د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لومړي ځل لپاره د هیواد په کچه د کرکټ تر ټولو لویې سیالۍ د (اتصالات شپږیزې) تر نامه لاندې پیل شوې.

د( اتصالات شپږيزې سيالۍ ) چې نن د جون په ٢١مه، پيل شول ، پکې د افغانستان له پنځو زونونو څخه پنځه غوره لوبډلې برخه اخلي چې په لاندې توګه دي.

د ختيځ زون دسپين غر پړانګان ، د سويل ختيځ زون د مس عينک اتلان ، د شمال زون د امو نهنګان ، د سويل زون د بست ، ساتونکي او د مرکزي زون د بند امير بازان

نن دسیالیو لومړۍ لوبه د بند امیر بازانو او د امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه، چې د بند امیر بازانو په بریاسره پای ته ورسیده.


ددې لوبې پچه د بند امیر بازانو لوبډلې کپتان نبي عیسی خیل وګټله او لومړی یې پخپله د بیټنګ پریکړه وکړه، بازانو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۱ منډې جوړې کړې، حشمت الله شاهدي ۴۰ او محمد نبي ۲۶ منډې جوړې کړې. د امو نهنګانو له لوري شرف الدین درې ، عزت الله دولتزي او جاويد احمدي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د امو نهنګانو یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۵ اورونو کې په ۷۳ منډو وسوځیدله، یونس ۲۳ او معراج الدین ۱۳ منډې جوړې کړې.

د بند امیر بازانو له لوري نصرت الله او محمد نبي درې، درې او محمود دوه لوبغاړي وسوځول. محمد نبي غوره لوبغاړی اعلان شو.

تر غرمې وروسته دویمه لوبه د سپین غر پړانګانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ترسره شوه، ددې لوبې پچه د سپین غر پړانګانو وګټله او لومړی یې د بیټنګ پریکړه وکړه،

د سپین غر اتلانو ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۰ منډو هدف کیښود، ددوی له لوري شفیق الله شفق ۶۴، کریم صادق ۴۲ او نجیب ترکي ۳۵ منډې جوړې کړې، د مس عینک اتلانو له لوري رحمت شاه څلور او ګلبدین نایب یو لوبغاړی وسوځاوه.

د مس عینک اتلانو یاد هدف ترلاسه نه شو او ټوله لوبډله یې په ۱۳ اورونو کې یواځې په ۴۸ منډو وسوځیدله، ګلبدین ۲۴ منډې جوړې کړې، د سپین غر پړانګانو له لوري حمید حسن ۳، کریم صادق او ظاهر زړګي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
کریم صادق ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د لوبې په پای کې دافغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ سلاکار نسیم الله دانش او د خپلواک موبایل شرکت د استازي انجنیر جاوید پر لوبغاړو جایزې وویشل شوې.
سبا سهار لومړۍ لوبه د بست ساتونکو او د امو نهنګانو ترمنځ او تر غرمې وروسته به سپین غر پړانګانو او بند امیر بازانو ترمنځ لوبه ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکټر نور محمد مراد وایي چې د لومړي ځل لپاره دافغانستان کرکټ بورډ په نړیوالونو معیارونو برابرې سیالۍ په لاره اچولي دي.

هغه زیاته کړه چې ددې سیالیو نندارې ته دزرګونو مینه والو راتګ ددې څرګندوی کوي چې کرکټ په هیواد کې ډیره وده کړې او خلک ورسره ډیره مینه لري.

ډاکتر مراد وایي چې افغانستان راتلونکو میاشتو کې مهمې سیالۍ په مخکې لري او له دې سیالیو څخه به یو شمیر پیاوړي لوبغاړي ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *