افغان محصل محمد نبي سیفي

ډاکتر منصوري –

محمد نبي سیفي د ترکیې د د ارزوروم Erzurum ښار په اتاترک پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د وروستي کال محصل دی. نوموړی په خپل صنف او پوهنتون کې اول نومره او په ټول اتاترک پوهنتون، او په دې توګه د ترکیې په پوهنتونونو کې ممتاز محصل بلل کیږي. نوموړی د اتاترک پوهنتون د مقاماتو لخوا ډیر ځله د ممتاز او عالي ستاینلیکونه تر لاسه کړې دي.

د لیسانس په ټوله تعلیمي دوره کې د محمد نبي سیفي د نومرو اوسط 97.75(تقریبآ 98 ) فیصده دی. نوموړی د فوق العاده استعداد په لرلو سره د اقتصاد د پوهنتون تر څنګ په انادولو پوهنتون ) (Anadolu Üniversitesi کې (چې په اسکیشهیر Eskişehir ښار کې موقیعیت لري) د عامه ادارې Public Administration په څانګه کې په موازی توګه دوهم پوهنتون هم لولی. نوموړی په دغه ساحه کې هم د ممتاز محصل مقام لري او د انادولو پوهنتون له مقاماتو څخه یې هم ډیر ځله ستاینلیکونه تر لاسه کړې دي.

که د خدای ج خوښه وه، محمد نبي سیفي د اقتصاد له پوهنتون څخه په2017 م کال کې فارغیږی او د ایکونومیتری/اقتصادی پالیسي په څانګه کې د ماستري اخیستلو لپاره د ترکیې دولتي سکالرشیپونو ته کاندید دی. دا چې محمد نبي یو ممتاز محصل دی نو ډیره هیله کیږي چې د ماستري د درجې د ترلاسه کولو لپاره به سکالرشیپ ور ته ور کړل شي. محمد نبي هیله لري چې په دې ترتیب سره به دی په شپږ کلنه تعلیمي دوره کې دوه د لسانس او یوه د ماستری درجې تر لاسه کړای شی او پدې ترتیب به د خپل هیواد او هیوادوالو د خدمت کولو ښه جوګه شي.

محمد نبي سیفي د پکتیکا ولایت د اومنی ولسوالی د منصور کلا اوسیدونکی دی چې لومړنی تعلیمات یې (له مکتب نه مخکی) د خپل کلی په جومات کې ترسره کړی او له هغه وروسته د خپل تره په مرسته د هجرت په دیار کې د پیښور د ښار د مهاجرینو د یوه کمپ د عبدالله انصاری او حضرت قیس بن سعد په متوسطوکی ترسره او لیسه یې د کابل د ښارپه احمد شاه بابا مېنه کې د غلام محمد فرهاد په لېسه کې شروع خو د کورنۍ د نقل مکان په سبب یې د لیسی دوره د رحمن بابا په لیسه کې بشپړه کړه. نوموړی د تعلیم په ټوله موده کې د خپل صنف او مکتب ممتاز شاګرد وو چې د لیسې په دوره (لسم، یولسم او دوولسم ټولګیو) کې یې د نمرو اوسط 99.5 فیصده وو. محمد نبي په 1389 هش کال کې د خپل وخت د کابل د ښار د لیسو په رقابتي ازموینو کې د ممتاز شاګرد لقب ګټلی او د سرحداتو د وزارت د تعلیم او تربیې د ریاست لخوا ور ته یو کپ هم ورکړل شوی وو.

محمد نبي په 1389 هـش کال د رحمن بابا له لیسې څخه په لومړۍ درجه فارغ شو او د کانکور په ازموینه کې تر اشتراک وروسته یې د ترکیې د هیواد په سکالرشیپونو کې داخله وکړه چې د ارزروم په پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې د لسانس د دوری د تحصیل لپاره ومنل شو او د تحصیل لپاره د ترکیې هیواد ته ولاړ.

محمد نبي سیفي یو بې ریا، متواضع، متقي او ارام طبعیته ځوان دی. نه غواړي په خپلو لاسته راوړنو و ویاړي. ددې برعکس، دی وایي چې دا هر څه د لوی خدای ج لورینه ده او باید شکر یې اداکړل شی اوله الله ج څخه غواړی چې ده ته د خپل ولس او هیواد د خدمت کولو نور توفیق ور وبښي. کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې د هغه د دغه نوم ورکي استعداد د څرګندولو په اړه به یو څوک څه ور باندې ولیکي، هغه وویل چې«ز ما پهباره کې که تاسي څه ونه لیکی هم، دا چې زه ستاسي له خولې زماصفت اورم نوډیرخوشحاله شم اومنندویه مو یم». هغه زیاتوي چې «اصليخبره داده چې ماهیڅ وخت نه غوښتل چې د ځان صفت مې وکړم او یا ځانمشهورکړم ځکه دا ماته یو ډول کبر او غرور ښکاریده، دلیسې په دورانکې مې تواضع غوره کوله نه مې غوښتل چې په مکتب کې مشهور شم».

د محمد نبی سیفی په شان با استعداده، متعهد او متواضع ځوانان به زموږ د ولس او هیواد لپاره نه یوازی د خوښی او ویاړ ځای وي بلکه د خپل ر اتلونکي لپاره به د هیلو یو څرک هم پکې ویني.

One thought on “د اتاترک په پوهنتون کې ممتاز افغان محصل محمد نبي سیفي”
  1. Selamler!

    Iste Turk-Afghan qardesliginin bir numunesi;

    Allah-u te`ala de Mehmed Nabi jan ta laa dder shae beryavee aw pa ratlunkee kshe Afghanistan ta de Eqtesad aw permaxtag olgu krri.Aamieyn.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *