تاند- بغداد ته نژدې تېره شپه ناوخته د ابوغریب او تاجي پر محبسونو د د القاعده شبکې د غړیو د وسله والو حملو په نتیجه کې په سلګونو بندیان وتښتېدل.
په دې برید کې، چې څو ساعته یې دوام کړی او ویل شوي د القاعده شبکې غړیو کړی دی، د عراق لږترلږه لس امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې لږترلږه پنځه سوه بندیان له ابوغریبه او شاوخوا سل تنه له تاجي محبسه په تېښته بریالي شوي دي.
حمله کوونکو د عراق پر امنیتي ساتونکو د حملې لپاره له هاوانونو، لاسي بمونو، ځانمرګو او موټربمي بریدونو کار اخیستی دی.
رویټرز خبري اژانس د عراقي چارواکو له خولې ویلي چې اکثره تښتېدلي بندیان د القاعده مهم غړي ول او ډېری یې اعدام ته منتظر ول.
له دې سره سره چې امریکايي پوځیان له عراقه وتلي خو په دغه هیواد کې ناکراري دوام لري. په وروستیو میاشتو کې د عراق تاوتریخوالی خورا زیات شوی دی. په اکثرو حملو کې بېګناه ملکي عراقیان وژل کېږي.