تاند، سه شنبه د عقرب ۲۱مه: د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر فیض حامد او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود کابل ته د یو سفر په ترڅ کې د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا له سلاکار حمد الله محب سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیرته ټینګېدو ننواتې کړې ده.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل تاند ته وايي، دواړو لوریو د اړیکو د بیرته ټینګښت، د دواړو هېوادونو تر منځ د مسایلو د حل لپاره د کمېټې په تشکیل او د پېښور د افغان مارکیټ پر موضوع بحث وکړ.
افغان حکومت تېره اوونۍ د آی ایس آی لخوا د افغان سفیر د توهین او په پېښور کې د افغان قونصلګرۍ په ملکیت کې یو کشمیري ته د مارکیټ په سپارلو احتجاج کړی و.
تېره ورځ پاکستانی پلاوی په ناڅاپي سفر کابل ته راغی چې افغان چارواکو یې په اړه وویل، دغه پلاوی له افغان حکومت څخه د بخښنې غوښتو ته راغلی و.