تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبي له ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان سره وکتل.

د متحده عربي اماراتو رسنیو ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او همکاریو، د سوداګري او اقتصادي اړیکو د پراخوالي، پانګونې، له تروریزم سره د مبارزې، او په سیمه کې د روان وضیعت په اړه خبرې وشوې.

د ابوظبي ولیعهد، چې د متحده عربي اماراتو مرستیال اعلي سرقوماندان هم دی، ژمنه وکړه چې متحده عربي امارات به د افغانستان په مختلفو برخو کې د بیارغونې په چارو کې مرسته وکړي.

ده همداراز وویل چې د متحده عربي اماراتو مشر شیخ خلیفه بن زاید النهیان لېواله دی چې د افغانستان د او د دغه هیواد د ولس ملاتړ وکړي او د دوو هیوادونو دوه اړخیزې او دوستانه اړیکې لا پراخې شي.

ده هیله وکړه چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او ثبات ټینګ شي.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا په یوې اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر غني به د اماراتو له مشرانو سره د کرنې، اوبو، او پانګې اچونې په برخو کې د خلیج د دغه مهم هیواد همکاري ترلاسه کړي.

One thought on “د ابوظبي ولیعهد له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه”
  1. ای عربانو!
    دخدای په خاطر ستاسو له خیره مو توبه ده خو دا سپی مو درکوری کړئ
    تر عربو بی همته بیغیرته بیعقله خلک می په دنیا کی ونه لیدل
    دا ځکه چی دافغانستان په درد د هر هندو،بودیست نصارا او یهودانو او نورو کفارو اوښکی توی او اقتصادی صدقی یی غوارو افغانانو ته ورسیدی خو د دغو بی همته خلکو له بدو پرته کله هم ښه راونه رسیدل او ۴۰ کاله کی تل هماغه چا سره ولاړوو چی زمو نږ ګران کور افغانستان ته یی کنډې ګوزارولی
    که زما دوسه کیدی زه به ددوی د ثواب خرما هم ونه خورم ځکه چی ددوی لوی کمک هم د ګنده خرما تحفی دی تر څو ثوابونه راغونډ کړو
    مونږ په جګړه مصروفوی او په خپله د غرب د کفارو غلامان دي
    نور کافر د خپلو ماشومانو دشیدو پیسی افغانانو ته خیرات راوړی خو دوی یواز ی تیاره او دشمنی او وحشت
    په تیرو ۴۰ کالو کی می یو خیرخواه عرب ونه لید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *