د اتریش صدراعظم کرستین کیرن

تاند- د اتریش صدراعظم وايي، ممکن له افغانستان سره یوه موافقه لاسلیک کړي چې پر اساس یې افغان پناه غوښتونکي له اروپايي اتحادیې دباندې په کمپونو کې دېره کړای شي.

اتریشي رسنیو نن /شنبه/ راپور ورکړ چې د دغه هیواد صدراعظم کرستین کیرن د جمعې په ورځ «د بالکان لار» په نوم له کنفرانسه وروسته وویل چې په راتلونکي وخت کې احتمال شته چې له افغانستان سره د افغان کډوالو په باب موافقه لاسلیک شي.

ده د پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه د ترکیې او اروپايي اتحادیې ترمنځ شوې موافقه یوه بریالۍ بېلګه وبلله، ویې ویل باید دا بېلګه پراخه کړای شي.

د ترکیې او اروپايي اتحادیې د موافقې پر اساس ترکیه د ملیاردونو ډالرو د ترلاسه کولو په بدل کې حاضره شوې چې د دغه هیواد له خاورې څخه یونان او نورو اروپايي هیوادونو ته تللي پناه غوښتونکي په خپله خاوره کې په جوړو کړیو کمپونو کې مېشت کړي.

په وروستیو ورځو کې جرمني اعلان وکړ چې ممکن له شاوخوا ۸۰ زره افغان پناه غوښتونکو څخه، چې دغه هیواد ته یې پناه وروړې ده، نیمايي، افغانستان ته بېرته ولېږي.

One thought on “د اتریش صدراعظم: ممکن له افغانستان سره د افغان پناه غوښتونکو د کمپ په اړه موافقه وکړو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *