داودجبارخیل |
پيښور کې د ابو على سينا یو شمیر افغان محصلينو د حمزه فاونډیشن کې په تلیسیمیا اخته ماشومانو ته وینه ورکړئ . د ابو على سينا د محصلینو یو تنه مشر خلیل خپلواک وايې د وينې په ورکړې سره کيدای شې د هغو ماشومانو ژوند وژغورل شې چې مرګ يې ګواښي او وینه اخستلو توان نلری.
د ابو عالی سینا مشره مستوره بیا وايې مونږ محصلین هر هغه غریب ته وینه ورکوي ، په تلیسیمیا اخته ماشومانو خو په مونږ ټولو حق لري ، د حمزه فاونډیشن مشر اعجاز خان مونږ ته ټول یو شان دی که افغان وو که د پاکستان ځکه انسانی خدمت کولو کې قوم او نسل نشته په پښتونخوا کې د بې وسه او غریبو کورنیو د تهیلیسیمیا ناروغه ماشومانو لپاره یو شمیر خیراتي ادارې کار کوي. په دغه ادارو کې یوه حمزه فاونډیشن هم ده.
دغه اداره کې دا مهال د پښتونخوا او قبایلي سیمواو افغانستان سره تعلق لرونکې ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو علاج کیږي او هر ماشوم ته په میاشت کې دوه یا درې وارې تازه وینه لګول کیږي او دغو ماشومانواو ورسره راغلو کسانو ته په وخت ډوډي او خوراک هم مفت ورکول کيږي.
یو شمیر داکټران بیا وايې چې د تليسيميا ناروغۍ پېښې ډېرې شوي ډاکټران وايي چې د واده نه وړاندې د هلک او جینۍ د وینې ټسټ ضرور ده خو دغه زمونږ ټولنه کې نشته