‎د ابادۍ اتل په نوم کتاب د پياوړي لیکوال نبي ستوري لخوا په 143 صفحو او شپږو فصلونو کې کښل شوی دی ، چې په دوه بېلابېلو فصلونو کې یې د پوهانو، لیکوالو او په خواله رسنیو (سوشل ميډیا) کې د خلکو غبرګونونه او اندونه هم راخیستي دي. ‎په یاد اثر کې د جاپاني الاصله افغان ‌‌‌‌‌‌ډاکټر، ‎تیڅو (تیسو) ناکامورا ژوند، فکر، خدمتونه او افغان
‎انسان سره د هغه د خواخوږۍ یادونه شوې.
‎دغه اثر په خورا لوړ کیفیت سره چاپ شوی چې، ‎د کتاب کمیت او کیفیت ته پکې په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول پام شوی.
‎د لیک له طرز نه يې جوتیږي چې لیکوال یې د لیکوالۍ له اوصولو او پرنسپونو سره بشپړه بلدتیا لري جملې یې په ‌‌‌‌‌‌خورا لوړ هنر سره پېیلي، ‎متن یې ‌‌‌‌‌‌ډېر ساده روان او ثلث دی د مغلقو الفاظو او مختلطو جملو نه یې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کړې ده.
‎که څه هم یاد اثر د ستوري صېب لومړۍ تجربه وه چې لوستونکو ته یې وړاندې کوي خو بیا هم په ښه توګه لیکل شوی او دلیکوالۍ هر اړخ ته یې پکې توجو کړې ده خو بیا هم انسان دی ‌‌‌‌‌‌ډېرې لږې تېروتنې به ترې هم شوې وي
‎زه یې د تېروتنو لوی علت په کم وخت کې ‎د دغه کتاب د چاپ په ګاڼه سمبالول بولم.
‎ستوري صېب هڅه کړې چې په ‌‌‌‌‌‌ډېر لن‌‌‌‌‌‌ډ او تنګ وخت کې یاد اثر له چاپه راووباسي ‎ځکه چې دا د وخت او خلکو تقاضا وه.
‎انګېزه
‎یاد کتاب لوستونکو او افغانانو ته له هیواد سره دمینې او خدمت فکر او انګېزه ورکوي ‎چې هیواد او خلکو ته خدمت کول
‎انسان ته کوم ‌‌‌‌‌‌ډول تل پاتې نه ختمېدونکی نوم او تاریخي ویاړ ور په برخه کوي
‎خلک دې ته هم هڅوي، چې د کاذب او جالي شخصیت له جوړولو نه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي
‎د ناکامورا په څېر د کار خدمت او مینې خورولو په بدل کې شخصیت جوړ او لاسته راوړي
‎له بل پلوه د یاد کتاب لیکل غېرې افغانانو ته دا ښایي چې افغانان به هیڅکله هغه خلک له یاده ونه باسي چې دوی ته یې خدمت کړی ‎او افغانانو ته دا فکر او انګېزه ورکوي چې هر عادي افغان ، هیواد او خلکو ته د خدمت په بدل کې د ناکامورا په څېر ستایل کیږي ‎چې نوم به یې تل د افغانانو په ذهنونو او زړونو کې وي نه د درغجن تاریخ پر کثیفه پاڼه
‎موخه
‎د یاد کتاب یوه موخه دا هم ده چې د ناکامورا فکر او کارنامې پکې خوندي شي او له بل پلوه افغان انسان دېته اړ باسي چې د ناکامورا پر فلسفه غور وکړي چې ولې یې د جاپان په څېر هیواد او مرمرینې ماڼۍ یې پرېښودلې ‎او د نړۍ یوې داسې څن‌‌‌‌‌‌ډې ته ځان‎ رسوي، چې انسانان یې په پنځه زره کالو کې موسک نشول
‎زه له ستوري صېب نه منندوی یم چې د یو داسې انسان پر ژوند یې کتاب ولیکه، چې افغانه خاوره او افغان انسان یې د خدمت پوروړي دي، ‎او هیله من یم چې ستوری صېب به ‎خپلو پنځوونو ته ادامه ورکوي.ستوری دې لا وځلیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *