تاند- د پاکستان د استخباراتو (آی ایس آی) عمومي رييس رضوان اختر نن /یکشنبه/ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
د پاکستان د آی ایس آی رييس د افغانستان له ولسمشر سره په خبرو کې موافقه وکړه چې له تروریزم سره د مقابلې لپاره به ګډې هلې ځلې وکړي.
دا افغانستان ته د پاکستان د آیس آیس د عمومي ريیس درېم سفر دی.
پاکستاني رسنۍ وايي چې کابل ته د رضوان اختر دا سفر د پېښور د يوځي ښوونځي له بریده وروسته د ده له مخکیني سفر سره تړاو لري.
د پاکستان دي نیوز ورځپاڼه وايي، د آی ایس آی رييس په خپل مخکیني سفر کې د ملا فضل الله او عمرخراساني د اوسېدو د ځای په اړه له افغان چارواکو سره خپل معلومات شریک کړي ول.
له ولسمشر سره د پاکستان د استخباراتي ادارې د رييس د کتنې په اړه ارګ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو خواوو د ترهګرۍ او افراطیت پر خلاف د مبارزې، د دوو هیوادونو د ګډو هڅو د پیاوړتیا، په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.