6. د طالبانو، افغان حکومت او امریکا ترمنځ د سولې اړوند مذاکراتو که بی باوري لا پراخه کړي.

په جنرال رازق د خلکو باور او د هغه څو بعدي شخصیت د دی سبب شو چی د آی ایس آی د وژنې پلان کی شامل شي. د جنرال عبدالرازق د ترور پلان د طالبانو په جامه کی د آی ایس آی د استخباراتو رسمي کارمندانو ترسره کړی دی تر څو پورتني اهداف ترلاسه شي، دا خبره هلته په ډاګه شوه چی د جنرال رازق د شهادت مرګ سملاسي طالبانو قبول کړ خو له هغه وروسته د مستعارو اکاونټونو او رسنیو څخه په سیستماتیک ډول د عامه افکارو د مخشوشولو په خاطر د جنرال رازق ترور پر امریکایانو ور وتپل شو، دا هغه څه وو چی په ډاګه تری ثابتیدلای شي د طالبانو له نوم څخه د جنرال رازق د شهادت په توګه استفاده وشوه.

خو پاکستان دا نه وه سنجولې چی د افغان اتل جنرال عبدالرازق وینه په ټاکنو کی د افغانانو د ډير شمیر ګډون او حتی د هغه مرګ د دی سبب کیږي ترڅو د قوم او سمت پولې لا پسې ړنګې شي. خو د پاکستان استخبارات به له هرې ممکنه لارې کار واخلي ترڅو افغانستان کی سوله نه بلکه د سولې معامله وکړي. آی ایس آی به کوښښ وکړي نړیواله ټولنه او امریکا له افغان جګړې ستړي کړي، د افغانستان دننه اختلافونو ته لمن ووهي او په سیمه ایزه کچه هم د افغانستان اړوند خارجه سیاست لپاره د روسیې، ایران او چین سره ګوتې پټې کړي.

One thought on “د آی ایس آی د مشر ګومارنه او د جنرال رازق وژنه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *